بسم الله الرحمن الرحيم
ښاغلى الحاج نوراحمد(( قرانمل)) دکندهاردځوانو شاعرانو ،ليکوالانو اوڅيړونکو څخه دى چي زياتي ليکني اوڅيړني يې کړيدي چي لمړۍ شعري ټولګه اوځيني نور اثار يې چاپ سويدي اوځيني يې ناچاپه پاته دي پاک خداي ج دي توان ورکړي چي دغي مېړنۍدغورځنګو،
موږ دپښتني ټولني هرپښتون څيړونکۍ،شاعر،ليکوال اواديب دايماني اووجداني دنده ده چي خپل مورنۍ ژبي دبقااوپرمختګ لپاره لستوڼي راونغاړي تحقيق،څيړنه ،ژباړي اوپخپل مورنۍ ژبه علمي،ادبي،تاريخي اواساسي اثاروليکي اوکلتوراوفرهنګ په غني کړيخوالحمدالله اوس په پښتني ځوانانوکښي داحس پيداسويدى چي دخپل فرهنګ ثقافت اوادب دبهبوداوپرمختګ دپاره يې شپه اوورځ پرځان يوه کړيده چي يو ددغوځوانو ليکوالو څخه الحاج نوراحمدقرانمل دی چي دخپلي مورنۍ ژبي [پښتو]په چوپړپسي يې پښې لڅي کړيدي ليکني اوڅيړني کوي .
الحاج قرانمل دمناجاتو يوه شعري ټولګه نوي ليکلي ده،اوڅوورځي مخکي يې ماته راوړه چي يو څه پروليکم ده(قرانمل)پخپله شعري ټولګه کي داسي نوښت اونوي ترکيبونه راوړي وه چي په ما په نورو شعري ټولګو کي نه وه ليدلي ،چي ټولو شعرونو اونظمونو يې مناجاتي دنګ او خوند درلود تخيل پيچلي تشبيهات اواستعارنه پکښي ليدل کيږي دشعر ژبه يې ساده اوروانه ده اوپه ټولو شعرونو اونظمونو کښي يې دمردفي قافيې څخه کار اخيستۍ دى اوپه ټولو بيتو کښي يود ((را)) رديف کارولى دى بل نوښت چي ماد ځوان شاعر الحاج (قرانمل) په شعرونو کښي وليدى هغه دقافيې موضوع وه،دده ابتکار داؤچي ده (قرانمل) په شعري ټولګه کښي قافيه دالفباپه ترتيب يعني دالف څخه بيا تر (ڼ) پوري په ترتيب راوړيده .مثلاً
خدايه کړه مي په عمل کي دناسوت را
رشتنوالى پرزړګي دملکوت را
چي ارواه مي ستا دښکلو ميلمنه وي
ناز نواز په وزرو دجبروت را
په پورته بيتو کښي دقافيې کليمي دادي ((ناسوت،ملکوت اوجبروت )) ((را))چي دقافيوتر کليمو وروسته راغلي دى رديف بلل کيږي او دغي قافيې ته مردفه قافيه ويل کيږي .
دځوان شاعر،ليکوال اوڅيړونکي حاجی ((قرانمل))په اشعارواونظمونوکښي ادبي صنعتونه دورايه څرګنديږي مثلاً
دموسى دعصا غوندي چي لارښود وي
دايوب استقامت په اهتزاز را
زه خليل چی دخليل دلارخليل سم
دخليل غوندي په اورکي فراز را
په پورتنيو بيتو کښي شاعردتلميح ادبي صنعت راوړي دى يعني دحضرت موسى (ع) اونمرودوهغي قصې ته اشاره ورته کړېده يادابيت چي وايې:
ستادربارکي مي سرشخ په رکوع ځوړ را
په نصيب کي دسلفو مي روغبړ را
په پورته بيتو کي طباق ياتضادراغي دي چي شخ اوځوړ کليمو ترمنځ تضاد يا طباق راغلى دى. قرانمل په ځينو بيتو کښي نامانوس کليمات راوړي دي امکان دي ولري چي الحاج قرانمل داکار دقافيې دضرورت په اساس کړي وي نور نو زه خپله ليکنه پر داغه ځاي رانغاړم لمړى ښاغلي الحاج نوراحمد (قرانمل) ته ددغي نوي شعري ټولګي مبارکي وايم اوپر قلم دې برکت وي.
په ردنښت
لسانس ښوونکى حاجي فضل محمد ((پنهان))
کندهار څلرمه ناحيه ده خواجه
٣١\ ٢\ ١٣٨٩ل م کال