په غزني ولايت کي نن سهار د ماين په يوه چاودنه کي دوه تنه ماشومان ووژل سول او اته نور ژوبل سول . د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ کشفي مرستيال غني خان ياده پېښه تائيدوي او وايي چي چاودنه نن سهار شاوخوا اووه نيمي بجې د دويمي حوزې په اړوند سيمه کي رامنځ ته سوه چي په پايله کي دوه ماشومان ووژل سول او د يوه پوليس په ګډون شپږ نور ژوبل سول .
د سيمي خلک وايي چي چاودنه د يوه موټر سيکل په وسيله چي چاودېدونکي توکي پکښي ځاى پر ځاى سوي ول او د ريموټ کنټرول په وسيله کنټولېدئ هغه مهال رامنځ ته سوه چي کله د سيمي څخه د پوليسو يو رېنجر موټر د تېرېدو په حال کي ؤ .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر دې دمه کومي ډلي څه نه دي ويلي .