کور / تازه خبرونه / بلوچستان : ٩ تنو ته مر ګ ژوبله اوښتې

بلوچستان : ٩ تنو ته مر ګ ژوبله اوښتې

د بلوچستان ايالت د کوټي ښار په سټلايټ ټاون کي ناپېژاندو وسلوالو د يوې کورنۍ شپږ تنه وژلي او درې نور يې ژوبل کړي دي . د يادي سيمي امنيتي پوليس ياده پيښه تائيدوي او وايي چي ياده پېښه تېره ورځ غرمه مهال رامنځ ته سوې ده . د نوموړو په وينا چي ياد کسان د پاکستان هيواد د پنجاب ايالت اوسېدونکي دي او په دې ايالت کي يې مزدوري کول .
د يادوني وړ ده چي تېره ورځ هم د په بلوچستان ايالت او اړونده سيمو څخه د شاوخوا ٢٣ تنو د وژل کېدو خبر ورکړل سوى ؤ چي ډېرى يې د پنجاب ايالت اوسېدونکي ول .