ځمکنۍبشپړتیا

«کاڼي که  پاسته وای، ګېدړو به خوړلي وای »


ځمکنۍبشپړتیا(Territorial integrity)دیوه هېواد د واکمنۍ هغه ټوټه ځمکه ده چې پولې يې په نښه شوي او وګړي یې ګډتاریخ،ګډفرهنګ،ګډه راکړه ورکړه،ګډه ژبه،ګډ وسله وال ځواک،خپلواکي اوتر ټولو غوره  ګډه پوهه ولري .او دا بهیر د وخت په اوږدو کې دومره پوخ شوی وي چې ټوټې کېدل یې ناشوني پړاو ته ننوځي.مانا دا چې داجوړښت یوه میخانیکي ګډوله نه ده چې په خيالي شمېرنه کې ښکته پورته شی،خودا یوداسې ارګانیک  جوړښت دی چې رامنځ ته کېدل یې ځانګړي توکي او پېړۍ پېړۍ وخت غواړي او په دې توګه د دغې ټوټې ځمکې مېشتوال د چاپېریال د پېښو په وړاندې سره ورته غبرګون ښيي او په دې توګه  به خامخایوګډ اند اویوه ګډه فرهنګي ژبه پېدا کوي .واکمني به جوړوي.


هېواد به جوړ وي اود خپلو سيمو له پولو به هرومرو ساتنه او څارنه کوي .له نیکه مرغه زموږ ګران هېواد،افغانستان په دې تیګه پوره تلل شوی او د نورو هېوادو په شان ددې هېواد د وسله وال پوځ په دوکتورینوکې هم له پخوا دځمکنۍ بشپړتیا ساتل غوره ټکی بلل کيږي .خو ورسره ښکیلاکګر ځواکونه هم چې د یوه هېواد د نیولو تکل وکړي  د خیر په غونډۍ نه کېني،په ډېره ځيرکۍ سره تر هرڅه د مخه د هغه هېواد دولسي وسله وال پوځ ړنګول په نښه کوي او بیا خپلې موخې تر سره کوي .له بده مرغه  دې ته هم نه ګوري چې ازادي اوخپلواکي د هر انسان یو پنځيز(طبعي) حق دی چې د پېړیو په اوږدو کې د پرله پسې سرښندنو او بلهاریو له امله د قانون په اډانه کې د یوحقوقي ار په توګه  په لاس ورغلی دی او ورسره په نړیواله کچه دانسانانو د دغه حق دساتلو اومنلو سپارښتنه شوې او په لاسوندیې ورته ګوتې هم لګولې دي .


له دې امله دا ناشونې ده چې دپېړیو لاس ته راوړنه په داسې اوتوبوتو او اسانۍ سره څوک له لاسه ورکړي .خو ورسره  د انسان یوه بله غریزه دټولواکۍ او ټولشتمنۍیا «میمزرما ټول زما» ده چې په تېره په یو شمېر کسانو اوکړیوکې د لیونتوب ترپولې وده کړې او دا د انسان د خپلواکۍ په وړاندې یوسترخنډاو سرخوږی دی چې د ځېنې هېوادو ځمکنۍ بشپړتیاته کله ناکله زیان اړوي .له دې امله ولسونو ته پکار ده چې په دې ا ړه ويښ او هوښیار اوسي او دپېښو سره سم غبرګون وښيي .




همدارنګه دنړۍ هر هېواد،دواک یوه ټاکلې سیمه«Territory»  لري چې دخپلواکۍ او ځمکنۍبشپړتیا د تر لاسه کولو او ساتلولپاره یې دتاریخ په اوږدوکې د سرښندنو اوبلهاریو ډېرې سترې بېلګې ترسترګوکیږي . که دسلګونو او زرګونو کالو له هلوځلو راتېر شو او یوازې په شلمه پېړۍ کې دغو پېښو ته لږ څه ورځير شو ګورو چې :د انسان د دې ونډې د ترلاسه کېدو لپاره څومره ډېر زیارونه ګالل شوي،ډېری کتابونه لیکل شوي ،ډېرې کوپړۍ خاورې شوي د انساني فرهنګ لویې شتمنۍ ډوبې شوي چې لومړۍ نړیواله جګړه ( ۱۹۱۴ــ ۱۹۱۸ز) او دوهمه نړیواله جګړه (۱۹۳۹ــ ۱۹۴۵ز) يې غوره بېلګې دي .


همدارنګه دځوان پاچا امان الله خان په مشرۍ دافغانستان د خپلواکۍ جګړه (۱۹۱۹ز)،د مهاتما ګاندي په مشرۍ د انګرېزي ښکېلاک په وړاندې د هندوستان  د خلکوملي ټینګار،د فلسطین د خپلواکۍ جګړې د( ۱۹۴۸ــ تر ننه) ، دامریکايي ښکېلاک په وړاندې د هوچیمېن په مشرۍ دویتنام دخلکو دخپلواکۍ اوځمکنۍبشپړتیا دساتنې جګړه د (۱۹۵۴ــ ۱۹۷۰ز)،د بلژیک د ښکیلاک په وړاندې د پاتریس لوممبا په مشرۍ د کانګو د خلکو پاڅون (۱۹۶۰ـ ۱۹۶۵ز)، او د روسي ښکېلاک اونړیوالوسیمه ایزو لوبو په وړاندې د افغانانو جګړې اوملي وسله وال ټینګار او داسې نورو ډېرو ګڼو ولسونود خپلو مېشت سیمودساتلو او دخپل ولس د خپلواک ژوند لپاره اوږدې جګړې او سرښندنې کړي او دا بهیر همداسې جاري دی . خو زموږخبره د افغانانو د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا اوپه دې اړه د ورپېښو کړاونو پر سر څرخي .


دافعان دنامه دیادونې سره سم،د نړیوالوپه اندونوکې دوه ځانګړتیاوې انځوريږي چې یوه یې د افغان خپلواکي پالنه او بله یې میلمه پالنه ده .که سړی ځیرشي نوداسې پوښتنه راولاړیږي چې : افغانان هم د نړۍ د نورو انسانانو په څېر دي ،ولې ېوازې دغو دواړو ځانګړتیاو د دوی په سړیتوب کې تر نورو توکو ډېره وده کړې ؟ زما په اند ځواب يې یوڅه پراخه څېړنه غواړي خوپه لنډوکې داسې ویلی شو:وايې چې په یوه کلي کې له یوې انجلۍ چا وپوښتل چې:اې جلۍ! دا په تا څه شوی چې په کلي کې ستا په سر اړو دوړ جوړ او خلک دې په ویر اخته کړي؟ انجلۍ په سړه سینه لنډځواب ورکړ چې : ‎«خپل ښایست راپورې اور دی » .په افغانانو هم خپل موخه ایز ښکلی ټاټوبی داسې سور تنور شوی چې د نیواک مینه وال یې ان یو له بل سره وسله والې سیالۍ کوي اوکولای شي له دې ځایه د شاوخوا سیمو ښه څارنه او نیونه وکړي ،له دې امله دنړۍ هر زبرځواک په خپل وارسره دغه سنګر ته ځي اوراځي اوکله ناکله د افغانانو سره یو ځای دوی هم پکې نینې او جلبل شي .چې له بده مرغه دغه ناخوالي به په راتلونکو مهالوکې هم په نوو بڼوهمداسې جاري وي .


افغانان هم د بللو او نابللو میلمنو(بللي لکه: جرمنان د دوهمې نړېوالې جګړې پر مهال،نابللي لکه :…انګرېزان، روسان او امریکایان) سره په چلندکې اپلاتوني پوهه او داسې پخه تجربه لری چې کولای شي د چا سره څه وکړي ؟ دافغانانو دخپلواکۍ د وېينې (بحث) خبرې اوجګړې ډېرې تودې او اوږدې دي خو زه غواړم دنیواکګرو داوسنیو تېریو،چلوټو،ناندرو او خیرنو موخوته پام واړوم چې دجګړې په دغه پاړکي کې راپورته کړي او له هر غاره د هېواد د ټوټې کېدو سورې او نارې وهي او د خپلو اوږدمهاله موخولپاره وارله مخه په څارګرو خونوکې جوړې شوې نخشې، ډنډورې او انګازې خپروي چې د زړې انۍ خبره «هر سړی تر خپل وسه کاپېر دی » .




زموږ توان له نورو سره په پرتله کې داسې دی چې : هغه ولسونوچې په اوسمهال کې ډېرڅه ترلاسره کړيدي په هغوی شخوند وهي او خپلې تاريخي کیسې د نورو په سترګوکې چندانې نه وهي .خو موږ چې کله سر راپورته کړی،سمدستي د زورو زر خاوندانو رانه پرېکړی،موږچې کله کوم پرمختیايي ګام ایښی،هغه یې له واره شاته کړی.که کومه مخکښه هڅه شوي هغه يې ځای پرځای شنډه کړې .له دې امله موږ اړباسي چې خپلې تاریخي ویاړنې کله ناکله د کړکېچونو په ګږلېچوکې د هوارۍ په موخه وروشمېرو :دغباراوسیستاني په لیکنو کې راغلي «…په کال ۱۲۲۲ز کې چنګیزیانو په تخار،بلخ او بامیانو یرغل وکړ ،نو له واره یې د شمالي ډنډ دشاوخوا زړورو ټبرو،د غزنی د شاوخوا سیمو مېړنیو ټبرو او د پېښور د شاوخوا تورزنو ټبرو په ګډه سره د پروان په سیمه کې  دجلال الدین په مشرۍ يو ستر یووالی  نندارې ته کېښود چې دیوغښتلي سوک په څېر یې مغولوته له خپلواکۍ اوپلارني ټاټوبي نه د ملاتړ او ساتنې په موخه ، شرمونکې ماته ورکړه » .  پیر روښان، خوشالخان، او ایمل خان دخپلواکۍ لپاره پرله پسې هلې ځلې اوبې سارې سرښندنې وکړي .


 میرویس خان هم په ډېره هوښیارتیا اوپوره ځیرکتیا سره پارسي نیواکګرو ته د هېواد پالنې تاريخي لوست ورکړ .ورپسې شاه محمود او شاه اشرف بیا دپارسیانوغوږونه ورتاو کړل .په خپل وار سره لوی احمدشاه بابا د افغانانو د خپلواک ټاټوبي د اډانې دحقوقي پولو په جوړولو سره مغول ، پارسیان او نورګاونډیان داسې وپوهول چې بیا دې ته کاږه کاته ونه کړي . ورپسې هغه مهال چې انګریزانو د هند په نیمه وچه کې خپله پښه ټينګه کړه نو د ومخته پاليسۍ « Forward » له مخې د افغانانو د ټاټوبي په لور د «بېل کړه اېل کړه » چلند له مخې خپلو اسونه ته پونده ورکړه او د جګړې د ټولوناروابڼوپه کارولوسره يې شاوخوا یوسلوپنځوس کاله په پرله پسې توګه،په پوره بېشرمۍ او سپین سترکۍ د مېړنیو افغانانو دټاټوبي دروازې د نن په شان مخامخ وټکولې،ماتې کړې د هېواد فرهنګ او هراړخیزه شتمني يې لټپېر کړه او د افغانانو له مورني ټاټوبي یې د زوروزر،چلوټو اوبې وسه غدارو امیرانو (شاه شجاع، امیریعقوب  او امیر عبدالرحمن) په مرسته غوښنې ټوټې بېلې اولومړی یې ځان پورې او د تېښتې په مهال یې د خپلې شیتاني اډې (پاکستان) پورې وتړلې او بیایې د خپلې دغې ځالې له لارې د غچ اخستلو اود راتلونکو ستراتېژیو د پلې کولو لپاره  «اماني غورځنګ » د هېواد دیو نامتو غله (حبیب اله کلکاني) او نورو لاسپوڅوپه مرسته له مینځ یوړ .


د شوروي د نيواک پرمهال هم انګرېزانو د نړۍ دنورولوټمارو کمپنیو او ښکیلاکګرو هېوادو په مرسته د افغان دولسي ټینګار تاوده سنګرونه د خپلو څارګري کړیو له خواخچن او بې خونده کړل،یوازې غله،داړه ماران ،لوټماران او لاسپوڅي يې وروزل،وساتل ،ورمخته کړل او په خپل وخت يې دخپلو موخو لپاره د واک په ګدۍ کېنول او ولسپالو او هېوادپالوافغانانو ته هم په هېوادکې دننه شورویانو او له هېواده بهر لوېدیځوالو د شیتاني څارګري کړیو په مرسته ،نه ېوازې کاري موکه په لاس ورنکړه بلکې ډېری یې د جګړو په ډګرونو کې په چلول له مینځه یوړل ، ګڼ شمېر يې د پولۍ ټک ته کېنول او یو شمېر یې له هېواد،وتلو ته اړ کړل .په دې توګه يې د خپلو راتلونکو شومو موخو،پلې کولو ته لاره هواره کړه . د دښمن په وړاندې د دې ټولوجګړو یوه ګډه ځانګړنه هېواد پالنه ، ازادي اوخپلواکي جوړوي چې د سپېڅلي اسلام « الله اکبر» ناره ورته ښکلا اوساه وربښي .که دغه بېلګو ته ځير شو،ګورو چې خبره پخپله په پوره تول ښه پخه ده : غبار د افغان ـ انګرېز د لومړۍ جګړې په يوه برخه کې لیکي« …هغه مهال چې افغاني مشران د محمودخان  کلا ته ننوتل،یوشمېرغازیانو،اسیر شوي انګریزافسر،مکنیزی باندې یرغل وروړترڅویې ووژني . خو سردار محمد اکبرخان ورنږدې شو او مکنیزي يې وژغورلو او بیا یې مکنیزي ته مخ واړولو او په سړه خو ترخه ژبه يې ورته وویل چې: تاسو راغلي واست چې زموږ هېواد ونیسئ؟»


همدارنګه په دغه  خلکي شعرکې چې د افغان ــ انګرېز د لومړۍ جګړې په ډګرونو کې ویل شوی د افغانانو د خپلواکۍ ،هېواد پالنې او ولسواکۍ او د وروڼو ټبرو دپاخه یووالي ولولې له ورایه څرګندې بریښي .
« محمدجانخان مرد میدان است * ایوب خان شیرغران است
میربچه خان رس رسان است *           ازادي فخر افغان است
راپت کل  ۱،لات کلان است *              بیا  بیادر انګور بخو»
ژباړه : ۲
محمد جانخان دی د ډګر سړی *    ایوب خان دی شین زمری
میربچه خان ورته توښې راوړي *  خپلواکي د افغان  ویاړ ده
لوی لات دی «پک راپت »  *            راشه وروره انګور وخوره
د افغانستان دخپلواکۍ او ځمکنۍبشپړتیا په ساتنه کې دهېواد دګڼو ولسونو پراخه  تاریخي ګډون اوګډې سرښندنې په ګوته کوي که  هر ښکېلاکګر ځواک  لږ څه سوچ وکړې د دې هېواد ټوټه کول به ورته ناوړه پایلې ولري او دپخواني شوروي په ورته برخلیک به اخته شي،ځکه د افغان د ټغرکیسه دومره اړو پیچ سنیو او رسیو سره اوبدلې او تړلې ده چې دهرتار ښورول يې ماکو او جولادواړه لړزوي .له دې امله  دا ناشونې ده  اونه ښايي چې د څوکورنیو او بهرنیو نانځکو دنڅا له  لارې خپلو شومو موخوته  درسېدو لارې ولټول شي . نور دې زموږ په زخمونو مالګې نه دوړوي .او په دې خبره دې ګرده خواوې یوځل بیا ښه سوچ وکړي چې: د سپینغر لرې خوا دنګوغرونو او هیبتناک درو له تاريخي پلوه د ښکيلاکي ځواکونو پښې لړزولي  اوکه د برې خوا ځواک ورسره غاړه غړۍ شي نوبیاخویې «افغان  تېره تبر ته له خپلې ونې لاستی واچولو» .


همدارنګه افغانانو ته هم په کار ده چې داته لسمې اونولسمې پېړۍدپوځي ډګرونود بریاوپه خوبونوکې خوبولي نشي، ټولوپېښو او انځورونو ته په پرتله کې،د اوسمهال د حالاتود بدلونونو، غوښتنو او پوښتنو سره سم غبرګون وښيي .د میوند جګړه د۱۸۸۰ز کال د جولای په ۲۲مه سهار پیل او په ماښام يې پای ته ورسېده،خو د مارجې جګړه لاهم روانه ده . هغه مهال پوځی تامیناتو میاشتې او کالونه غوښتل خو اوس د شېبو او ګړیوخبره ده . هلته د جبهو په کرښوکې له یوه ځواک سره مخامخ وو،خو اوس نړۍ پکې ښکيل ده .هلته خبري اړیکي د کوترو په وزرو او د پليو په مزلو وې خواوس دمږۍ په ټک دي .د پام وړ بدلون خودا دی چې :پخوابه یرغلګرو ځواکونو د جګړو پایلو ته ډېره لېوالتیا لرله خو اوس يې ګټل د ورځې خبر ده . پخوا افغانانو جګړې ګټلې، پايلې يې بایللې .خو دا لومړي ځل دی چې له خپلو اوږدو کړنو داسې انګیرنه کوي چې له امله يې دجګړو دګټلو اوبایللو پرځای،سولې او ټيکاو ته  سترګي په لار دي .
 د افغانانو دټاټوبي د ټوټه کېدو خوبونه دې اوبو ته تېر کړي .


۱ـ انګریز جنرال رابرتس چې د سرویښتان یې لږ ول
۲ـ دشعر ژباړه  ـ  ازاد