کور / تازه خبرونه / کندهار : د ولسوالۍ د شورا غړى ووژل سو

کندهار : د ولسوالۍ د شورا غړى ووژل سو

د کندهار ولايت څخه په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي ناپېژاندو وسلوالو نن سهار شاوخوا اته بجې د تخته پل ولسوالۍ د شورا يو غړى وژلى . په خبرپاڼه کي راغلي چي د شورا دغه غړى چي محبوب نومېدئ په داسي حال کي وژل سوى چي د تخته پل بازار ته څېرمه يې د يوه کارېز د کار څخه ليدنه کوله چي دوو کسانو ورباندي بريد وکړ او ويې واژه .
په خبرپاڼه کي راغلي چي د پيښي سره د تړاو په تور يې تر اوسه څوک نه دي نيولي خو په اړه يې پلټني پيل کړي . همدا ډول په خبرپاڼه کي راغلي چي دکندهار ښار په پنځمه ناحيه کي شاوخوا لس بجې په يوه بايسکل کي د څاى پر ځاى سوو چاودېدونکو توکو له امله چاودنه رامنځ ته سوې چي د خبرپاڼي په حواله ځاني او مالي زيان يې نه دئ اړولى .