په ميدان وردګو ولايت کي د اسلامي حزب د يوه سرګروپ د وژل کېدو خبر ورکړل سو . نوموړى سرګروپ تېره ورځ مازديګر مهال د ناپېژاندو وسلوالو له لوري وژل سوى . د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد د ياد کس وژل تائيدوي او وايي چي ياده پېښه د نرخ ولسوالۍ په کريمدادو سيمه کي رامنځ ته سوې ده . نوموړى همدا ډول وويل چي وژل سوى کس فقير نومېده چي د اسلامي حزب د وسلوالي ډلي سره يې تړاو درلود او د هغوى سره په فعاليتونو کي بوخت ؤ .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري اسلامي حزب څه نه دي ويلي .