کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / زما د خپلواکۍ ورځ !

زما د خپلواکۍ ورځ !

د اسد ۲۸ مه

امريکا حق نلري د «ډيموکراسۍ» په نامه زموږ څخه خپلواکي واخلي .

نن د استعماري انګرېزانو څخه زموږ د باتور ولس د خپلواکۍ ورځ ده. دا وديعه زموږ د سر لوړي ولس په مټو چي هيڅ يو شیطاني قوت يې تر شا ولاړ نه وو د افغان د پت او ننګ د ساتلو په هدف و دغه نعمت ته ځان و رساوه. د چا نوکر نسو، د پرديو هيوادو و ډالر ،کلدارو، ريال او روبل ته سر ټيټی نسو . د چا نوکر نسو، و چا ته يې سرونه ټيټ نکړل . هغوی د يوه سره ملي اوطنپاله مبارزین او د آزادۍ د لاري مجاهدين وه، سر يې د وطن په نامه نذرانه کړ او زموږ د وطن خپلواکي او دغه اوسنی د افغانستان په نامه تشکل يې وساته . په دغه زمانه کي دا د اوس غوندي د اسلام اويا کفر په نامه د رنګ بازار او سوداوي نه وې، دا د اوس غوندي راز راز زدوبندونه او شیطاني کردار هم نه وو، دوه مخي او د هر چا څخه حق اخیستنه هم نه وه، د اسلام په نامه سودا هم نه وه، پر افغان اوافغانيت باندي د رد او قبول لیلام هم نه وو، د اقلیت او اکثریت خبره هم نه وه، د نمک حلال او نمک حرام مسئله هم نه وه، د شمال او جنوب خبره خو را وروسته د پردو زامنو را پورته کړه، هغه هم نه وه. پښتون او تاجک، هزاره او راوروسته د روسانو د کی ګا بی لخوا د زمري پنجشیريانو په نامه هم کوم داسي حماسه نه وه . د انګرېزانو د اشغال لپاره د وطن د خپلواکۍ په معرکه کي دغه ټول افغانان د وطن په نامه يو موټي وه او سرونه يې د خپلواکۍ د پاره نذرانه کړی وو . د هغه په بیه وو چي د غازی امان الله خان تر قیادت لاندي يې خپله خپلواکي تر لاسه او زموږ افغانانو د سرونو په بیه يې په سیمه او نړۍ کي د افغانانو سرونه د آزادۍ او خپلواکۍ د ناجيانو په حيث لوړ او هسک کړل .

داچي نن ولي د خپلواکۍ ورځ نه لمانځل کيږي او يا هغه ته په سپکه کتل کيږي ددې علت روښانه دئ . پرون زموږ پلرو او نيکه ګانو زموږ د خپلواکۍ د دښمنانو يرغلګرو انګرېزانو په مقابل کي د خپلو سرو او وينو په بيه ددې خاوري څخه حراست وکړ او هغه يې وشړل، خو نن د ددې خاوري د تر ټولو ترټلو او شړلو بچيانو په خيانت او نوکري سره د وطن د جنګي جنايت کارانو او سوداګرانو په مرسته، ددې وطن واک بيرته و هماغه انګرېزانو او د هغوی و بادارانو امريکايانو ته ورکړل چي زموږ تاريخي دښمنان دي . دا به څرنګه افغان وي چي ودغه بې ننګي او دغه بې غيرتي ته ځان تسليم کړي او هغه دي و مني ؟

زموږ افغانانو وياړ بې له شکه د اسد د ۲۸ مي په لمانځلوکي نغښتی دئ چي زموږ د خپلواکۍ ورځ ده، هر څوک چي دغه ورځ په هر نامه اړوي هغه زموږ نه دئ او دا ادعا دي هم نه کوي چي هر جنایت کار دي په دې وطن شهيد وګڼل سي .