کور / تازه خبرونه / جان کيري، جنرال پټريس او ورسره پلاوي کندهار ته راوسېدل

جان کيري، جنرال پټريس او ورسره پلاوي کندهار ته راوسېدل

د کندهار ولايت څخه لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د امريکا ديموکرات سناتور جان کيري ، په افغانستان کي د امريکا سفير ايکن بيري ، جنرال پټريس او ورسره پلاوي يې و کندهار ولايت ته راورسېدل . نوموړو لوړ پوړو چار واکو چي په کندهار کي مېشت د امريکا متحده ايالاتو ملکي او پوځي چارواکي هم ورسره ملګري ول لومړى د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويساره سره د ده په کاري دفتر کي په داسي حال کي وکتل چي کندهارښاروال غلام حيدر حميدي هم حاضر و.

کندهار والي پوهنوال ډاکتر توريالي ويسا و راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او وروسته يې دوى ته د کندهار د موجوده امنيتي او اقتصادي حالت په اړه معلومات ورکړل ښاغلي ويسا وويل (( د کندهار ولايت د افغانستان يو له مهمو ولايتونو څخه دئ او د هيواد د نورو ولايتو څخه توپير لري د هيواد سياست او د دولت بدلو ن هميشه له دې ځايه پيل سوى دئ او بل دا چي د دولت ضد مخالفين هم د همدې سيمې دي ځکه نو دښمن دلته د بل هر ولايت ډېر تمرکز کوي .))

والي د امريکا متحده ايالاتو د مرستو څخه مننه وکړه چي تر اوسه يي د افغانستان او په ځانګړې توګه په کندهار ولايت کي ترسره کړي دي کندهاروالي وويل (( د افغانستان او امريکا متحده ايالاتو ستراتيژيکي اړيکي نوي نه بلکي د څو لسيزو څخه دي ده په لوى کندهار کي د کجکي د بند ،دهلي بند ،د ارغنداؤ د کرهڼي سيستم ،د کندهار هوايي ډګر ،د کابل- کندهار لوى سړک ، د لښکرګاه ښار او داسي نوري سترو پروژو په ذکر سره يادونه وکړه چي د امريکا متحده ايالاتو په مالي او تخنيکي مرستي بشپړي سوي دي چي هره يوه يي پرخپل وار د لوى کندهار په ځانګړي توګه د افغانستان لپاره ستر او حياتي اهميت لري.

کندهار والي په اوسني حالت کي د امريکا متحده ايالاتو له مرستي څخه په امنيتي برخه کي مننه وکړه او وويل (( تر څو پوري چي زموږ ملي پوځ پر خپلو پښو دريږي ږموږ دولت د امريکا متحده ايالاتو و بشري او مالي مرستو ته اړتيا لري. والي په هيواد کي د ستونزو يوه ستره برخه دلته د تعليم يافته بشري منابع لږوالى او د قضايي سيستم ضعف وبلى او زياته يي کړه زموږ ډېري ستونزي مسلکي پرسونل او د عدليي او قضايي مامورينو لږوالى دئ.

کندهار والي د خپل پلان په اړه و سناتور جان کيري ته وويل (( ما د همکارۍ تر نامه لاندي د بين المللي ټولني ، مدني ټولني او کندهار اولس په مرسته يود تدابيري پلان په لاره اچولى چي ځيني پړاونه يي بشپړ سوي او ځيني نور يي تر کار لاندي دي ده د برېښنا د سيسټم د رغېدو ياودونه وکړه چي اوس د کندهار ښاريان سخته اړتيا ورته لري او په دې هکله يي د امريکا متحده ايالاتو څخه د کندهار لپاره د نوري اضافي ٢٠ ميګاواټه برېښنا د برابرولو غوښتنه وکړه او پر دې سر بيره يې په اوږدمهال کي د کجکي د بند د بيا رغېدو وړانديز وکړ.

د امريکا متحده ايالاتو سناتور او د باندنۍ بودجې د څار او نظارت مشر ښاغلي جان کيري د دغه هيواد اړيکي او ژمني د افغانستان سره اوږد مهاله وبللې او وې ويل (( د امريکا حضور په افغانستان کي دايمي دئ موږ په راتلونکي کال کي له افغانستانه خپل سرتيري نه باسو موږ تر هغو پوري دلته خپل نظامي او اقتصادي مرستي د شفافيت په چوکاټ کي لګوو تر څو چي افغانستان دولت پر خپلو پښو دريږي، په دې برخه کي ده د سترو قرادادو د ورکړي پر قانون باندي هم د تجديد نظر خبره وکړه او زياته يي کړه ستاسو وړانديز پر ځاى دئ بايد قرارداونه په محلي سطحه وي نه په مرکزي ، موږ اوس پر دغه موضوع باندي پوره غور کوو چي د يو څو محدودو کسانو له منګلو د قراردادو ورکړه وباسو چي د والي لخوا دغه اقدام ګټور وبلل سو ))

راغلي پلاوي ورپسې د کندهار ولايت درئېسانواو مدني ټولنو د غړو سره وکتل چي په سرکي د کندهار ولايت د معارف رئېس نجيب الله احمدي د خپلي ادارې اړوند وويل(( په کندهار کي مجرب ښوونکي نسته، که سته هغه نورو موسيساتو جلب کړيدي که د ښوونکو لپاره ستاسو د هيواد له لوري بورسونه برابر کړل سي دا به دکندهار په معارف رياست کي ستر بدلون راولي.))

ورپسې د عامي روغتيا رئېس ډاکټر عبداليقوم پخلا وويل(( ددې دپاره چي موږ د حوزې په سطحه د مريضانو سره مرسته کړې وي نو زموږ لپاره دي يو روغتون په شپيته جريبه مځکه کي راته جوړ سي چي دا به دامريکا او افغانستان دواړو دپاره ستر پرمختګ وي.))

د اقتصاد رئېس محمد رحيم رحيمي په غونډه کي د بودجې ستونزي ته اشاره وکړه او وې ويل(( هغه بودجه چي د امريکا هيواد و افغانستان ته ورکوي هغه بايد د افغانستان د ملي او پرمختيايي ستراتيژي (ANDS) پر اساس مصرف سي نه دا چي اوس يې ټولي موسيسې په خپل سر مصرفوي.

دکندهار ولايت دعلماء او روحانيو د شوراء رئېس مولوي حکمت الله حکمت وويل(( په کندهار کي د تيرو څو کالو راپدې خوا د څلويښتو په شاوخوا کي علماء د مخالفينو له لوري په شهادت رسيدلي نو دعلماء ددې سرښندني په خاطر بايد دوى ته پاملرنه وسي او د علماؤ لپاره يو روحاني کمېسون جوړ سي او تبلغاتي امکانات دي په اختيار کي ورکول سي ترڅو دوى خپله وظيفه په ښه ډول سره ترسره کړي.))

په کندهار ولايت کي د برېښنا رئېس انجنير فضل احمد د برېښنا کموالى په کندهار کي يوه دلويو ستونزو څخه وبلله او وې ويل (( کندهار ولايت د برېښنا زياتي زيرمي لري لکه د کجکي او دهلي بندونه چي د برېښنا په لسونو مېګاواټه توليد ظرفيت لري همدارنګه که د مايکرو هايدورليک فابريکې دلته جوړي سي دا به په کندهار کي د برېښنا ستونزه په لويه کچه د منځه يو سي او ولسي خلګ به ددې نعمت څخه برخمن سي.))

حاجي صاحب اسماعيل خان د کندهار ولايت يو تن قومي مشر د امنيت نه شتون يوه ستونزه وبلله او وويل (( که په کندهار کي امنيت تامين نه سي هيڅ عام المنفعه کار نسي تر سره کېداى هغه که د ښوونځي پرانستنه وي او يا د کلينيک او که د زراعتي پروژې.))

په پاى کي ټولو راغلو پلاوو يو ځل بيا د افغانستان دولت سره د اوږدمهاله اړيکو اعلان وکړ او وې ويل اوس په کندهار کي د پخوا په پرتله د ملکي مامورينو او پوځي سرتيرو شمېرتر پخوا ډېر سوى دوى به په امنيتي او پوځي برخه کي د کندهار د اوسيدونکو دپاره په پوره ډول بدلون راولي.