په بلوچستان ايالت کي نامعلومو وسلوالو تېره شپه لس تنه په ډزو ووژل او پنځه نور يې ژوبل کړل . نوموړي کسان هغه وخت د نامعلومو وسلوالو له لوري ووژل سول چي کله يې موټر چي د کراچي ښار څخه بلوچستان ته روان ؤ او د دوى له لوري ودرول سو . نوموړي کسان چي پيرغيب ته نژدې د موټر څخه کښته کړل سوي . لومړى به يې پېژندپاڼي (شناختي کارډونه ) د وسلوالو له لوري کتل کېدل او هر کس چي به د پنجاب ايالت اوسېدونکى ؤ وژل کېدى به . امنيتي چارواکي هم د يادوو کسانو وژل او ژوبل کېدل تائيدوي او وايي چي ياده پېښه تېره شپه شاوخوا دوه نيمي بجې ترسره سوى چي په پايله کي يې لس تنه پنجابيان وژل سوي او پنځه نور ژوبل سوي دي . نوموړي وايي چي په دې تړاو يې تر اوسه څوک نه دئ نيولى خو پلټني يې پيل کړي دي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي .