په تکفير کې افراط (ډاکټر يوسف قرضاوي) (٣)
ژباړن: عبدالجبار فراز:
(زړه ته راتېر لوستونکې! محمد صلى الله عليه و سلم فرمايي: تقدير له دوعا پرته په بل هېڅ شي نه بدلېږي. نو د همدغې لارښوونې پر بنسټ عاجزانه هيله درڅخه کوم چې د لاندنۍ ليکنې د مطالعې تر پيل وړاندې زما مور ته د زړه له اخلاصه دوعا وکړې چې الله تعالى يې له يوې اوږدې او ځوروونکي ناروغۍ څخه روغه کړي! – جبار فراز)
د کفر، نفاق او جاهليت له ځينو څانګو سره د ايمان د يوځاى کېدو امکان;
اوومه قاعده: ځينې وختونه ايمان د کفر، جهالت او نفاق له يوې يا څو څانګو سره يوځاى کېږي. دا حقيقت له ډېرو پخوانيو او اوسنيو مسلمانانو څخه پټ پاتې دى. د دوى په ګومان انسان يا يوازې خالص مسلمان دى او يا مطلق کافر، د دغو دوو حالتونو تر منځ هېڅ وسيله نه شته او بايد يا مخلص وي يا منافق! د ځينو کسانو دا وينا هم له تېر نظر سره اړخ لګوي چې وايي: انسان يا يوازې مسلمان کېداى شي، يا جاهل او له دغو دوو پرته درېيم حالت وجود نه لري.
دا تر ډېره د هغو خلکو رايه ده چې خپل نظر يې واسطو ته له پام پرته هر وخت او هر ځاى د قضيې پر دوو اړخونو متمرکز کاوه، هر څه يا تور ورته ښکارېدل يا سپين او دا يې له ياده ايستله چې د تور و سپين تر منځ يو بل داسې رنګ هم شته چې منځنى حيثيت لري.
که ځينې ډلې په يو کس يا ټولنه کې د ايمان لوړې ځانګړتياوې ونه ويني او د نفاق، کفر يا جاهلي اخلاقو د ځينو خاصيتونو د شتون له امله له ځنډ پرته د لوى کفر، لوى نفاق يا جهالت ټاپه پر ووهي، حيرانوونکې نه ده؛ ځکه دوى په دې عقيده دي چې په يو شخص يا ټولنه کې پر يو وخت ايمان او کفر نه يوځاى کېږي، اسلام او جاهليت سره ضد دي او اجتماع يې ناشونې ده.
دا خبره يوازې په هغه صورت کې سمه ده چې زموږ هدف بشپړ ايمان، کامل کفر، پوره اسلام، سل سلنه جاهليت او مطلق نفاق وي. ځکه مطلق ايمان او کفر، يا مطلق ايمان او نفاق او يا مطلق اسلام او جاهليت ځينې وختونه سره جمع کېږي، له مخکنيو نصوصو او د صالح سلف رضى الله عنهم له ويناوو څخه هم همدا ثابته شوه.
په يو حديث کې روايت شوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم آبوذر ته د هغه له ټول ځلاند شاليد، رښتينولۍ او مجاهدت سره-سره وفرمايل:
انک امرؤ فيک جاهلية.
(په تا کې د جاهليت نښې شته.)
دغه راز په يو بل حديث کې راغلي دي:
من مات و لم يغزُ و لم يُحدث نفسه بالغزو مات على شعبة من النفاق.
(که څوک له جهاد او د هغه د هيلې له لرلو پرته ومري، د نفاق له يوې شعبې سره مړ شوى دى.)
ابو داوود له حذيفة بن يمان رضى الله عنه څخه روايتوي چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي:
القُلُوبُ اربعة: قلوب اغلف، فذلک قلب الکافر و قلب مصفح و ذلک قلب المنافق و قلب اجرد فيه سراج يزهو فذلک قلب المؤمن و قلب فيه ايمان و نفاق فمثلُ الايمان فيه کمثل شجرة يمدها ماء طيب و مثلُ النفاق مثلُ قرحة يمدها قيح و دم فايهما غلب عليه غلب.
(انساني زړونه څلور ډوله دي:
١: هغه زړه چې تيارې بشپړ پوښلى وي او دا د کافر زړه دى،
٢: د دوه مخې انسان زړه چې منافق بلل کېږي.
٣: صاف او روښانه زړه چې يوه رڼا په کې ځلېږي او دا د مؤمن زړه دى.
٤: هغه زړه چې ايمان او نفاق په کې جمع دي، ايمان يې هغې ونې ته ورته دى چې له پاکو او رڼو اوبو څخه خړوبېږي او نفاق يې د هغه نوجن ټپ په شان دى چې وينه او چرک ځنې روان وي، هر يو چې په کې زيات شي هماغه زورور شوى دى.)
دا حديث د امام احمد په مسند کې په مرفوع بڼه روايت شوى دى.
شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله وايي: (هم للکفر يومئذ اقرب منهم للايمان = نن هغوى تر ايمان کفر ته ډېر نژدې دي) آيت د حذيفه پر وينا د تاييد مهر لګوي؛ ځکه تر دې وړاندې په هغوى کې نفاق مغلوب و، خو د اُحد د جګړې په رارسېدو سره يې نفاق غالب شو او کفر ته ورنژدې شول.
عبدالله بن مبارک له حضرت علي بن ابيطالب رضى الله عنه څخه د سند په يادولو سره روايتوي چې هغه وفرمايل:
(ايمان په زړه کې يو سپين ټکى پيدا کوي چې که ډېر شي د زړه سپينوالى هم ورسره زياتېږي او د ايمان د بشپړېدو په صورت کې ټول زړه سپين ګرځي. د دې په مقابل کې نفاق په زړه کې يوه توره نقطه زېږوي او له پراخېدو سره يې د زړه توروالى هم ډېرېږي او چې سړى بشپړ منافق شي زړه يې هم تک تور شي. په خداى قسم که د مؤمن زړه راوکاږئ بشپړ سپين او روښانه دى او که د کافر دا وڅيرئ کاملاً به تور او تياره وي.)
ابن مسعود رضى الله عنه وايي: د صالح سلف ويناوې ثابتوي چې ايمان او نفاق په زړه کې يو ځاى سره اوسېدلاى شي.
په قرآن او سنتو کې راغلي نصوص هم د همدې دعوې سپيناوى کوي، او رسول الله صلى الله عليه وسلم د ايمان د څانګو تر بيانولو وروسته د نفاق ښاخونه وشمېرل او ويې فرمايل: په هر چا کې چې له دغو څخه يوه څانګه موجوده وي تر هغه وخته يو څه نفاق په کې شته چې لاس ځنې اخلي؛ البته د نفاق د دغه ښاخ تر څنګ د ايمان ډېر ښاخونه هم وجود لري.
له همدې امله پيغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل:
يخرج من النار من کان فى قلبه مثال ذرة من ايمان.
(د هر چا په زړه کې چې يوه ذره ايمان هم موجود وي، د دوږخ له اوره به راوايستل شي.)
دا په دې معنا ده چې د ډېر لږ ايمان شتون هم له تلپاتې دوږخه د ژغورنې وسيله کېداى شي، او هر څوک په ځان کې د موجود نفاق په کچه سزا ويني او وروسته له جهنمه راايستل کېږي.
خداى تعالى د اعرابو په باب فرمايي:
قل لم تؤمنوا و لکن قولوا اسلمنا و لما يدخل الايمان فى قلوبکم.
(هغوى ته ووايه: تاسې ايمان نه دى راوړئ، بلکې وواياست تسليم شوي يو، او تر اوسه مو لا زړونو ته ايمان نه دى داخل شوى.)
خداى تعالى د هغوى زړونو ته د ايمان د حقيقت ننوتل رد کړي، مګر دا مسئله د هغوى په زړونو کې د ايمان د يو ښاخ موجوديت نه نفي کوي. که وګورو سپېڅلي شارع زناکار، غل، هغه کس چې د ځان لپاره خوښ کړى شى بل مسلمان ته نه خوښوي او هغه چې ګاونډى يې له شره په آمان نه وي، هم له ايمانه خلاص بللي دي؛ لنډه دا چې په قرآن او حديثو کې د هغو کسانو شمېر لږ نه دى چې د ځينو واجباتو د پرېښودلو له کبله بې ايمانه ګڼل شوي دي.
ابن تيميه رحمه الله يو بل ځاى د دغې موضوع د مطرح کولو په ترڅ کې وايي:
(هدف يې دا دى چې بهترينو مومنانو ته به د جنت تر ټولو لوړې درجې او منافقانو ته به د دوږخ تر ټولو بد ځايونه ورکړل شي، که منافقان په دنيا کې په ظاهره ځانونه مسلمانان وښيي د اسلام حکمونه پر پلي کېږي، که يو څوک پر يوه وخت د ايمان او نفاق دواړو څښتن وي تر هغو مسلمان بلل کېږي چې بشپړ منافق شوى نه وي او که يې نفاق پر ايمان ځواکمن شي بايد د مومن پر ځاى منافق وبلل شي، د بېلګې په توګه داسې يو شى تصوروو چې سپين او تور رنګونه دواړه په کې موجود وي، خو تور يې پر سپين غالب وي، نو بايد تور ونومول شي؛ لکه خداى تعالى چې هم فرمايي:
… هُمْ لِلْكُفْرِ يَوْمَئِذٍ أَقْرَبُ مِنْهُمْ لِلإِيمَانِ….
آل عمران: ١٦٧
(هغوى تر ايمان کفر ته ډېر نژدې دي)
خو که د يو چا ايمان پر نفاق ځواکمن شي، او نفاق يې د سزا لامل وګرځي، د هغو مومنانو په ډله کې نه حسابېږي چې د جنت ژمنه ورسره شوې او سابقين بلل کېږي. په دې صورت کې، که د خداى تعالى له خوا ونه بخښل شو، د ټاکلي عذاب تر تېرولو وروسته به د خپل ايمان په زور جنت ته داخل شي.)
همدارنګه وايي: د خوارجو، معتزله، جهميه او مرجئه منحرفي ډلې په دې عقيده دي چې ايمان او نفاق په يو کس کې نه جمع کېږي، او ځينو خو يې په دې باب د اجماع دعوه هم کړې ده. په داسې حال کې چې دوى تېروتلي او له قرآن، سنتو، د اصحابو او تابعينو له آثارو او عقلي صراحت سره يې مخالفت کړى دى.
خوارجو او معتزله وو دغه فاسد نظر ته عموميت بخښلى او وايي: د ثواب وړ طاعت او د عذاب وړ ګناه په يو فرد کې نه سره يو ځاى کېږي او دا امکان نه لري چې د يو چا دې هم ستاينه او هم غندنه وشي، له يوې خوا دې محبوب او له بلې خوا د کرکې او لعنت وړ وي او دا له تصوره ليرې ده چې يو څوک دې هم دوږخ هم جنت ته لاړ شي. يعنې که له دغو څخه يوه ته داخل کړل شو، له هغه بله بې برخې کېږي. همدا وجه ده چې يادې ډلې له دوږخه بيرته راوتنه او د جهنميانو شفاعت نه مني. خو له بلې خوا د مرجيه په نوم افراطي ډله بيا پر پورتني اصل د توافق تر څنګ باور لري چې د کبيره ګناوو ترسره کوونکي جنتيان دي او دوږخ ته نه اچول کېږي.
مګر د اهل سنت و جماعت، اصحابو، تابعينو او نورو علماوو لکه محدثينو، فقهيانو او متکلمينو نظر دا دى چې خداى پاک ګناهکار په صحيحو احاديثو کې د راغليو اشارو پر بنسټ، دوږخ ته اچوي، عذاب ورکوي او بيرته يې جنت ته ننباسي، ځکه دغه کس که د ځينو ګناوو له وجې د دوږخ وړ دى، همدغسې بيا د ځينو ښېګڼو له امله د جنت حقدار هم دى؛ نو ثابته شوه چې طاعت او ګناه په کې سره يوځاى شوي دي. د يادو ډلو اختلاف اصلاً د دود پر سر دى نه د حکم.
مرجيه وايي: دغسې شخص مومن او د بشپړ ايمان خاوند دى.
د اهل سنت و جماعت په نظر بيا هغه مومن دى خو ايمان يې نيمګړى بلل کېږي او که داسې نه واى عذاب نه ورکول کېدى؛ دغسې کس د مسلمانانو له خوا په اجماع سره د تقوا او ښېګڼي له اړخه نيمګړى بلل کېږي.
آيا دغسې کس ته (مومن) ويل کېداى شي؟
په دې باب دوه قوله شته… ښه دا ده چې تفصيلي يې وڅېړو: که له دنيوي چارو لکه د غلام آزادول او… سره په تړاو د دغه ډول فرد په باب پوښتنه وشي، ځواب يې دا دى چې هغه مسلمان دى.
دغه راز که وپوښتل شي چې آيا د مومنانو په ډله کې داخل او د (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ) په شان خطابونه ورته کېداى شي؟ ځواب به يې دا وي چې مومن دى.
خو که يې د آخرت د حکم په باب پوښتنه وشي، بايد وويل شي چې د هغو مومنانو په کرښه کې نه درېږي چې د جنت ژمنه ورسره شوې ده. بلکې له هغو کسانو څخه دى چې ايمان يې يوازې له تلپاتې جهنم څخه راګرځولاى شي او که يې خداى تعالى ونه بخښي د ټاکلي عذاب تر ګاللو وروسته جنت ته ننه ايستل کېږي. له همدې امله يې ځينې د ايمان له امله مومن او ګناوو په خاطر فاسق يا ناقص الايمان مسلمان بولي.
اهل سنت او جماعت او معتزله دغسې کسانو ته (مومن) نه وايي، ځکه د دوى په عقيده فسق د ايمان له منځه وړونکى دى، خداى تعالى په دې باب فرمايي:
… بِئْسَ الاِسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الإِيمَانِ….
حجرات: ١١
(څومره بده ده چې يو څوک تر ايمان وروسته په فسق ولړل شي.)
بل ځاى فرمايي:
(أَفَمَن كَانَ مُؤْمِنًا كَمَن كَانَ فَاسِقًا = آيا مومن ته فاسق ويل کېداى شي؟)
د همدې اصل پر بنسټ په ځينو خلکو کې د کفر يوه شعبه له ايمان سره يو ځاى وجود لري، او پر همدې اساس د محمد صلى الله عليه و سلم په زياتو احاديثو کې ډېرې کبيره ګناوي کفر نومول شوي دي، ځکه د هغوى په زړونو کې د ايمان يوه ذره شته او د هغې په وسيله له تلپاتې دوږخه ژغورل کېږي. د بېلګې په توګه رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايي:
سبابُ المُسلم فسوق و قتالُهُ کفر
(مسلمان ته سپکې سپورې ويل فسق او ورسره جنګېدل کفر دى.)
بل ځاى فرمايي:
لا ترجعوا بعدى کفارا يضربُ بعضُکُم رقاب بعض.
(تر ما وروسته د يو و بل د غاړو د وهلو له امله مه کافران کېږئ.)
دا روايت په صحيح بخاري کې له رسول الله صلى الله عليه و سلم څخه په بېلابېلو لارو په مستفيض ډول راغلى دى؛ په حجة الوداع کې يې امر وکړ چې خلکو ته اعلان شي که چا په ناحقه د بل چا غاړه ووهله کافر دى او کړنه يې کفر بلل کېږي، په داسې حال کې چې الله پاک فرمايي:
و ان طائفتان من المؤمنين اقتلوا فاصلحوا بينهُما
(که د مسلمانانو دوې ډلې په جنګ سره اخته شوې، تر منځ يې سوله راولئ.)
آن تر دې چې فرمايي:
انما المؤمنون اخوة
(ځکه چې مومنان سره وروڼه دي.)
نو څرګنده شوه چې هغوى په بشپړه توګه له ايمانه وتلي نه دي، بلکې د کفر يوه شعبه په کې راښکاره شوې چې هماغه وروروژنه ده، لکه ځينو اصحابو چې (کفر دون کفر) نومولې ده. پيغمبر اکرم صلى الله عليه و سلم فرمايي:
من قال لاخيه: يا کافر فقد باء باحدهما.
(که څوک خپل ديني ورور کافر وبولي، له دغو دوو څخه د يوه خوا ته کفر ورځي.)
حضرت محمد صلى الله عليه و سلم په خپله دغه وينا کې بيا هغه ته ديني ورور وايي، که دا کس يومخيزه له اسلامه وتلاى، په هېڅ وجه ديني ورور نه ګڼل کېدى، ځکه کفر ځاله په کې جوړوله.
د الله تعالى په پيروۍ کې د امت د درجو توپير:
اتمه قاعده: دا قاعده پر مخکنۍ هغې ټينګار دى او بيانوي چې انسانان د الهي اوامرو د پيروۍ او منعو څخه د ځانساتنې په چاره کې د بېلابېلو درجو او مرتبو څښتنان دي. دغه راز د دوى د ايمان درجې او له خداى تعالى سره يې د نژدېوالي واټنونه هم د همدې معيار له مخې ټاکل کېږي. له همدې کبله صالح سلف ټينګار کړى چې انسانانو ته بايد د ملاييکو په شان له ګناه او تېروتنې څخه د خلاصو مخلوقاتو په سترګه ونه کتل شي، ځکه په قرآن او نبوي سنتو کې د راغلو دليلونو په استناد د مسلمان ايمان کموالى او زياتوالى لري.
قرآن مجيد او د محمد صلى الله عليه و سلم سنتو د دې حقيقت پخلى کړى چې خلک په ايمان او الهي اطاعت کې مختلفې درجې لري. الله تعالى په فاطر سوره کې فرمايي:
ثُمَّ أَوْرَثْنَا الْكِتَابَ الَّذِينَ اصْطَفَيْنَا مِنْ عِبَادِنَا فَمِنْهُمْ ظَالِمٌ لِّنَفْسِهِ وَمِنْهُم مُّقْتَصِدٌ وَمِنْهُمْ سَابِقٌ بِالْخَيْرَاتِ بِإِذْنِ اللَّهِ ذَلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِيرُ. جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا يُحَلَّوْنَ فِيهَا مِنْ أَسَاوِرَ مِن ذَهَبٍ وَلُؤْلُؤًا وَلِبَاسُهُمْ فِيهَا حَرِيرٌ.
فاطر: ٣٢-٣٣
(بيا موږ دا کتاب هغو بندګانو ته ورساوه چې په نورو بندګانو کې مو غوره کړي وو، نو اوس څوک پر خپل ځان تېرى کوي، څوک په کې منځلاري دي او څوک په کې د الله تعالى په فضل سره په نېکۍ کې مخ پر وړاندې روان دي، همدا ډېر لوى فضل دى. (د دوى لپار) د همېشنۍ اوسېدنې لپاره باغونه دي چې دوى به ورداخل کړل شي، هلته به ورته د سرور زرو باهوګان او مرغلرې واچول شي او هورې به د دوى لباس ورېښمين وي.)
الله جل جلاله هغه کسان چې آسماني کتاب يې ورته رالېږلى او د خپلو بندګانو له منځه يې انتخاب کړي، پر درېيو ډلو وېشلي دي:
١: ظالم النفسه- د ابن کثير په وينا هغه کس دى چې د ځينو واجباتو په ترسره کولو کې افراط کوي او کله ناکله محرماتو ته هم لاس اچوي.
٢: مقتصد- هغه څوک دى چې واجبات پر ځاى کوي، له محرماتو لاس اخلي، ځينې وختونه دانه-مانه مستحب کار پرېږدي او بعضې مکروهات ترسره کوي.
٣: سابق الخيرات – هغه دى چې په واجباتو او مستحباتو له عمل کولو تر څنګ له محرماتو، مکروهاتو او ځينو مباحاتو ځان ساتي.
پورتنۍ درې ډلې له دې سره د خداى جل جلاله منتخب بندګان دي چې پر ځان ظلم کوي او ځينې نيمګړتياوې لري. دوى په هغو درې ګونو مراتبو کې شاملېږي چې د جبرايل له خوا په يو مشهور حديث کې بيان شوي دي يعنې اسلام، ايمان او احسان. دغه ډلې الله تعالى سره له دې جنتيان بللي چې پر ځان ظلم کوونکي کسان هم په کې موجود دي.
په يو صحيح حديث کې ابن عباس رضى الله عنه د پورتني آيت په تفسير کې داسې وايي: هغوى د محمد صلى الله عليه وسلم امت او خداى پاک د ټولو رالېږلو کتابو وارثان ګرځولي دي، د ظالم ګناوې بخښي، له مقتصد او منځلاري سره آسانه محاسبه کوي او په نېکو کارونو کې مخکښ خلک له پوښتنې ګروېږنې پرته جنت ته اچوي.
پر ځان د ظلم کوونکي له خوا د محرماتو له ترسره کولو څخه مراد نه يوازې صغيره ګناوې او نه هم هغه کس دى چې له ټولو ګناوو يې توبه کښلې وي؛ ځکه دا دواړه موردونه د شېخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله په وينا د مقتصدانو يا سابق الخيرات په ډله کې راځي. ځکه هېڅ انسان معصوم نه دى، نو ټولو توبه ګارانو ته به د مقتصدانو يا سابق الخيرات په سترګه وکتل شي.
دغه راز که څوک له لويو ګناوو ځان وساتي، تېروتنې او کوچنۍ ګناوې به يې وبخښل شي، خداى تعالى په دې باب فرمايي:
إِن تَجْتَنِبُواْ كَبَآئِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ….
نساء: ٣١
(که تاسې له هغو لويو ګناوو څخه ځانونه وساتئ چې ځنې منع کړي شوي ياست، نو موږ به خامخا ستاسې (کوچنۍ) ګناوې دروبخښو.)
پر همدې بنسټ ويلاى شو چې ښايي (پر ځان تېرى کوونکي) کس ته د جنت زېرى هم ورکړل شوى وي، پروا نه لري که تر عذاب تېرولو او له ګناوو څخه تر پاکېدو وروسته ورواچول شي.
يو مسلمان که څه هم پر ځان تېرى کوونکى او يا مقتصد وي، بايد له کفر، فسق او ګناه څخه کرکه وکړي او په خپله شاوخوا کې پر خپرو فسادونو خوښ نه شي. د ايمان تر ټولو ټيټه درجه له منکراتو څخه په زړه کې نفرت او په باب يې غوسه کېدل دي. تر دې يوه درجه لوړ په ژبه د هغو مخنيوى او تر ټولو اوچته پوړۍ يې د لاس په وسيله له منځه وړل دي. په دې اړه يو مشهور صحيح حديث په لاندې ډول وارد شوى دى:
من راى منکم منکرا فليغيره بيده فمن لم يستطع فبلسانه فمن لم يستطيع فبقلبه و ذلک اضعف الايمان.
(که ستاسې څخه څوک يوه خلافکاري وويني بايد په لاس يې مخه ونيسي، که يې دا له وسه پوره نه وه په ژبه دې يې په مقابل کې ودرېږي او که يې د دې توان هم نه درلود په زړه کې دې کرکه ځنې وکړي، چې دا د ايمان تر ټولو ټيټه درجه ده.)
نو دا چې قلبي نفرت د ايمان تر ټولو کښته درجه ده، معنا يې دا ده چې که څوک له دې څخه هم بې برخي شي، ګواکې له ايمانه يې لاس وخوت. يو بل حديث چې مسلم له ابن مسعود رضى الله عنه څخه روايت کړى، دغه موضوع نوره هم روښانوي:
ما من نبى بعثه الله فى امة قبلى الا کان له من امته حواريون و اصحاب ياخذون بنته و يقتدون بامره ثم انه يخلف من بعدهم خلوف يقولون ما لا يفعلون و يفعلون ما لا يؤمرون فمن جاهدهم بيده فهو مؤمن و من جاهدهم بلسانه فهو مؤمن و من جاهدهم بقلبه فهو مؤمن و ليس وراء ذلک من الايمان حبةُ خردل.
(خداى پاک تر ما وړاندې هېڅ داسې پيغمبر نه دى رالېږلى چې په خپل امت کې يې داسې پيروان او ملګري نه وي لرلي چې د ده تګلار يې تعقيب کړې نه وي او د اوامرو اطاعت يې نه وي کړى. تر هغه وروسته يوه ډله راغله، هغوى هغه څه ويل چې عمل يې نه پر کاوه او داسې کارونه يې کول چې ورته امر شوي نه وو؛ چا چې له هغوى سره په لاس، ژبه او يا زړه مبارزه کوله مسلمان ګڼل کېدى او چا چې د سپېلني د دانې په اندازه ايمان نه درلود، دا کار يې نه کاوه.)
له دې حديث څخه ښکاري چې که څوک له دغو فاسقانو او زورواکانو سره په زړه مبارزه ونه کړي، يعنې له عملونو څخه يې بد نه يوسي، زړه يې يو مخ له ايمانه بې برخې دى. دلته خبره بيرته د انسان زړه ته درېږي او يوازې الله تعالى د هغه له دنننۍ نړۍ څخه خبر دى چې آيا له يوې بدۍ سره جوړ دى که نه؟ که هو، نو وجه يې فسق، ظلم او له الهي شريعت څخه د هغه انحراف دى که کوم بل څه؟ د بېلګې په توګه: يو مصلحت يې په پام کې نيولى، خپلوي ورسره لري او که يوه بله مسئله ده. پر مسلمان واجب ده چې له خلکو سره خپلې اړيکې د هغې اړتيا پر بنسټ ودروي چې هغوى يې د اسلام په باب لري.
پايله:
د هراړخيزو قاعدو، نه ماتېدونکو نصوصو او محکمو دليلونو په رڼا کې د تکفير مسئله روښانه او نژدې ټول ګوټونه يې راوسپړل شول. لنډه دا چې ويلاى شو هر عاقل انسان له دغې لويې تېروتنې او ستر خطر سره آشنا شو. له خطر څخه مې موخه هغه افراط دى چې د (تکفير) په قضيه کې زموږ له تندلارو وروڼو څخه ليدل کېږي، آن تر دې چې پر ګڼو کسانو او ټولنو په ټوليز ډول د کفر ټاپه لګوي، خو اصلاً خبره بېخې سرچپه ده او ټول نصوص او شرعي دلايل د دوى له دريځ سره په ټکر کې دي، مګر دوى له يوې څرګندې توجيې پرته تاويل ته لاس اچوي او پر داسې مواردو استدلال کوي چې د دليل نوم هډو ورکول کېداى نه شي؛ دوى له ټولو هغو مخکنيو او وروستنيو علماوو مخ اړوي چې له رايې سره يې موافق نه دي او ګومان کوي چې خپله تکړه امامان او پاخه مجتهدان دي. دغه فکري تګلار، العياذو بالله، د دوى له ځانغوښتنې، وژونکي غرور او ورانکار افراط څخه سرچينه اخيستې ده چې له خداى، وګړو او ځان څخه له ناخبرۍ پرته بله هېڅ ريښه نه شي لرلاى. الله پاک دې پر هغو کسانو رحمت وکړي چې د ځان ارزښت پېژني. په يو صحيح حديث کې راغلي دي:
ايا کُم والغُلو فانما اهلک من کان قبلکُم العُلوُ.
(له افراط او تندلارۍ څخه چې ډېر پخواني خلک يې هلاک کړل، ځانونه وساتئ.)
او په يو بل صحيح حديث کې راغلي چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم درې ځله وفرمايل: (هلک المُتنطعُون = د ژبې زخم ورکوونکي هلاک شول!)
له دې هر څه سره-سره زه نه غواړم هغه څا ته ځان واچوم چې دغه تندلاري وروڼه په کې لوېدلي او د دوى غوندې يې تکفير کړم. ځکه په احاديثو کې راغلي چې که څوک پر يو مسلمان د کفر ټاپه ووهي په حقيقت کې خپله هغه کافر شوى دى، دغه حديثونه د تاويل لپاره هېڅ ځاى نه پرېږدي او که دې کار ته دوى لاس وغځوي، بايد مردود وګڼل شي.
همدا وجه وه چې صالح سلف د خوارجو د تکفير پر سر له دې سره-سره اختلاف درلود چې په غندنه کې يې صحيح نبوي احاديث موجود دي او له حضرت اميرالمؤمنين علي ابن ابيطالب رضى الله عنه څخه روايت دى چې پر ياده ډله يې د کفر ټاپه نه وهله، هېڅکله يې په مقابل کې توره نه پورته کوله او چې د تکفير په هکله به يې پوښتنه ځنې وشوه، وبه يې فرمايل: دوى له کفر څخه تېښته کړې ده.
نو زه هم ټينګار کوم چې د کفر ټاپه وهونکي له دې سره (زموږ وروڼه) بلل کېږي چې افراط يې کړى او له سم فکري تګلوري او رښتينې لارې څخه اوښتي دي. که تندلاري وروڼه زما پورتنۍ څرګندونې په غور او ځير مطالعه کړي په ډېر ډاډ سره ويلاى شم چې زياته برخه به يې د هغه اخلاص او انصاف له مخې راسره همنظره شي او د تکفير په باب به خپل نظر بدل کړي چې د حق په لټون کې يې لري او له دې کاره به يې هېڅ ډول تعصب، د سيالانو پېغورونه او د مشرانو او رييسانو تهديد راونه ګرځوي، ځکه ښايي هغوى يې په دې پلمه ورټي، د کفر ټاپه پر ووهي او د قتل فتوا يې ورکړي چې د دوى له رايو سره مخالف شوي او دين يې اړولى دى.
پر دې پوخ باور لرم چې د دغو افراطيانو په منځ کې داسې پاکزړي ځوانان هم شته چې يوازېنى هدف يې د خداى رضا، آخرت او د اسلام برياليتوب دى، خو له بده مرغه له آر اسلامي فرهنګ او ژورې ديني فقهې ناخبره دي او په پايله کې يې يو افراطي تفکر له اسلامي پوهې او زده کړې څخه تشو زړونو ته لار کړې ده! دغه راز په دې هم پوهېږم چې يو شمېر ځوانان په حق تر پوهېدو وروسته ګواښونو او تمو ته له پام پرته سملاسې د رښتيا خوا ته را اوښتي او ډېرى يې له عملي يرغل سره مخ شوي دي، مګر پر دې برسېره يې هم خپله زغم کړى او هم يې نور صبر کولو ته رابللي دي!
په دې مې هم سر خلاص دى چې دا پديده د هغو اصيلو، پخو او لارښوونيزو اسلامي خوځښتونو له نشتوالي څخه رازېږېدلې چې په ښکاره او د خلکو په مخ کې بايد ترسره شي، خو اوس يې په غارو سرونه ننه ايستلي او له رڼا څخه ليرې په تياره کې يې عمل کړى دى! مګر کله چې د دعوت نړيوال لمر پر بشپړ شوي او پرمختللي اسلام وځلېږي، رڼا يې افقونه وروځلوي او د اسلام ږغ له ډار پرته ازانګې وکړي، نور به افراطيونو ته هم د پټېدو ځاى پاتې نه شي.
پاى