کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / نړيوال ځواك پښتونولۍ ته په ګونډو شو

نړيوال ځواك پښتونولۍ ته په ګونډو شو

له رسنو يو مو وارېدل چې د ۱۳۸۹ كال د چنګاښ په څرويشتمه نېټه په سويل ختيځ زون كې د بهرنيو ځواكونو يوه ډله د پكتيا ولايت د مرستيال والي او د يو شمېر دولتي ادارو د رئيسانو په ملتيا د جاني خيلو ولسوالۍ ته سفر درلود او هلته يې د هغو كورنيو سره د زړه خواله وكړه كو مو چې د همدغې مياشتې په اته لسمه نېټه د ناټو ځواكونو له خوا په توغول شويو مېزايلو كې د كورنۍ غړي له لاسه وركړي او يا ټپيان شوي وو .

د رپوټ په اورېدو او تصويرونو له ليدو مې د سترګو په وړاندې د يو نوي اوله فكر وتلى بدلون ( نقلاب) څپه له سترګو يوې او بلې خواته شوه او په وجود كې مې يولړ ټكان محسوس كړ او يو نامعلوم احساس دې ته و هڅولم چې د موضوع اهميت او نوي والي ته ځير شم .

په ريښتياچې د رسنيو دا رپوټ او د بهرنوځواكونو او د پكتيا ولايتي چارواكو داسفر د نورو رپوټونو او نورو سفرونو سره ډېر توپير درلود ، ځكه :

په رپوټ كې د ننواتي كلمه او په تصوير كې د نړيوال ځواك د يوې ډلې له خوا د ننواتې ګډانو وړاندې كول د افغانستان په معاصر تاريخ كې بې سارې كړنه ده !


دموضوع اساس والى په دې كې دى چې د پكتياولايت د جاني خيلو ولسوالۍ وروستۍ پېښې ته ورته پېښې په پكتيا او د هېواد په نورو ختيځو ، لوېديځو ، شمالي او سويلي ولايتونو كې ډېرې تر سترګو شوي ، چې د جاني خيلو ولسوالۍ په پرتله پكې ملكي مرګ ژوربله په مراتبو زياته وه ، خو دخلكو ، دولت اونړيوالې ټولنې دغوښتنې سره سره يې زيانمنو شويو كورنيو ته په ننواتي خو څه چې حتٰى بښنه يې هم نه ده غوښتې او كه په ځينو مواردو كې يې غوښتې هم ده نو يو لړ تمسخر او په داسې حال كې غوښتې چې پر شونډو به يې موسكا خوره وه .


خو داځل بهرنيو ځواكونو نه يوازې بخښنه غوښتې بلكې د يووېشت پسونو ( ګډانو) سره يو ځاى دپكتياولايت لرى پرتې غرنى ولسوالۍ كې پرتو بې وزله ،خو غيرتير قوم (منګلو)ته ورغلل او د خپلې تېروتنې په منلو او دبيا نه تكرار د ډاډ په وركولو سره يې د شهيدانو اوټپيانو كورنيو او غړو په وړاندې خپل مغرور سرونه ښكته كړل .

ټولوته به معلومه وي چې ننواتى د افغانانو او په تېره بيا پښتنو او په ځانګړې توګه سويلي ولايتونو په خلكو او قومونوكې يو لرغونى دود دى چې له امله يې ډېرى لويې لويې تېروتنې ، وژنې او ډول ډول جنايتونو عاملين بخښل شوي .

خو د افغانانو په منځ كې ډېر كم داسې كيږي چې زوروردې كمزوري ته ننواتې ورولي .

ننواتي وروستونكي د ځينو فرهنګ پوهانو له خوا داسې تعبيرشوي :

هغه څوك چې د يو جرم چې كه قصدي وي او كه سهواً لامل وګرځي اود بخښنې له پاره مقابل لوري ته د پسونو په وروستلو سره داسې تعبيروي چې :

كله ما دا ناوړه عمل ترسره كاوه زه په ځان ونه پوهېدم عيناً لكه دغه حيوان ( پسه) په څېروم ، شعورمې له لاسه وركړى وو ، هر څه چې مې كړي پرې پښېمانه يم او خپل هغه ناوړه كړه وړه د دغه څاروي په وجودكې درته راوړى ، دا پسه واخله وې وژنه هلال يې كړه او ما له جنجال او حيوانيت څخه خلاص كړه .

كله چې زانمن شوى كس پسه د مجرم له لاسه واخلي اوذبح يې كړي مانايې دا شي چې ،هغه حيوان زه او يا زما كورنۍ يې له درد او غم سره مخ كړې وه هغه مې وواژه ته نور مجرم او حيوان نه بلكې انسان يي !

او كه چېرې زيانمن كس ننواتې ونه مني او وروستل شوى پسه د مجرم له لاسه وا نه خلي او دچا خبره مسترد يې كړي ، نوما نا يې داشي چې : نه يې منم ، زه هغه څوك ښه يېژنم كوم چې يې ماته زيان اړولى زه مې خپل بدل له هماغه كس څخه اخلم .

راځو اصلي كوضوع ته، دلته د يو زبر ځواك له خوا يو غريب او ناتوانه قوم ته په ننواتې ورتلل ښايي ډېر سياسي اړخونه ولري خو زه يې يو اړخ يو څه واصح كووم ، هغه دا چې :

ښايي بهرنيان د افغانانو له دغه دود او دستور ( ننواتې ) اصلي مفهوم څخه لكه څرنګه چې په پورته توګه يو څه روښانه شو ،واقف نه وي ، يوازې د كوم چاله خوا به دومره ورته ويل شوي ي چې په دغو خلكو كې يو دستور دا هم دى چې (( سل ترې ووژنه خو يو د څلورو او پنځو زرو افغانيو ګډ وروله بښنه درته كوي )) ، او دى به هم له ځان سره ويلي وي چې درې درې ګډان به ورولو ، چې همداسې يې وكړل او د هر وژل شوي كورنۍ ته يې دري دري ګډان او يو څه نقدې پيسۍ او يو څه خوراكي توكي وركړل .

او كه چېرې ًبهرنيان سره له دې چې د افغانانو د دغه دود اودستور سره بلد او په هكله يې پوره معلومات هم درلودلي وي او له دغه اكر څخه يې موخه داوي چې نړيوال او په ځانګړې توګه افغانانو ته دا وښيي چې : موږ سره له دې چې دنړۍ پرمخ ترټولو ځواكمن يو، خوستاسو دود او دستور ته په احترام قايل يو ، او داسې و انګيري چې كابو اته كاله يې د بې ګناه افغانانو د وژلو په وړاندې يو ازې د sorry په دويلو وخت تېركړ او اوس د هر انسان د وژلو په بدل كې يو ګډ كافي دى ، نو دا د دوى لويه تېر وتنه ده .

افغانان د چا دګډانو او پيسو وږي نه دي ، كه دغو بهرنيانو د جاني خيلو منګلو غيور قوم ته د ناپوه او نادان قوم ګمان وكړي دا به يې لويه تېروتنه وي ، ځكه :

د بهرنيانو له خوا بې وزله قوم ته په ننواتي ورتلل په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو له خوا پر خپلې ماتې اعتراف مانا لري ، او د افغانانو له پاره د غه كړنه د يوې لويې بريا زېرى دى … .