په زابل ولايت کي په يوه ترافيکي پېښه کي ١٣ تنه ژوبل سول . نوموړې ترافيکي پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې د يوه ٣٠٣ ډوله موټر چي د کابل څخه د کندهار پر لور روان ؤ د چپه کېدو له امله رامنځ ته سوې ده چي په پايله کي يې ياد کسان ژوبل سوي دي . د زابل ولايت د والي وياند محمد جان رسوليار ياده ترافيکي پېښه تائيدوي او د ترافيکي پيښي د رامنځ ته کېدو لامل د موټر ډېر سرعت ښيي . نوموړى وايي چي چپه سوى بس د لوى احمدشاه بابا د کمپنۍ دئ او د ښار صفا په سيمه کي چپه سوى . نوموړي همدا ډول وويل چي په ژوبل سوو کسانو کي د څلورو کسانو حالت د نازک ؤ چي د در ملني په موخه يې د کندهار ولايت ميروېس روغتون ته استولي دي .
د يادوني وړ ده چي دا لومړى ځل نه دئ چي پر دې لار ترافيکي پېښه رامنځ ته کيږي بلکي تر دې لږه موده مخکي هم پر همدې لار د يوه موټر د چپه کېدو له امله ٤٧ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه .