په کندوز کې ميشت دايساف مطبوعاتې دفترمسوول ډګرمن ويسيل رسنيو ته وويل : چې تيره ورځ دايساف هواېې ځواک دکندوز علي اباد ولسوالۍ مربوطاتو ميرشيخ سيمه کې د وسلوالوهغه ګاډې په نښه کړچې دهغوي په وينا د دوي پرځواکونو ېې ډزې کړي وي چې په پايله کې دډګرمن ويسيل په خبره 5 تنه وسلوال طالبان په دغه پيښه کې ووزل شول او3 نورټپيان شول. دسرچينې په خبره په وزل شويو کسانو کې يوتن ازبک قومندان هم شامل دي چې ددغه ولايت په وروستيو نا کراريوکې ېې لاس درلوده اودهغه په وينا دګورتيپۍ په ساحه کې فعاليت کاوه ،همداراز ويسيل واېې چې ټپيان دبريد نه وروسته دکندوز سمييز روغتون ته انتقال شوي وول چې بيا وروسته دټپيانو دډلې نه هم دوه تنه مشکوک کسان نيول شوي چې وروسته به ورځنې پوښتنې ګيرويګنې وشئ .. ددغه بريد په اړه تراوسه پورې وسلوالوطالبانو خپل نظرندي څرګند کړي . داپه داسې حال کې ده چې تيره ورځ وسلوالو طالبانو دياد ولايت دعلي اباد ولسوالۍ په ودانۍ باندي بريد کړې ووچې دکندوز دامنيت امرسمنوال عبدالرحمن اقتاش په خبره په دغه نښته کې چې نيم ساعت ېې دوام درلوده دکشفی جرمونوسره دمبارزې يوتن مدير عيدالزميل په کې ووزل شوخواقتاش وسلوالو طالبانوته د وراوښتې زيان په اړه څه ونه ويل مګر ديادې ولسوالۍ امنيه قومندان عبدالمنان بيا زياته کړه چې په دغه نښته کې دوه وسلوال طالبان وژل شوي دي.ديادونې وړده چې ددغه بريد په اړه تراوسه طالبانو څه ندي ويلي