کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننيو مطالبو او سرمقالو کي د افغانستان د خپلواکۍ ورځي، روسيې ته د ولسمشر کرزي د سفر او په هېواد کي د امنيتي کمپنيو په اړه د ولسمشر کرزي د فرمان په اړه څرګندوني کړي او ليکلي يې دي، چې افغانان بايد رښتيني خپلواکۍ ته د رسېدو دپاره چې اقتصادي وده ده، مټي را بډ وهي.
راه نجات:
راه نجات ورځپاڼي په افغانستان کي د جګړې د ستراتيژۍ په اړه يو مطلب خپور کړي او په خپل غټ سرليک کي يې د جمهور رئېس حامد کرزي خبره راخيستې چې ويلي يې دي، په دغي ستراتيژۍ کي بدلون ته اړتيا ده.
ورځپاڼي له جمهور رئېس سره د امريکا د سنا د نړيوالو اړيکو د کميټې له رئېس سره د کتني راپور هم خپور کړى او ليکلي يې دي ، چې د امريکا د سنا پلاوي د جمهور رئېس له خوا د خصوصي امنيتي کمپنيو د لغوه کولو د پريکړي هرکلى کړى.
ورځپاڼي په خپلي سرمقاله کي د افغانستان دخپلواکې د ورځي د جشن د رارسېدو په مناسبت په اوسنۍ نړۍ کي د خپلواکۍ په اړه تبصره کړې.
په سرمقاله کي راغلي، نن اقتصاد د هيوادونو په خپلواکۍ کي تر ټولو مهم رول لوبوي او اقتصادي اړتياوې په هيوادونو پوري د يو بل د تړل کېدو اساسي عوامل جوړوي.
راه نجات ليکلي دي، چې افغانان بايد رښتيني خپلواکۍ ته د رسېدو دپاره چې هماغه اقتصادي وده ده، مټي را بډ وهي.
هېواد:
هيواد دولتي ورځپاڼي د خپلواکۍ د ورځي په مناسبت په خپلي سرمقاله کي ليکلي دي چې افغانان بايد خپل ملي مسووليتونه درک کړي.
ورځپاڼي په خپل لومړي مخ کي د افغانستان د خپلواکۍ د ګټونکي غازي امان الله خان لوي عکس هم خپور کړى دئ .
هېواد ورځپاڼي په يوه بل مطلب کي د جمهور رئېس له خوا د خصوصي امنيتي کمپنيو د لغوه کولو پريکړه څيړلې او ليکلي يې دي، چې اوس بايد د افغانستان د ملي اردو او پوليسو پياوړتيا ته پاملرنه زياته سي.
ويسا:
ويسا ورځپاڼي هم د افغانستان د خپلواکۍ د ٩١ کليزي په مناسبت خپله سرمقاله کښلې. د سر مقالې په يوې برخه کي راغلي، افغان ولس د لويو امپراطوريو د ماتولو جوهر او شهامت لري، خو د خپل هيواد د ساتني او د يوه معقول زعامت د رامنځ ته کولو جوهر په کي راپيدا نه سو ځکه خو د هرې پېړۍ په پيل او پاى کي له سره ژوند پيلوي.
ويسا ليکلي دا زموږ د ولس تاريخي ستونزه ده، چې اوس بايد د دې هيواد ساتونکي او وارثان ورته ځواب ومومي.
ورځپاڼي په يوه بل مطلب کي د روسيې په سوچيي ښار کي د افغانستان، تاجکستان، پاکستان او روسيې د څلور اړخيزي غونډي په اړه تبصره کړې.
په مطلب کي راغلي چې په دغي غونډه کي به د سيمه ييزو مسايلو او د ستونزو د هواري په اړه خبري وسي.
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼي د خپلي نننۍ ګڼي په سرمقاله کي پر دولت انتقاد کړى، چې د شمالي ولايتونو امنيتي وضعيت ته چې په ځينو سيمو کي مخ په خراپېدو دئ لازمه توجه نه کوي.
ورځپاڼي په کندز ولايت کي د وسلوالو طالبانو له خوا د يوې ښځې او سړي د سنګسار پيښي ته په اشارې سره ليکلي دي، چي طالبانو په اصل کي دولت سنګسار کړ.
ملي ارمان ليکلي دي، چې د دې پښې داسي څرګنديږي چې طالبانو په کندز ولايت کي واکمن دي او که دولت يې امنيت ته پاملرنه ونه کړي نو دغه ولايت به د طالبانو لاس ته ورسي.
ملي ارمان ورځپاڼي په يوه بل مطلب کي د يوه افغان کار پوه له قوله ليکلي دي، چې په افغانستان کي تراوسه پوري ځينې ادارې د سرپرستانو له خوا اداره کيږي په داسې حال کي چې سرپرستان د اجرااتو قانوني صلاحيت نه لري.
په مطلب کي راغلي، چې د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې اداره، چې نوې رامنځ ته سوې ده، بايد دغه موضوع وڅېړي .