د افغان ملي لوبډلې له سکاټلینډ څخه یوه یو ورځینۍ لوبه وګټله او یوه یې وبایلله
د افغانستان لومړۍ یوه ورځینۍ لوبه د سکاټلینډ هیواد سره په ۱۶ د اګست و چې افغان ملي لوبډلې له سکاټلینډ څخه په ۹ ویکټو وګټله، په ۳۱ اورونو کې یې سکاټلینډیانو ته ټاکل شوی هدف ۲۲۴ منډې د یو لوبغاړي په سوزیدلو پوره کړ.
په توپ وهنه کې د افغان ملي لوبډلې لوبغاړو کریم صادق او شهزاد محمدې سلیزې ووهلې او په توپ وهنه کې شاپور ځدران ۳ او سمیع الله شینواري د سکاټلینډ ۲ لوبغاړي وسوځول.
دویمه یوه ورځینۍ لوبه چې د اګست په ۱۷ نېټه و، سکاټلینډ په ۶ ویکټو له افغانستان څخه وګټله، سکاټلینډیانو افغان ټول لوبغاړي په ۱۲۰ منډو په ۴۱ اورونو کې وسوځول. د سکاټلینډ هیواد ټاکل شوی هدف افغانانو ته په ۳۳ اورنو کې د ۴ لوبغاړو په سوزیدلو پوره کړ.
دویمه یوه ورځینۍ سیالۍ کې د افغان ملي لوبډلې د توپ وهنې په وخت اورښت د افغان لوبډلې د توپ وهنې مخه ډب کړه، همدا لامل و چې افغان لوبغاړي ژر ژر وسوځیدل او د منډو جوړول پکې خورا ګران و، خو کله چې سکاټلینډ توپ وهنه پېل کړه نو بخت ورسره یاري وکړه، اسمان شین شو او پیچ هم د توپ وهنې لپاره ورته برابر شو.
د یادولو وړ ده چې د سکاټلیډ هیواد سره دا دوه یو ورځینۍ سیالۍ دوستانه سیالۍ وې، ارزښتناکه سیالي د افغان ملي لوبډلې په دې سفر کې د انټر کانټینټل د جام څلور ورځینۍ سیالي و چې افغانستان پکې سکاټلینډ ته په ۲۲۹ منډو ماتې ورکړه، افغان ملي لوبډلې د دې څلور ورځینۍ لوبې ۲۰ پوانټونه خپل او د دې جام د ګډونکو ۷ هیوادونو په سر کې افغانستان ودراوه.
د افغانستان د لومړۍ یوې ورځینۍ لوبې د توپ وهنې بشپړه شمېر پاڼه:
د سوځېدنې بڼه | شپږیزې | څلوریزې | توپونه | منډې | لوبغاړی | ||||||
ونه سوځید تر پایه | ۳ | ۱۱ | ۱۰۸ | ۱۱۴ | کریم صادق | ||||||
البي ډبلیو |
| ۱۵ | ۷۲ | ۱۰۰ | نور علي ځدران | ||||||
ونه سوځید تر پایه |
|
|
|
| محمد شهزاد | ||||||
|
|
|
|
| نوروز منګل | ||||||
|
|
|
|
| اصغر ستانکزی | ||||||
|
|
|
|
| محمد نبي | ||||||
|
|
|
|
| سمیع الله شینواری | ||||||
|
|
|
|
| میرویس اشرف | ||||||
|
|
|
|
| جاوید احمدي | ||||||
|
|
|
|
| حمید حسن | ||||||
|
|
|
|
| شاپور ځدران |
د افغانستان د لومړۍ یوې ورځینۍ لوبې د توپ اچونې شمېر پاڼه:
ویکټې | منډې | تش شويې اورونه | اورونه | توپ اچونکی |
۳ | ۶۹ | ۱ | ۱۰ | شاپور ځدران |
۱ | ۲۷ | ۱ | ۱۰ | میرویس اشرف |
۱ | ۳۸ |
| ۱۰ | حمید حسن |
۱ | ۳۳ |
| ۶ | اصغر ستانکزی |
| ۲۳ |
| ۶ | محمد نبي |
۲ | ۲۹ | ۱ | ۸ | سمیع الله شینواری |
د سکاټلینډ سره د افغانستان د دویمې یوې ورځینۍ لوبې بشپړه شمېر پاڼه:
د سوځېدنې بڼه | شپږیزې | څلوریزې | توپونه | منډې | لوبغاړی | ||||||
کیچ وسوځید |
|
| ۱ | ۰ | کریم صادق | ||||||
کیچ وسځید |
| ۳ | ۳۲ | ۲۵ | جاوید احمدي | ||||||
بولډ وسوځید |
| ۲ | ۱۱ | ۱۱ | محمد شهزاد | ||||||
کیچ وسوځید |
|
| ۲۰ | ۶ | نوروز منګل | ||||||
البي ډبلیو |
|
| ۵ | ۰ | اصغر ستانکزی | ||||||
کیچ وسوځید |
|
| ۵۶ | ۱۲ | نور الحق | ||||||
کیچ وسوځید |
|
| ۸ | ۲ | محمد نبي | ||||||
کیچ وسوځید | ۱ | ۴ | ۷۴ | ۴۶ | سمیع الله شینواری | ||||||
البي ډبلیو |
| ۱ | ۲۱ | ۷ | میرویس اشرف | ||||||
کیچ وسوځید |
|
| ۱۲ | ۱ | حمید حسن | ||||||
ونه سوځید |
|
| ۲ |
| شاپور ځدران |
د افغانستان د دویمې یوې ورځینۍ لوبې د توپ اچونې شمېر پاڼه:
ویکټې | منډې | تش شويې اورونه | اورونه | توپ اچونکی |
۱ | ۱۳ | ۳ | ۸ | شاپور ځدران |
۱ | ۲۷ |
| ۸ | میرویس اشرف |
۱ | ۴۱ |
| ۱۰ | سمیع الله شینواری |
۱ | ۲۶ | ۱ | ۷ | حمید حسن |
| ۷ |
| ۰،۵ | نوروز منګل |
|
|
|
|
|