د کندهار ښار په دوو بېلابيلو سيمو محله نجات او شاه بازار کي دوه تنه د نامعلومو وسلوالو له لوري په ډزو وژل سوي . لومړۍ پېښه په محله نجات کي ، يوه ښځه د نامعلومو وسلوالو له لوري د خپل کور څخه ايستل سوې او بيا په ډزو وژل سوې ده . د نوموړي ښځي په اړه ويل کيږي چي ديوې مؤسيسې مشرتوب يې په غاړه لاره او دويم کس چي د شاه بازار په قاضي زاده مارکېټ کي د نامعلومو وسلوالو له لوري پخپل وطاق کي په ډزو وژل سوى په اړه يې ويل کيږي چي د يوه شخصي شرکت انجنېر ؤ . د کندهار امنيه قوماندان مل پاسوال سردار محمد ځاځى يادي پيښي تائيدوي او وايي چي وژل سوي کسان ملکي وګړي دي .