د هرات ولايت امنيتي چارواکي وايي چي شپږ کړۍ ماينونه يې کشف کړي او له منځه وړي دي . نوموړي ځواکونه وايي چي ياد سوي ماينونه يې د هرات او دلارام تر منځ پر غزېدلې لار د سړک په غاړه او پلچکونه لاندي چي د حکومت د مخالفينو له لوري د لخشک په سيمه کي ځاى پر ځاى سوي ول تېره شپه کشف او له منځه وړي دي . د دې ولايت د ساحوي زون وياند عبدالروف احمدي د يادو ماينونه کشفول او له منځه وړل تائېدوي او وايي چي ياد کړۍ ماينونه د هرات او دلارام پر لار چي امنيتي ځواکونه هم ډېر وخت ورباندي تګ راتګ کوي ځاى پر ځاى سوي ول چي د دوى د پوليسو له لوري د ملکي وګړو په مرسته يې کشف او له منځه وړي دي .