ټولو به اوريدلي وي چې څو ورځې دمخه د بدخشان په ولايت کې د IAM د مؤسسې لس تنه کار کوونکي ووژل شول.
طالبانو او حزب اسلامي د هغوى د وژلو مسئوليت په غاړه واخيست او طالبانو وويل نوموړي کسان د نيولو پر مهال د تيښتې له امله ووژل شول او وروسته ترينه د جاسوسۍ سامان الات او دعيسويت د خپرولو پاڼې او کتابونه تر لاسه شول.
د دې پيښې څخه وروسته په دنيا کې يو ځل بيا شور جوړ شو امريکا ، ملګرو ملتونو او حتي واتيکان دغه پيښه په کلکه سره وغندله او دا کار يې د انسانيت او بشريت ضد يو عمل وباله.
د دې پيښې سره سم دې خبرې هم زور واخيست چې وژل شوي کسان د يوې داسې ادارې غړي وه کومه چې افغانستان کې د عيسويت د خپرولو لپاره کار کوي خو په کابل کې د دې ادارې مشر دا راپورونه رد کړل او ويې ويل چې د دوې اداره بې له بشري مرستو چې د افغانانو سره يې کوي بل کوم هدف او مقصد نه لري هغه وويل چې IAM د تيرو څلويښتو کلونو راهيسې په افغانستان کې کار کوي او تر اوسه پورې يې د افغانانو سره ډيرې مرستې کړي دي.
که لوستونکو ته ياد وي په دوه زره او يو کال کې طالبانو د خپل حکومت پر مهال د دې ادارې څو تنه بهرني او افغاني کار کوونکي ونيول .
طالبانو يو لړ شواهد وړاندې کړل چې دغه اداره د عيسويت لپاره تبليغ کوي خو د طالبانو خبره ځکه د منلو نه وه چې هغوى (طالبان!) وه.
کله چې امريکا پر افغانستان بريد وکړ طالبانو دغه بنديان غزني ته يوړل او بيا وليدل شول چې هغوى خوشي شول او تر ننه پورې دا معلومه نشوه چې هغوى طالبانو خوشي کړل او که څنګه ؟
څو اونۍ مخکې د افغانستان په وولسي جرګه کې شور جوړ شو ، يو فلم وښودل شو چې په کابل کې يوه بهرنۍ اداره د عيسويت د خپرولو لپاره کار کوي او يو شمير افغانان يې عيسويان کړي دي.
د وولسي جرګې غړيو د حکومت څخه دتحقياتو غوښتنه وکړه او داسې معلوميده چې د وولسي جرګې غړي په دې اړه خورا جدي دي خو دا خبره هم دنورو خبرو او وعدو په څير تر خاورو لاندې شوه او اوس نه وولسي جرګه او نه حکومت د دې مسئلې پاڼه اړوي .
د هجرت پر مهال هم د افغانانو تر منځ د عيسويت د خپرولو په اړه ډير څه خپريدل خو افغانانو داسې ګمان کولو چې غربيان به د افغانانو د محتاجۍ څخه داسې ناوړه ګټه پورته نه کړي خو بالاخره وليدل شول چې له همدې امله مهاجرينو د ناصر باغ په مهاجر کمپ کې د (Shelter Now) د مؤسسې په دفتر بريد وکړ ، اور يې ورته ورکړ ، هغه پاڼې او کتابونه يې وسوځول کوم چې د عيسويت د تبليغ لپاره په يو او بل نوم د مهاجرينو په منځ کې ويشل کيدل .
هر ځل چې کوم ځاى کې د عيسويت د خپريدو قضيه رسوا شوې نو ليدل شوي چې هلته د افغانانو د احتياج څخه ناوړه ګټه اخيستل شوې ده.
د IAM د مؤسسې ويبپاڼه افغانستان کې د خپلې تاريخچې په اړه ليکي چې دغه اداره د لمړي ځل لپاره د 1966 ميلادي کال د فبرورۍ په دوهمه نيټه د محمد ظاهر شاه د بادشاهۍ پر مهال په افغانستان کې ثبت شوه.
ويباڼه زياتوي چې هغه مهال دې ادارې د Afghanistan assistance mission نوم درلود او په افغانستان کې يې د ړندو لپاره يوه پروژه پيل کړه چې د همدې پروژې تر مخې يې په کابل کې د (NOOR) په نوم يو روغتون جوړ کړ.
(NOOR) د(National Organization For Ophthalmic Rehabilitation) انګليسي لفظ مخفف دې چې د (نور) لفظ په پښتو او دري ژبو کې هم خورا ښه او غوره معنى او مفهوم لري.
د نور روغتون په کابل کې ډير مشهور شو او خلکو ډير ستايه او د دې روغتون تر څنګ دې مؤسسې په کابل کې د ړندو د روزنې يو مرکز هم پرانيست.
په دې مرکز کې هر ډول ړانده حافظان ، عالمان او بې سواده شامل کړاى شول او د بشريت د خدمت تر عنوان لاندې د ړندو ځانګړې روزنه پيل شوه .
حافظانو ته يې ډول ډول مشغولاوى پيدا کړې څو قرآنکريم هير کړي او بيسواده حافظانو ته يې د ساز او سرود زده کړه ورکوله خو که کوم حافظ هم غوښتل چې ډنګ او ډونګ ياد کړي نو ممانعت يې نه ؤ .
په کال 1351 هـ ش کې شهيد محمد موسى شفيق چې کله د افغانستان د صدر اعظم په توګه وټاکل شو هغه د دې مؤسسې په اصلي اهدافو چې د مسلمانو تر منځ د عيسويت خپرول دي ښه پوه ؤ ، شفيق که ظاهراً پرهيزګاره سړې نه ؤ خو ښه ديني عالم ، په دين پوه انسان ؤ هغه نه غوښتل چې افغانان په عقيدوي توګه د انحراف په لور روان شي او د کابل په (کارته چهار) کې يې د AAM د مؤسسې د دې مرکز د ړنګولو امر وکړ خو په دولت کې يو شمير لوړ رتبه کسانو په مرموزه توګه د دې کار مخنيوې کاوه .
داسې ويل کيدل چې د بادشاه زوم سردار عبد الولي د دې مؤسسې څخه کلکه دفاع کوله چې له همدې امله د صدر اعظم امر پلې نه شو .
لدې وروسته صدر اعظم شفيق په خورا پوره مهارت سره د ړندو دغه مرکز چې د (مرکز نابينايان) په نامه يې کابل کې خورا زيات شهرت پيدا کړې ؤ وران کړ او هغه داسې چې پخپله يې د فوايد عامې د وزارت څخه يو يونټ چې بلډوزر او نور وسايل ورسره وه راوغوښتل ، هغه يې پخپله د (کارته چهار) په لور سوق او اداره کړل او په دې ډول يې شيبه په شيبه د مخابرې په واسطه د هغوى لاره او مسير ټاکه .
هغه به دې يونټ ته يواځې دومره ويل چې په فلاني سرک حرکت وکړئ او مخکې ولاړ شئ ، بيا به يې ورته بل لور د تګ امر وکړ حتي تر دې چې دغه يونټ د ړندو د مرکز مخې ته ورسيد او بيا ورته شهيد محمد موسى شفيق د دې مرکز د ړنګولو امر وکړ چې په دې ډول محمد موسى شفيق د نابينايانو مرکز چې پکې د عيسويت لپاره کار کيده وران کړ.
IAM پخپله ويب پاڼه کې د دې مرکز او پيښې په اړه هيڅ ندي ويلي خو زياته کړې يې ده چې په کال 1978 ميلادي کې د دغې ادارې نوم د AAM څخه په IAM بدل شو.
يوې خبري ادارې په دې اړه خپل راپور کې ويلي چې د افغانستان د وولسي جرګې ډير مشران غړي او حتي استاد برهان الدين رباني ، استاد عبد رب الرسول سياف او پوهاند صبغة الله مجددي ته هم د محمد موسى شفيق لخوا د ړندو د تربيې د دغه مرکز د ړنګولو واقعه ښه معلومه ده .
نو د دې تاريخي حقايقو په رڼا کې دا خبره ښه ثابتيږي چې د IAM مؤسسه افغانستان کې د عيسويت د خپرولو لپاره کار کوي او دا ادعاوى غلطې دي چې لدې وړاندې پدې ادارې د عيسويت د خپرولو کوم تورونه نه وه لګيدلي .
يو ډير مسئول تن چې کابل کې د IAM د دفتر سره نژدې کاروبار کوي وايي چې اوس هم دغه مؤسسه نورو مؤسسو ته چې د عيسويت لپاره کار کوي پيسې او وسايل په واک کې ورکوي .
هغه وويل (افغانان بايد متوجه اوسي د IAM مؤسسه په ځانګړې توګه د کوچنيانو په روزلو کې خورا ډيره فعاله ده وخت په وخت خپل دفتر ته ډلې ډلې کوچنيان رابولي او هغوى ته د عيسويت په اړه معلومات ورکوي).
په داسې حال کې چې د دې ادارې په اړه پوره تاريخي حقايق هم وجود لري نو بيا د افغانستان حکومت ، د هغه پلويان او په ځانګړې توګه د حکومت هغه پلويان چې ځانونه مجاهدين ، علماء او دين غوښتونکي بولي څه ډول کولاى شي چې د حقايقو څخه سترګې پټې کړي؟
ايا دوى په داسې حال کې هم چې د دوى په خاوره او نظام کې د اسلام د محوه کولو لپاره د عيسويت لپاره کار کيږي ، خلک عيسويت ته رابلل کيږي هغوى د حضرت محمد د شفاعت هيله او اميد درلودلاى شي ؟
ايا دوى په راتلونکي کې د دې ستر جرم څخه ځانونه بري الذمه بللاى شي؟
په پاى کې بايد ووايم چې ما د يو مسلمان په توګه پدې لار کې هغه څه چې زما په وس کې وه د يو مضمون په ډول ترتيب او ګرانو لوستونکو ته مې وړاندې کړل ، هيله لرم چې ناخبره به په حقايقو ځانونه پوه او د خبرو خلکو وجدان به راويښ شي.