څو ورځی مخکی د فردا په نوم سایټ کی د صبورالله سیاه سنګ په نوم یوه لیکوال زما پر شعرونو او ادبي کارونو باندی، یوه له دښمنی څخه ډکه، انتقادي لیکنه کړې وه. خو کله چی همدغه لیکنه افغان جرمن ان لاین هم خپره کړه نو زما څخه ډیرو زیاتو دوستانو غوښتنه وکړه چی د سیاه سنګ جواب ولیکم.
سیاه سنګ خپل مضمون په داسی توندو کلماتو پیل کړی دی چی زه نه پوهیږم ولی دونه په قار دی ځکه چی ما په ژوند کی نه داسی کار کړی او نه می داسی کوم شعر لیکلی دی چی د افغانستان یو فرد دي ما ته دومره په غوسه سي. سیاه سنګ د مضمون په مقدمه کی د درشت ګویی، پلید نګاري، لګدپراني، یاوه پراګني او دغه راز سپکو کلماتو څخه کار اخیستی دی. که زه هم دغه ډول کلمات استعمال کړم نو … بشپړ متن