د افغان ولسمشر حامد کرزي وياند وحيد عمر کابل کي خبريالانو ته په يوه خبري ناسته کي وويل چي شخصي امنيتي کمپنۍ به لغوه کړو . نوموړى وويل چي دا کار د افغان ولسمشر د يوه فرمان له مخي ترسره کوي چي په راتلونکو څلور مياشتو کي به پلى او بشپړ سي . نوموړى همدا ډول وويل چي دا کار به د يوې پروسې د مخي پر مخ وړل کيږي چي مسئوليت او بڼه به يې وروسته د ولسمشر په فرمان کي روښانه سي .