لیکنه : علامه محمد یوسف بنوري
ژباړه : محمد شریف راشد ۱۴۳۱ شعبان ۲۸
بسم الله الرحمن الرحیم .
بشریت ګام په ګام ټوکرونه خوري ، کله د نفسي خواهشاتو له لارې او کله د عدو مبین شیطان لعین د فرېب او تلبیس له لارې ، او کله بیا د شیاطین الانس ( انساني شیطانانو ) د وسوسو او د غلطې ټولنې د غلطو اثراتو له لارې ، لیکن د ارحم الراحمین کامل رحمت هر ځای دې ضعیف الفطرت انسان ته د مرستې لاس ورکړی وي ، د عقل غوندې ستر نعمت یې ورکړ ، بیایې د عقل د لارښوونې لپاره د انبیاوو د را لېږلو او د آسماني تعلیماتو نظام پیل کړ ، په ځانګړي ډول بیا د محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم د امت لپاره د دې رحمت کامله مظاهر دومره پراخه دي چې لیدل یې سړی حیرانوي .
د عبادت په ټولو اړخونو کښې بې درېغه آسانتیاوې بیا په همدې عبادت باندې بې شمېره اجر او ثواب ، او ګام پر ګام د قبولیت او خوښۍ زېري ، په همدې سترو نعمتونو کښې یو عظیم نعمت د روژې مبارکه میاشت هم ده ، چې له سره تر پایه رحمت ، او د برکت میاشت ده داسې میاشت چې د الله د رحمتونو باران وي پکښې .
د حضرت سلمان فارسي رضي الله عنه په یوه لوی روایت کښې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یو وارې د شعبان د میاشتې په وروستیو کښې وینا وکړه دایې اوویل :
“ای خلکو ! پرتاسو یوه ستره له برکتونو ډکه میاشت راتلونکې ده چې :
یوه شپه ده پکښې ( شب قدر ) چې د دې شپې عبادت د زرو ۱۰۰۰ میاشتو له عبادت نه غوره دی .
د دې میاشتې د ورځو رو روژې نیول فرض دي ، او د دې په شپو کښې لمونځ کول د ډېر ثواب او برکت لامل ګرځي .
پدې میاشت کښې د نفلو ثواب د فرضو هومره وي .
او د فرضو ثواب په اویا ۷۰ چنده وي .
دا دصبر میاشت ده او د صبر بدل جنت دی .
له مسلمانانو او خصوصا له غریبانو سره د پېرزوینې او همدردۍ میاشت ده .
پدې میاشت کښې د مؤمن رزق زیاتېږي .
یوه روژه نیوونکي ته د روژه ماتي ورکوونکي ډېر ګناهونه بښل کېږي ، د دوزخ له اوره خلاصېږي ، په خپله روژه نیوونکي ته هم پوره اجر بېل ورکول کېږي ، او ( د الله ) مهرباني داده چې د روژه نیوونکي ثواب بېخي نه کمېږي ، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې تشریح هم وکړه چې : برابره خبره ده که دا روژه ماتی شودې وي ، یا یوه دانه خورما یا یو غوړپ اوبه . ( پدې درېواړو یا لدې نه په ډېر پورتنی ثواب تر لاسه کولی شي )
که کوم کس روژه نیوونکي ته داسې روژه ماتی ورکړي چې هغه پوره موړ شي نو په بدل کښې به یې د حوض کوثر هغه اوبه ورکړل شي چې له څښلونه وروسته یې بیا څوک نه تږي کېږي .
د دې میاشتې وړومبۍ لس ورځې د الله تعالی رحمت دی ، منځنۍ لس یې د الله مغفرت ( بښنه ) ده ، او وروستۍ لس یې د روزخ له اور نه د خلاصون پیغام .
کوم روژه نیوونکی چې د خپل غلام ( مزدور یا نوکر ) کار سپک کړي ، نو د ده ګناهونه به و بښل شي “.
په نبوي ارشاداتو کښې د روژې د میاشتې د ثوابونو او برکتونو یوه لویه ذخیره شته ، چې زمونږه د ا مخونه ورته کم دي ، پدې یوه روایت اکتفا کوو .
د کامل ولیتوب لپاره أسماني نسخه
د روژې میاشت په حقیقت کښې له یوه مؤمن نه د کامل ولي جوړولو – یوه خوندوره آسماني نسخه ده ، په قرآن شریف کښې فرمان ده چې : أَلَا إِنَّ أَوْلِيَاءَ اللَّهِ لَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ (یونس : ۶۲ )
ترجمه : ګورﺉ ! بې شکه د الله وليان او دوستان هغه دي چې نه کومه وېر وي پرې او نه هغه غمجن وي ، دوی هغه خلک دی چې ایمان یې راوړی او تقوا کوي .
لدې مبارک آیت نه را معلومه شوه چې د الله ولي چې له هر ې وېرې او غم نه بچ وي هر هغه کس دی چې دا دوه صفات پکښې موجود وي : ۱ ـ ایمان . ۲- تقوا . ګویا چې د کاملې تقوا دوهم نوم ولایت دی ، لدې آیت نه ورسته دې آیت ته اوګورﺉ : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ( البقرة : ۱۸۳ )
ترجمه : ای ایمان والو ! پر تاسو باندې روژه فرض کړی شوې لکه له تاسو نه په مخکنیو امتونو چې فرض کړی شوې وه ، د دې لپاره چې تاسو تقوا داره شی .
پدې آیت کښې یې د تقوا د لاسته راوړلو وسیله روژه ګڼلې . د دواړو آیتونو له یو ځای کولو نه دا ښکاره نتیجه را اوځې چې روژه د خدای د دوستۍ او وليتوب لپاره وسیله ده .
د تقوا حاصلولو وسیله :
اوس دې ته لږ متوجه شئ چې تقوا پرهېزګاري څنګه حاصلېږي ؟
ښکاره خبره ده چې روژه نیول د خدای د یوه فرض شوي حکم تعمیل دی ، د روژې په نیولو سره له منهیاتو او بدو کارونو نه ځان ساتل آسانه شي .
ګناهونه خو ځنې داسې دي چې له ژبې سره تړاو لري ، ځینې یې له خېټې سره ، او ځینې یې له شرمګاه عورت سره د ا ټول بیا د انساني نفس له خواهشاتو سره تړلي ، نفساني خواهشات هم ګڼ قسمونه لري ، ځینې خصلتونه خو په انسان کښې د داړونکو ځناورو دي ، لکه یو څوک وهل ، تړل ، ماتول ، شکول ، د قهر او غصې غوښتنې پوره کول ، ځینې خصلتونه پکښې د ځناورو دي : شکم پروري د خېټې تابعیت ، تن پروري صرف شخصی ګتې په نظر کښې نیول ، ځینې د نفسي خواهشاتو غوښتنې له عورت سره ټړاو لري چې مونږه یې جنسي خواهشات بولو ، دا درې واړه نفسانی قوتونه چې تر څو پوري په خپل واک کښې ونه نیول شي – ترهغې پورې تقوا حاصلول امکان نه لري .
اسلام دا غواړي او د اخلاقو ټول پوهان هم همدا وايي چې د دې درېواړو قوتونو اصلاح دې د ښه کوښښ مجاهدې او ریاضت په ذریعه ترسره شي ، یعنې د دوی د یون لوری دې سم وي ، په خپل وخت او خپل ځای دې استعمال شي ، له بې ځایه او بې وخته استعمال نه دې ډډه وشي .
د دې مطلب ترلاسه کولو لپاره د هوښیارانو او حکماوو ترمنځ تل په یو ځو اساسی خبرو اتفاق دی :
۱ ـ تقلیل طعام ( کم خوراک کول ) ۲ ـ تقلیل کلام ( کمې خبرې کول ) ۳ ـ تقلیل منام ( کم خوب کول ) ۴ ـ تقلیل اختلاط مع الأنام ( له خلکو سره کم تله را تله )
د روژې میاشت دا څلور واړه مقاصد پوره کوي ،
۱ ـ له سهاره تر لمر ډوبېدو بورې روژه نیوونکی له خوراک څښاک او د نفسي خواهشاتو له پوره کولو نه بند وي .
۲ ـ د شپې تراوې بیا ورپسې د نورو نفلي لمونځونو او پېشلمي په واسطه د خوب د کنټرولو زمینه مساعده شوې .
۳ ـ د تلاوت ، ذکر ، استغفار ، کثرت او ډېر والي ته هڅونه شوې ،چې د خبرو کمولو تدبیر ده .
۴ ـ د روژې په وروستیو لسو کښې یې اعتکاف سنت وګرځاوه او پدې سره یې له خلکو سره د کم تلو راتلو او د بې ځایه ناستې د پرېښودلو لپاره تدبیر وشو .
ټوله میاشت د دې اعمالو کارونو د تمرین کولو مطلب داده چې دا خصلتونه دایمې اخلاق او عادات شي ، ځکه چې د پوره دېرش ورځو د پېشلمي د حکم له امله د سهار وخته پاځېدو عادت پیدا کوي ، او د ټولې میاشتې د تراوو حکم یې ورکړ ، مطلب داده چې د شپې مهال د ډېرو لمونځونو کولو عادت پیدا شي .
( د روژې اهمیت )
دا خو د روژې مقاصد وو ، د دې د اهمیت معلومولو لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم لاندې سپېځلی ارشادات په کامل فکر او توجه سره ولولئ ، او عمل پرې وکړﺉ .
۱ ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ : َقالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : “مَنْ لَمْ يَدَعْ قَوْلَ الزُّورِ وَالْعَمَلَ بِهِ فَلَيْسَ لِلَّهِ حَاجَةٌ فِي أَنْ يَدَعَ طَعَامَهُ وَشَرَابَهُ”. ( البخاري )
ترجمه :” کوم کس چې په روزه کښې دروغ ویل او په دروغو ( بد کار ) کول پرېنږدي – نو د الله تعالی داهم نده پکار چې دی خوراک او څښاک پرېږدي” . ( چې د روژې اصل مقصد نه پوره کوي نو د و چې تندې او لوږي ضرورت څه دی !؟ )
۲ ـ عن ابي هریرة قال : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : “وَإِذَا كَانَ يَوْمُ صَوْمِ أَحَدِكُمْ فَلَا يَرْفُثْ وَلَا يَصْخَبْ فَإِنْ سَابَّهُ أَحَدٌ أَوْ قَاتَلَهُ فَلْيَقُلْ إِنِّي امْرُؤٌ صَائِمٌ” ( رواه البخاري ومسلم )
ترجمه : “او چې کله ستاسو د کوم کس د روژې ورځ وي نو نه دې کومه سپکه د بې شرمۍ او بې حیاتوب خبره کوي ، او نه دې شور او چغې وهي ، که کوم کس ورسره جنګ کولو یا یې کنځا ورته وکړه نو په جواب کښې دې صرف دومره ورته اووایي چې : زه روژه یم” .
۳ ـ عن أَبِى هُرَيْرَةَ عَنِ النَّبِىِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ : “كَمْ مِنْ صَائِمٍ لَيْسَ لَهُ مِنْ صِيَامِهِ إِلاَّ الظَّمَأُ ، وَكَمْ مِنْ قَائِمٍ لَيْسَ لَهُ مِنْ قِيَامِهِ إِلاَّ السَّهَرُ”. ( الدارمي )
ترجمه : “څومره ډېر روژه نیوونکي دي چې بې له تندې نه یې د روژې نور هېڅ مطلب نشته ، او څومره د شپې لمونځ کوونکي دي چې د شپې د لمونځ مطلب یې بې له بې خوبۍ نه – نور هېڅه نه ده “.
۴ ـ” لیس الصیام من الأكل و الشرب إنما الصيام من اللغو و الرفث فإن سابه أحد أو جهل عليك فليقل إني صائم “.
ترجمه : “روژه یواځې دا نده چې خوراک او څښاک نه کوې ، روژه خو په حقیقت کښې له سپکو بې ځایه او بې ادبه خبرو نه د ځان ساتلو نوم دی ، که کوم کس کنځلې درته وکړي یا بد اخلاقي درسره وکړي نو ورته او وایه چې : زه روژه يم ” .
۶ ـ عن أنس بن مالك قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : “من لم يدع الخنا والكذب ، فلا حاجة لله في أن يدع طعامه وشرابه” ) المعجم الأوسط والصغير للطبراني )
ترجمه : “څوک چې فحش خبرې او دروغ نه پرېږدي نو الله پاک یې دې ته اړتیا نه لری چې دی خوراک او څښاک پرېږدي” .
۷ ـ قال أبو عبيدة رضي الله عنه : سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول : “الصَّوْمُ جُنَّةٌ مَا لَمْ يَخْرِقْهَا “(النسائي )
ترجمه : “روژه ( له ګناهونو یو بچوونکی ) ډال دی – تر څو چې یې سوری نکړي” . ( په یو بل روایت کښې دي چې یو چا وپوښتل : نو په څه شي یې سوری کوي ؟ وېویل : په دروغو او غیبت )
د خپلې روژې د څارنې لپاره دا حدیثونه دوهم ځل په ښه فکر او سوچ سره ولولﺉ ، بیا اوګورﺉ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په څومره تدبیرونو د خپل امت تربیه او د هغوی د روژو د ساتلو لپاره لارښوونې کړي ، څو د روژې مقصد تقوا حاصله او د پرهېزګارۍ تربیه ترلاسه شي .
لنډه دا چې الله تعالی روژه د له نفس سره د مجاهدې میاشت ګرڅولې ده ، څو د اسلامي امت ظاهري او باطني اصلاح وشي ، دا موکه د دې لپاره ورکړل شوې چې د خپلو اعمالو څارنه وکړي او په تیر کال کښې یې چې څومره خامیانې کړې وي د هغې تدارک وکړي ، او د راتلونکې لپاره هم داسې تیاری وکړی چې بیا زر زر د نفس او شیطان تر تاثیر لاندې رانشي .
د ورځې یې د روژې په څېر عبادت فرض کړ چې له نا اشنا اصلاحي تدابیرو نه ډک دی ، این تر دې یې حکم وکړ چې روژه نیوونکی دې له چا سره سختې خبرې هم نه کوی ، او نه دې کومه سپکه خبره له خولې نه را باسي ، او که چا ورته تکلیف ورساوه یا یې کومه سخته خبره ورته وکړه نو په بوزه کښې که څه هم د دې اجازه وه چې صرف د دې خبرې جواب ورکړي خو اوس پدې هم پابندي ولګېدله صرف دومره به ورته وایي چې زما روژه ده ، یعنې جواب نشم درکولی .
همداسې که په روژه ماتي او پېشلمي کښې له اعتدال او میانه روۍ نه کار واخستل شي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ارشاداتو سره سم روژه ونیول شی نو خامخا به د انسان په ژوند کښې یو اوښتون ( انقلاب ) پیدا کېږي ، روحانیت په پرمختګ وکړي یوه داسې منزل ته به رسي چې د الله تعالی مینه به په زړه کښې خپلې زرینې وړانګې خورې او د خدایي مینې هغه اثر به په زړه کښې پیدا شي چې په بل تدبیر یې حصول امکان نه لري .
د شپې یې د تراوو عبادت مقرر کړ څو د لمانځه او د الله د کلام له برکته په انساني نفس باندې هغه نقوش مرتسم شي چې په بل تدبیر یې حصول ناممکن وي ، په خپله ژبه قرآن لولي یایې په غوږونو اوری ، د قیام رکوع سجدو په غولي د خدای په دربار کښې په عبادت بوخت وي و کله په دعا کښې په سجده وي ، کله یې به خوله تسبیح او تهلیل جاري وي ، قدرت په څومره نا اشنا لارو په بندګانو باندې د مینې دا سفر لنډوي ، سبحان الله !
د تراوو د هرو څلورو رکعتونو په منځ کښې چې کومه لنډه وقفه ناسته وي په هغې کښې د تسبیحاتو په ذریعه د الله تعالی لويي او عظمت بیانېړي بنده د خدای په مخکښې حاضر وي ، له روحاني برکاتو نه مالامال وي ، دا ډېر یو قېمتي وخت دی ، پدې کښې د خدای لورته له توجه نه غفلت ندی پکار ، ” كلمة تمجيد ” خو د هر کس یاده وي یعنې :
سبحان الله و الحمد لله و لا إله إلا الله و الله أكبر , ولا حول ولا قُوَّةَ إلا لله العَلِيِّ العظيم .
دا لولئ یا سبحان الله وبحمده ، سبحان الله العظیم ، په ژبه جاری ساتئ ، او یا هغه تسبیح چې فقهاءو لیکلی او ډېره جامعه ده ، هغه داده چې : سبحان ذي المُلكِ و المَلَكوتِ سبحان ذي العزة والعَظمَة والقدرة والكِبرِياءِ والجَبَرُوت , سبحان الحَيِّ الذي لا ينامُ و لا يموتُ سُبُّوحً قُدُّوس ,ربنا وربُّ الملائكةِ والُّروح و لا إله إ لا الله نستغفر الله نسئلك الجَنَّةَ .
دا درې درې وارې په هره ترویحه یعنې له هرو څلورو رکعتونو نه وروسته لولئ ،
مطلب دا چې په روژه کښې الله تعالی د شرعي احکامو لپاره یو داسې پروګرام برابر کړ ، چې که یو کس او غواړي نو کولی شي چې د ټول عمر لپاره دا نیک عادتونه به ځان کښې پاخه کړي ، همداسې یې په روژه کښې مسلمانان د مال خیراتولو ته وهڅول ، پدې سره د ده له پرهېزګاره کولو سره د سخي کولو تدبیر هم وکړ، او د دده د طبعي بخل اصلاح یې پدې سره وکړه ،
لنډه داچې د ټولو نېکو اخلاقو ، تقوا ، صلاح ، نیکۍ ، نیکو خبرو ، جود سخا او کرم نفس داسې تلقین یې وکړ او د دې لپاره داسې پروګرام جو ړ شو چې د انسان عقل ورته حیرانېږی ، لدېنه د ښه تدبیر جوړولو امکان نده پاتې ، د قرآن کریم په یوه ټکي کښې ، دې ته اشاره شوې ، فرمان ده :” لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ” يعنې روژه د دې لپاره درباندې فرض کړی شوې چې تاسو پرهېزګاره او نېکان شی .
دیني تربیه او د روزې میاشت
نن سبا مور او پلار د اولاد په تربیه کښې بې حده سستی کوي ، حال داچې لکه څنګه چې پدو باندې فرض ده چې په خپله لمونځ وکړي نیکان او پرهېزګاره شي ، همداسې د دوی په ذمه دا کار هم ور اچول شوی چې خپل او لاد او د کورنۍ غړو ته دې لمونځ ور زده کړي او پرې کوي دې ، دا شرعي حکم ده چې : کله ماشوم د أوو ۷ کلونو شي نو د لمونځ کولو حکم ورته وکړﺉ ، ګویاچې لمونځ ور زده کول به لدې نه هم مخکښې وي ، او که د لسو کلونو شي او لمونځ نه کوي نو مور او پلار دې هغه اووهي لمونځ دې پرې وکړي ، مطلب دا چې هغه ته دیني تربیه ورکول او له هغه نه نېک سړی جوړول هم د مور او پلار په ذمه دي ،
الله تعالی به قرآن کریم کښې د دې تاکید کړی فرمايي : “يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا (التحريم :۶ ) یعنې :” ای ایمان والو ! خپل ځان او اهل او عیال له اوره بچ کړﺉ ”
د روژې له میاشتې نه دا ګټه په آسانه اخستل کېږي ، ځکه چې پدې ورځو کښې د ماښام او ماخوستن لمانځه ته د ماشومانو طبعا شوق وي همداسې یې پېشلمي ته د پورته کېدو هم شوق وي ، دا د الله تعالی له لوري نه یوه قدرتي رڼا وي د هغه په زړه کښې ، که د ماشوم له دې فطري جذبې شوق او صلاحیت نه کار واخستل شي نو په ډېره آسانه توګه هغه له لمانځه او تهجدو سره بلدولی شو ، دا خو د روژې له برکته د اولاد د صلاح لپاره پدې وخت کښې تدبیر جوړېدلی شي ، که انسان په خپله پدې خبرو عمل وکړي نو په خپله به د صالح کېدو انځورونه رامخ ته شي .
همداسې به حدیثونو کښې دا میاشت د پېرزوینې او همدردۍ میاشت ګڼل شوې ، نو ځکه له ګاونډیانو همسایه ګانو سره ښې اړیکې او مینه کول پکار دي ، یو بل ته په لږ تحفه ډالۍ ورلېږلو کښې هم ډېر ثواب دی ، د دې له برکته الله تعالی په زړونو کښې مینه ډېروي ، او د نېکۍ ذریعه یې ګرځوي ، په خپله شاواخوا کښې د خلکو پام نیکیو ته ور اړول او د نیکیو خورول – الله تعالی به مسلمان باندې فرض کړي دي ، لهذا یوازې دالله تعالی لپاره یو له بل سره د مینې او نېکۍ په فضا کښې چلېدل ضروري ده ، په روژه کښې دا کار هم ښه په آسانه ترسره کېږي چې د برکتونو لامل دی .
رب دې مونږ ټولو ته توفیق راکړي چې د روژې برکتونه په پوره توګه ترلاسه او د دې عاشقانه او له مینې ډک خدایي عبادت د ثمراتو او أثر پوره برخه را نصیب شي ، آمین .
و صلی الله علی خیر خلقه حبیب رب العلمین و خاتم النبیین محمد و آله و صحبه اجمعین .
۱۳۸۶ هـ روژه ، ۱۹۶۷ م جنوري