د کندهار امنيتي چارواکي د شپږو وسلوالو طالبانو دوژل کېدو ادعا کوي . له ولايت مقام څخه لراوبر ته رسېدلې خبرپاڼه وايي دغه کسان تېره ورځ شپږ بجې د ژړۍ ولسوالې د كنډيالي په سيمه کي د ملي پوليسو او وسلوالو طالبانو تر منځ د نښتي په پايله کي وژل سوي دي.
خبر پاڼه وايي د طالبانو يو ميل كلاشنكوف او او ه شاجوره مرمۍ هم د پوليسو لاس ته ورغلي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر دې دمه طالبانو څه نه دي ويلي، خو د کندهار چارواکي وايي په دې سيمه کي به ډېر ژر تصفيوي عمليات پيل کړي.