کور / تازه خبرونه / کندهار : يو قومي مشر او د سيميزي شورا غړى ووژل سو

کندهار : يو قومي مشر او د سيميزي شورا غړى ووژل سو

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي نن سهار شاوخوا نهه بجې د سپن بولدک ولسوالۍ بازار ته څېرمه د دې ولسوالۍ يو تن قومي مشر او د سميزي شورا غړى حاجي زکريا خان د يوه ماين په چاودنه کي ووژل سو. په خبرپاڼه کي راغلي چي د قومي مشر سره په ياده چاودنه کي د هغه دوه تنه ملګري ژوبل سوي هم دي او حالت يې د ډاډ وړ دئ .
د يادوني وړ ده چي تېره ورځ سهار اته بجې د تخته پل د شورا يو سيميز غړى محبوب خان هم په داسي حال کي چي د يوه کارېز د کار څخه يې ليدنه کوله د ناپېژاندو وسلوالو له لوري ووژل سو .