د ناټو ځواکونو په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کي ښايي د دوى په هوايي بريد کي ينځه تنه ملکي وګړي وژل سوي وي . په نوموړې خبرپاڼه کي راغلي چي ياد کسان هغه وخت ووژل سول چي کله د دې سيمي څخه پر دوى باندي د طالبانو له لوري بريد وسو کله چي دوى د هوايي ځواک څخه مرسته وغوښتنه کېداى سي چي په دې هوايي بريد کي ياد بې ګناه کسان وژل سوي وي . په خبر پاڼه کي راغلي چي د دوى هدف د ملکي وګړو ساتل دي نه د هغو وژل خو په دې بريد کي پاته راغلي دي .