کور / تازه خبرونه / ٢٠٥ اتل قول اردو د ١٠ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ

٢٠٥ اتل قول اردو د ١٠ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ

د ٢٠٥ اتل قول اردو په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي د لسو تنو وسلوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ور کړ ل سو . نوموړې خبرپاڼه ليکي چي ياد کسان يې په کندهار او زابل ولايتونو کي تېره ورځ د ملي اردو د سرتيرو سره د يوې نښته په پايله کي وژلي . په خبرپاڼه کي راغلي چي په يادو ولايتونو کي طالبانو د ملي اردو پر سرتيرو بريد وکړ چي وروسته د هوايي ځواک څخه کار واخستل سو چي د هوايي بريد په پايله کي ياد کسان ووژل سول .
ديادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري طالبانو څه نه دي ويلي .