د ټاکنو د شکايتونو د اورېدلو د کمېسيون وياند ښاغلي احمد ضياء رفعت وايي چي د ولسي جرګې د څلورو نورو کانديدانو نومونه يې د کانديداتورۍ د ليست څخه ايستلي دي . نوموړي وويل چي دغه څلور کسان چي يو يې سيد آقا ، دويم يې انجنېر سيد مظفرالدين ، دريم يې حاجي صداقت زاهد او څلورم يې تاجور خان دئ . نوموړي د دې نوماندانو د ليست څخه د نومونو ايستل د خپلو اوسنيو دندو څخه نه استعفاء په ګوټه کړه .
د يادوني وړ ده چي د ولسي جرګې د ٢٤٩ چوکيو دپاره ٢٥٥٠ تنو خپل نومونه د انتخاباتو د کمېسيون سره ثبت کړي دي .