غوټې پرېږده دې درياب كي گوهر نسته
ستا رگو كي د مېړانې جوهر نسته
د كارغه په څېر خځلو كي لگيا يې
لوړ الوت ته دي پياوړى وزر نسته
ټوپك پرېږده، رباب واخله، نڅا پيل كړه
ستا مسلك كي تر دې غوره هنر نسته
د پردو په خوسا مَيو باندي مسته!
نور په موټ كي د بادار درته زر نسته
خامخا به دا تياره شپه سبا كېږي
گمان مه كړه، شپه تلپاتې، سحر نسته،
لمر پرېوتى، ستوري تت، لاره تياره ده،
ساربان نسته، د ترږميو سفر نسته
كه دي خوا كي ټگمار پير او خام ملا سته!
كه صادق امام؛ رښتونى منبر نسته!
كه جومات كي گڼه گوڼه د لمانځه وي
خداى پالونكو سره توره خنجر نسته!
داسې مه گڼه چي ستړي يا دوكه شول
نور نو دلته جبهه نسته، سنگر نسته،
چي لكونو شهيدانو خپل سر جار كړ،
سرو مرميو ته تيار بل ټټر نسته !
راته مه گوره د هغه چا په سترگه،
چي په وينو كي ئې شور او شرر نسته
كه څپانده مست سيندونه لاره خنډ كړي
گمان مه كړه په هيڅ ځاى كي گودر نسته
د بل ور له ټكولو پناه غواړو
له تا پرته خدايه! مونږ ته بل ور نسته
او چي ستا نظر پر مونږ وي لويه ربه!
هيڅ حاجت مو د بل چا د نظر نسته
هيڅ حاجت مو د بل چا د نظر نسته
دحزب اسلامی دامیر انجنیر ګلبدین حکمتیار د شعر و عرفان درمحک قران له کتاب څخه