د هلمند ولايت مقام د مطبوعاتي څخه لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي رغلي چي تېره ورځ د افغان او ايساف ځواکونو په ګډو عملياتو کښی د وسله والو طالبانو يو محبس کشف او له منځه يووړل سو. په خبرپاڼه کي راغلي چي ياد محبس د موسى قلعه ولسوالۍ د شېرغازی او طالب جان کليو په منځ کی د ملا قيوم تنده چی په سيمه کی د طالبانو مشهور قوماندان دئ پوری اړه درلوده . د خبرپاڼي په وينا چي د طالبانو د څه مقاومت وروسته د محبس څخه ۲۷ تنه بنديان خوشی کړل سول او ۵ تنه بنديان د طالبانو لخوا مخکي له دي چی ګډ ځواکونه ور ورسيږی وژل سوی ول طالبانو غوښتل ټول بنديان ووژني، خو د ځينو ناتاييد سوو معلومات له مخی په نوموړي محبس کي د ۶۰ څخه تر ۷۰ بنديان اوسيدل .
همدارنګه په خبره پاڼه کي راغلي چي په دې عملياتو کی ۱۳ تنه وسله وال طالبان هم له منځه تللی.