اکثره کابل چاپ ورځپاڼو په افغانستان کي د شخصي امنيتي کمپينو د تړلو په اړه مطالب او سرمقاله خپاره کړي دي، دغو ورځپانو د ولسمشر کرزي د دې اقدام د هرکلي تر څنګ نيوکي هم کړي، چي ولسمشر بايد څو کاله وړاندې دغه اقدام کړى واي.
ويسا:
ويسا ورځپاڼي د خپلي نننۍ ګڼې په سرمقاله کي د شخصي امنيتي کمپنيو د تړلو په اړه د جمهور رئېس په وروستۍ پرېکړه تبصره کړې. ويسا ليکلي چي په دې اړه د جمهور رئېس دريځ اصولي، خو بې وخته دئ او بايد چي دغه ګام څو کاله مخکي اخيستل سوى واى.
د سرمقاله د ليکوال په باور شخصي امنيتي شرکتونو په افغانستان کي د ملي اردو او پوليسو د وړتيا او پرمختګ لار ډپ کړې ده.
ويسا په يوه بل مطلب کي د افغانستان د جګړې په اړه د ويکي ليکس په نوم د يوې ويبپاڼي د خوا د زرګونو پټو اسنادو د رابرسېره کېدو موضوع څېړلې ده. په مطلب کي راغلي، چي د دغو پټو اسنادو په ډاګه کېدو سره داسي تمه پيدا سوې وه، چي نړيواله ټولنه به په افغانستان کي خپلي ستراتيژۍ ته بدلون ورکړي، خو تر اوسه پورې داسې څه نه دي سوي .
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼي هم د خپلي نننۍ ګڼې په سرمقاله کي په افغانستان کي د شخصي امنيتي کمپنيو لغوه کول يو پر ځاي ګام بللى. د سرمقالې د ليکوال په باور د شخصي امنيتي کمپنيو په له منځه تلو سره به د افغانستان د ملي امنيتي ځواکونو پياوړي کېدو ته پاملرنه زياته سي.
هېواد په يوه بل مطلب کي د امريکا د دفاع د وزير څرګندوني راخيستي، چي ويلي يې دي، په راتلونکي پسرلي کي به افغان ځواکونو ته د امنيت سپارلو بهير پيل سي.
اراده:
ارادې ورځپاڼي ليکلي دي چي په افغاسنتان کي د پاته کېدو او نه پاته کېدو په اړه امريکايي چارواکي اختلاف لري.
ورځپاڼي په دې برخه کي په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو د عمومي قومندان ډېويډ پټرويس خبرو ته اشاره کړې، چي ويلي يې وه، د ۲۰۱۱ کال په جولاى مياشته کي له افغانستان څخه د ځواکونو د ويستلو مهال ويش ته مقيد نه دئ، خو د نوموړي دغه څرګندونې سمدستي د سپينې ماڼۍ او پنټاګون له خوا رد سوې.
ارادې ورځپاڼي هم په خپلي سرمقاله کي په افغانستان کي د شخصي امنيتي کمپنيو د لغوه کولو په پرېکړه تبصره کړې او ليکلي يې دي، چي افغان دولت ولې دا دونه کلونه دغو کمپنيو ته چي په ناامنيو کي لاس لري، د فعاليت اجازه ورکړې وه.
په سرمقاله کي همداراز راغلي، تراوسه څرګنده نه ده چي افغان دولت به په جدي توګه د شخصي امنيتي کمپنيو د له منځه وړلو پريکړه عملي کړاى سي او که يا د ډيرو نورو پرېکړو په شان به بې نتيجې او سمبوليکه پاته سي.
راه نجات:
راه نجات ورځپاڼي د خپلي نننۍ ګڼې سرمقاله په افغانستان کي د ملکي تلفاتو د ډېرېدو په اړه کښلې ده. په سرمقاله کي راغلي، د ملکي تلفاتو په مخنيوي کي د جګړې دواړه خواوې وسلوال طالبان او هم نړيوال ځواکونه بې غوري کوي.
په سرمقاله کي راغلي، طالبان اکثره له ځان وژونکو حملو او چاودنو کار اخلي او په دغو بريدونو کي د بهرنيو ځواکونو په پرتله ملکي خلکو ته ډېره مرګ ژوبله اوړي.
راه نجات ليکلي، چي نړيوال ځواکونه هم کله کله په يوه کلي کي د څو تنو طالبانو لپاره ټول کلى نښه ګرځوي او په پايله کي يې ملکي خلکو ته درنه مرګ ژوبله اړوي.
ورځپاني ليکلي چي د دواړو په منځ افغان دولت هم بې کفايته پاته دئ او د خپلو اتباعو د مرګ ژوبلي د مخنيوي دپاره جدي اقدامات نه کوي .