په هلمند ولايت کي د يوې کورنۍ پنځه تنه ووژل سول . نوموړي کسان د نادعلي په ولسوالۍ کي د يوه اکمالاتي موټر سره د ټکرېدو وروسته وژل سوي . د پيښي يو تن عيني شاهد وايي چي نوموړې کسان چي يو موټر سيکل چلوونکى ، بله يې مېرمن او درې نور يې اولادونه ول پر سړک ولاړل ول چي د اکمالاتي موټرانو څخه يو موټر پر وخوت او پنځه واړه يې ځاى پر ځاى ووژل . د نادعلي ولسوالۍ امنيه قوماندان عصمت الله سادات ياده پېښه تائيدوي او وايي چي نوموړې پېښه نن سهار شاوخوا لس نيمي بجې رامنځ ته سوه چي په پايله کي يې پنځه تنه ووژل سول او د موټر چلوونکى ژوبل سو .