کور / تازه خبرونه / غزنى : د ښځو چارو پر رياست د لاسي بمونو بريد سوى

غزنى : د ښځو چارو پر رياست د لاسي بمونو بريد سوى

په غزني ولايت کي د ښځو چارو پر رياست د لاسي بمونو بريد سوى . نوموړى بريد د څو تنو موټرسيکل سپرو له لوري تېره شپه ماښام ترسره سوى چي ځاني زيان يې نه دئ اړولى . د ياد ولايت د ښځو چارو رئېسه شکريه ولي ياد بريد تائيدوي او وايي چي په دې بريد کي دوى ته ځاني زيان نه دئ اوښتي خو يوازي يې د دې رياست د ودانۍ هنداري ماتي سوي دي . نوموړې وايي چي بريد کوونکي تر بريد وروسته د سيمي څخه په تلو بريالي سوي دي . ياد رياست د ښار په مرکزي برخه کي د نورو امنيتي ودانيو سره جوخت موقعيت لري .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي .