د ناټو ځواکونو نن د پنجشنبې په ورځ منلې چي د هيواد په جنوب کي يې يو عسکر د ماين په چاودنه کي د لاسه ورکړئ دئ.
په خبر پاڼه کي د وژل سوى عسکر امريکايي په ګوته سوئ او وايي چي په مړېنه يې په روانه اګست مياشت کي د امريکايي پوځيانو د مړيو شمېر ١٧ ته وختئ.
ناټو وايي د جولاى مياشت د افغانستان په نهه کلن اشغال کي د امريکايانو دپاره تر ټولو مرګونې مياشت وه چي ٦٦ امريکايي عسکر پکښي وژل سوي وو.