کور / تازه خبرونه / سرِ پل : ولسي جرګې ته يو تن نوماند تښتول سوى

سرِ پل : ولسي جرګې ته يو تن نوماند تښتول سوى

د سرِپل ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت څخه يو تن ولسي جرګې ته نوماند د نامعلومو وسلوالو له لوري تښتول سوى دئ . د سرِپل ولايت امنيه قوماندان د ياد نوماند تښتول تائيدوي او وايي چي نوموړى ډاکټر محمدي نومېدئ او تېره ورځ د نامعلومو وسلوالو له لوري د کوهستاناتو د سيمي څخه و نامعلوم لوري ته تښتول دئ . نوموړى وايي چي نوماند په ياده سيمه کي چي د پوليسو پوستې پکښي ستون نه لري او يوه نا امنه سيمه ده ژوند کاوه .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري کومي ډلي څه نه دي ويلي .