کور / تازه خبرونه / ناټو : د طالبانو د يوه قوماندان د وژلو خبر ورکړ

ناټو : د طالبانو د يوه قوماندان د وژلو خبر ورکړ

د ناټو ځواکونو په يوې مطبوعاتي اعلاميه کي راغلي چي تېره ورځ يې په کندز ولايت د يوه هوايي بريد په پايله کي د طالبانو يو قوماندان او د القاعده شبکې د يوې ډلي مشر وژلى . په خبرپاڼه کي د نوموړي قوماندان نوم ابوباکر ښودل سوى او نوموړى د څلورو ځانوژونکو بريدګرو په ساتنه تورن سوى هم دئ .
په نوموړې اعلاميه کي د يو شمېر نورو وسلوالو د ژوبل کېدو خبر هم ورکړل سوى دئ .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري کومي وسلوالي ډلي څه نه دي ويلي .