دلمر په تګ ارمان ګنډلي ګرالبي څيري کړلي
او ددي څيري ګريوان
څير ي او پاره ټوکرۍ يې
د کايناتو و جهان ته
په سوغات راوړله
هغه يې هم له ډيره نازه
له اشراقه تر غروبه پوري
لکه يو څوک چي د مين پر سر خونئ ورکړي
ددي جهان پر سر راوپاشله
شپه تياره ده
لمر بيد ه دي
د تروزمئ تر لمن لاندي
يا يې قسمت دي
لوړ اسمان نيولي
ستوري دانه دانه سول
په حسابلو کي يې
سترګي له نرګيسه وزي
او د متوالي تقسيم په شاني
يې پايا ن نه ښکاري
او په حسابلو کي يې سترګي له نرګيسه
وزي
چي نا ببره
له شرمه ستوري
د لمر له ويري يو په بله پسي
د لمر وړانګي ته سلامي ووهي
او ځان کړي محوه د هغه شغله کي
هغه به څوک وي
چي د لمر د هيليمو
د خلاصېدوپه وخت کي
لمر ته قوت و بخښئ
او برکت و بخښي
کابل مرکزي سيلو٦ ٦ ١٣٨٤