کور / تازه خبرونه / نيمروز : ١٠٠٠ کېلو ګرامه نشيي توکي وسوځول سول

نيمروز : ١٠٠٠ کېلو ګرامه نشيي توکي وسوځول سول

د نيمروز ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي يې ١٠٠٠ کېلو ګرامه نشيي توکي وسوځول . نوموړي توکي نن سهار د دې ولايت د مرکز زرنج ښار څخه څلور کيلومتره لېري وسوځول سول . ياد نشيي توکي چي کرسټال ، تارياک ، هېروئين او چرس دي د تېرو څو مياشتو په درشل کي د دې ولايت په بېلابيلو سيمو کي د بېلابيلو عملياتو په ترڅ کي نيول سوي دي . د دې ولايت امنيه قوماندان د امنيت آمر محمد موسى رسولي وايي چي ياد نشيي توکي يې د بېلابيلو عملياتو په ترڅ کي د دلارام ، خاشرود او نورو سيمو کي ترلاسه سوي دي چي نن د يو لوړ رتبه هيئت تر مخه وسوځول سول . نوموړى همدا ډول وايي چي د دې توکو سره يې شل تنه نيولي چي دوسيې يې اړونده ادارو ته سپارلي دي .