افغان ولسمشر حامد کرزى شخصي امنيتي کمپنۍ دي وتړل سي . نوموړي تېره ورځ د يو فرمان په صادرولو سره د شخصي امنيتي کمپنيو د ادغام دپاره څلور مياشتي وخت وټاکه . په هېواد کي اوس مهال ٥٢ شخصي امنيتي کمپنۍ چي ٢٥ يې کورنۍ او پاته نوري ٢٧ يې بهرني دي په فعاليت بوختي دي .
د ولسمشر په دغه فرمان کي د شخصي کمپنيو کارکوونکوته چي شاوخوا ٤٠٠٠ زره کسان کيږي لارښوونه سوې چي د خپلو وسلو سره دي د پوليسو په ليکو کي شامل سي .
په فرمان کي د کورنيو چارو وزارت ته امر سوى چي په ياده موده کي د نوموړو کمپنيو د ادغام دغه پروسه بشپړه او په کابل او نورو ولايتونه کي دي خپله وزارت د بهرنيو قونسلګريو ، نړيوالو مؤسيسو او اړونده نورو ادارو امنيت په سمه توګه ټينګ کړي .
د يادوني وړ ده چي په دې شرکتونو تور دئ چي په غلاوو ، شکونو ، مرګونو او نورو اړونده کارونو کي لاس لري خو شرکتونه بيا د حکومت دا ادعاوي ردوي .