کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دخصوصي امنیتي شرکتو د لغوه کولو په هکله د ولسمشر فیصله

دخصوصي امنیتي شرکتو د لغوه کولو په هکله د ولسمشر فیصله

خصوصي امنیتي کمپنیانی دخصوصي سکتوردنوروبرخوپه ډول رامنځ ته سوي، خصوصي سکتورپه ډ یرسرعت سره رامنځ ته سو ،چه په زیاتو مواردو کي دخدماتو اوتولیداتو قیمتونه ډیر لوړسوه او عوام ددی لوړو قیمتونو قرباني سوه اوداپروسه دوام لری ،حکومت خصوصي سکتور خپل سرته پریښوی چه زړه يي غواړی نرخونه ټاکي ،اوپه کښته کیفیت تولیدات اوخدمات وړاندی کوی ،دحکومت لخوا دستندرد اونورم دعملي کولو کومه پابندي نه سته اوحکومت دځان دخلاصولو لپاره وايي چه دا ازاد بازاردی قیمتونه درقابت په نتیجه کي خپله رالویږي ،حال داچه دلته هم فساد خپلی ریښي ځغلولي دي ،دحکومت لخوا هیڅ کنترول نه سته ،ښه مثال يي نفتی مواد دي چه په نړیواله سطح قیمتونه رالویږي خوپه افغانستان کی هم هغه لوړ قیمتونه دي همداسی په ساختماني چاروکي کیفیت ډیر ټیټ دی ښه مثال يي سړکان ،دښوونځي اوروغتونونو تعمیرات دي ،مثلا دزابل ولایتي روغتون چه څلورپنځه کاله دمخه دولسمشرلخوا پرانستل سو. اوس داروغتون شکست اودرزونه کړي دی اوتعمیر یی کښینستلۍ دی اودروغتون کارکوونکي وپخواني تعمیرته بیرته نقل سوی دی، نه پوهیږم چه دحکومت اودعامي روغتیا وزارت څه اقدام کړی دی ؟

راځواصلي موضوع ته دشخصي امنیتي کمپنیو په هکله ، لومړی داباید معلومه سی چه داکمپنياني څه ډول رامنځ ته سوي ، حکومت اوپارلمان په دي هکله دواړه سخت ملامت اوپړ دي چه داډول کمپنیو ته يي قانوني شکل ورکړ اودبیچاره ملت کړاونه یی نورهم زیات کړه . او اوس چه داکمپنیانی وسعت پیداکړ او ترپوزي مسلح سوه او دیو موازی قدرت په ډول رامیدان 

ته سوی نو حکومت وارخطا سو اوغالمغال يي جوړکړ چه دټول فساداوبي امنیتۍ ریښی دا خصوصي کمپني دي ، دبي امنیتۍ او ترور لامل دوی جوړوي اوداباید دمنځه ولاړسي ، موږ عجیب خلګ یو پخپله مو رامنځ ته کړه اواوس وايو نه داباید نه وي ،حال داچه داموباید په اول کي دافکرکړی وای ، او په تلوار تلوار مو دداسی خطرناکو کمپنیو رامنځ ته کیده نه وای تصویب کړي . متاسفانه موږ افغانان هغه کارچه لومړی یی باید وکړو هغه موږ په اخیرکي کوو او هغه کارچه اخیر یی باید وکړو هغه موږ اول کوو اووروسته بیا ویش او اخ کوو . داحساساتو په رڼاکي فیصلی کوو خوسوچ اوفکر وروسته پري کوو.

داخویوواقعیت دی چه داکمپنیاني په موجوده نا امنه حالت کي یولوی خطردی ،دیوی خوا امنیت ته لوی تهدید دی او بلی خوا ته دمخدره موادو په کاروبارکي به هم لاس لری ، اوداکمپنیاني دتوپک سالاری یو پرمخ تللۍ ډول دی چه حکومت هغه ته چوکات جوړ کړ اوقانوني رنګ يي ورکړ  . داسي کمپنیاني به هرومرو په نورو ملکو کي وي خو هلته قوي حکومتونه او قوي فوځونه هم سته چه ددغسي کمپنیو کنترول او مراقبت ورته ډیر اسانه دی ،دلته خوحکومت ډیر ضعیف دی ،په ناامنو ولایاتو کي په ولسوالیو عام اوتام کنترول نه لري ،دلویولارو امنیت نه دی تامین او فعال جنګونه روان دي فوځ مو دتشکیل په حال کي دی او امنیتي قوتونه مو هم کافي نه دي نوپه دغسی حالاتو کي دشخصی امنیتي کمپنیو موجودیت واقعا لوی ګواښ دی . داخصوصي امنیتي کمپنیانی داخلي اوخارجي دي چه بعٍضي  يي ډیري ځواکمني او قوی دي او دحکومتي ځواکونو سره په موازي ډول کارکوي او ډیرښه امکانات او  قوي مالي بنیه لري داپه یوه فرمان دمنځه نه سي تللای ، ولسمشر باید داډول تصمیم ډیر پخوا نیولی وای چه دغه کمپنیاني ډیري ځواني وي او دجوړیدو په حال کي وي ،اوس څه ناوخته سوی دی .

ددي کمپنیوسره دخارجي قوتونو حمایت او ملاتړ هم ورسره دی ، بهتره به دا وي چه په لومړي پړاو کي  ددوی لپاره شرایط سخت سي، زیات کنترول ا ومراقبت پری ولګیږي ،ددوی څخه مالي تضمین واخیستل سي او ټکس هم پر ولګیږي ،او دپایتخت څخه باید ژرترژره وایستل سي اوداسی بد یل پیداسي چه ددوی  موجودیت ته اړتیا پیدا نه سي اوددوي فعالیتونه محدود سي اودوی په کراره کراره دي ته مجبوره سي چه پخپله داکمپني پريږدي  او یا دحکومت لخوا منحل سي .