ګرانو دوستانو ، هیله ده چی د پند او عبرت تیري شپږ قصې ګټوري واقع سوي وی ، او دا هم د اوومی روژې لپاره اوومه ډالۍ چی د بې پروا او ګمراه ځوانانو د عقیدوی انحطاط په هکله ده [ ن . صمد ]
د نن ګمراه ځوانان :
د يو متدين کهول څخه يو ځوان مسلمان په کوم لوېديځ هيواد کي تر عالي زده کړو وروسته بيرته خپل هيواد ته ستون سو. د ده باطني سترګي نوري نو ړندې سوي وې او د قرآنکريم او عبادت پخوانۍ مينه او مکلفيت يې په لوېديځ کي غورځولی و.
والدينو او مشرانو يې عبادت او الهي اتصال ته هڅاوه، څو چي يوه ورځ يې په ډېره بې پروايي سره هغوی ته وويل، چي: تاسو ما ته سم قناعت نه سئ راکولای، لطفاً يو پوه ديني عالِم او مفکر راوغواړئ چي زما سره استدلال وکړي. که هغه قناعت راکړ نو زه به بيرته د پخوا غوندي خپل عبادت کوم او ديني مکلفيت به مراعاتوم، خو که يې قانع نه کړای سوم نو جداً نور پر ما دغه ټينګار مه کوئ.
والدينو او مشرانو يې يو نسبتاً پېژندل سوی عالِم راوباله او د دې مشکل د هواري هيله يې ورڅخه وکړه. عالم راغی او د ځوان سره يې تر خورا مؤدبانه او حليمانه رويې وروسته په وعظ او نصيحت پيل وکړ. دا مهال ځوان د هغه خبري غوڅي کړې او ورته ويې ويل، چي ډېر بيان ته ضرورت نسته بلکي ما ته صرف د درو پوښتنو ځواب راکړه او بس. عالم په ډېره نرمۍ سره ورته وويل، چي مهرباني وکړه، که مي ستا پوښتني ځوابولای سوای خو ښه، که نه مهلت به درڅخه وغواړم.
ځوان ورته وويل چي لومړۍ پوښتنه مي دا ده چي قرآنکريم د هغه الله صفات او تاثيرات بيانوي چي هيڅ ډول فزيکي او روحياتي شتون يې ثابت نه دئ (نعوذباالله). نو که الله په رښتيا هم په هر څه کي دخيل دئ، آيا ته کولای سې چي د هغه بڼه يا کړه وړه يا ډول (shape) علماً راته ثابت کړې؟
عالم ورته وويل، چي ډېر ښه! دوهمه پوښتنه دي مطرح کړه.
ځوان ورته وويل چي ازل يا قسمت يا قدر يا تقدير (fate) څه شي دئ؟ ځکه هر څوک پخپل حد او توان کي هر څه کولای سي. په دې کي د قسمت يا ازل څه رول شته دئ؟
عالم ورته وويل، چي ډېر ښه! لطفاً درېيمه پوښتنه هم وکړه.
ځوان وويل چي که د قرآنکريم له مخي شيطان د اور څخه پيدا سوی دئ، نو ولي به په قيامت کي همدې اور ته اچول کېږي تر څو هلته وسوځي؟ يو اور بل اور څنګه محوه کولای سي؟ آیا قرآن دغي باريکۍ ته متوجه نه و؟ (نعوذباالله)
عالِم ورته وويل چي سوالونه دي خلاص سول او ځواب يې درکړم؟
ځوان ورته وويل: که يې راکولای سې نو شروع يې کړه.
دا مهال ناڅاپه عالِم دغه ځوان ته پر مخ ډېره سخته څپېړه ورکړه، چي د هغه پر سترګو توره شپه سوه او مخ يې په اصطلاح تک شين او له درده وپړسېد.
ځوان په داسي حال کي چي لاس يې پر مخ نيولی و، په طعنه او ملنډو سره ورته وويل، چي زما پوښتني دي نه سوای ځوابولای، نو ولي په قهر سوې او ولي دي ووهلم؟
خو عالم په سړه سينه ورته وويل، چي: يا، په غصه نه يم بلکي په همدې يوه چپلاخه (څپېړه) مي ستا د درو واړو پوښتنو ځواب درکړ.
ځوان هک پک سو او ورته ويې ويل، چي: زه پوه نه سوم، څنګه ځواب؟
عالم ورته وويل، چي په څپېړه مي ووهلې نو څه احساسوې؟
ځوان ورته وويل، چي: درد احساسوم او مخ مي ډېر سخت خوږېږي.
عالم ورته وويل چي آيا دا راته ويلای سې چي دغه (درد) شتون لري؟
ځوان وويل، چي: هو! بالکل.
عالم ورته وويل، چي: آيا کولای سې د دې درد بڼه يا شکل راوښيې؟
ځوان ورته وويل، چي: سخت درد احساسوم خو څېره يا ډول يې نه سم در ښودلای.
دا مهال عالم په ډېر نرمښت سره ورته وويل، چي: همدا ستا د لومړنۍ پوښتني ځواب دئ. موږ ټول د الله تعالی شتون احساسوو بېله دې چي د هغه ذات ډول يا جوله وليدلای سو.
ده زياته کړه، چي د تېري شپې په باره کي دا راته ووايه چي آيا تا کوم خوب ليدلی و، چي زه به دي نن دغسي مضبوطه څپېړه وهم؟
ځوان وويل، چي يا قطعاً نه.
دا مهال عالم په پوره حوصله سره ورته وويل، چي همدې ته قدر يا تقدير وايي چي هر څه د انسان له طاقت يا خبرتيا نه پرته د الله تعالی په اراده سره کېږي او دا ستا د دوهمي پوښتني ځواب دئ.
عالم زياته کړه، چي آيا ته پوهېږې چي زما دغه لاس چي ته يې پر مخ سخت ووهلې د څه شي څخه جوړ سوی دئ؟
ځوان ورته وويل، چي: دا د غوښو څخه جوړ سوی دئ.
عالم وويل چي آيا ستا مخ چي په څپېړه ووهل سو د څه شي څخه جوړ سوی دي؟
ځوان ورته وويل چي هغه هم د غوښو څخه جوړ سوی دئ.
عالم ورته وويل چي کله ما په څپېړه ووهلې نو څه شي دي احساس کړ؟
ځوان ورته وويل چي شديد درد مي احساس کړ.
دا مهال عالم په مؤدبانه ډول ورته وويل، چي بس همدا ستا د درېيم سوال ځواب دئ. که څه هم شيطان د اور څخه پيدا سوی دئ او بيرته به د دوږخ اور ته اچول کېږي، يعني يو اور به د بل اور سره يو ځای کېږي او هغه اور به دغه اور په عذاب او درد اخته کوي، همداسي زما غوښن لاس ستا غوښن مخ هم کټ مټ پر درد راوست.
د دې لنډي مرکې، مناقشې او مفاهمې څخه ډېر ژر وروسته ځوان د قرآنکريم او اسلام رښتيانی خادم او اصلي مؤمن سو.
هو! الله تعالی هغه بې باکانو، شکاکانو، سرکښانو، انتقاديانو، ګمراهانو، منافقانو او کافرانو ته خبرداری ورکوي، چي که تاسو دومره ځانو ته پوه واياست او د مادي نعمتونو يا دنيوي دريځونو او امتيازونو په هوس کي ډوب ياست او خپل اصلي مسئوليت او رسالت مو پرې ايښی دئ نو د دې قرآن فقط يو سورت خو راوړئ (يونس: ۳۸).