تنکې زلمې بابر غریب ته چې له اوږدی جلا وطنۍ ( المان نه ) هیواد ته په رخصتې راغلې و او د کابل دښار د کو څو په پاکولو کې یې د ښاروالۍ د تنظیف له عملی سره یوه اونۍ اوږه په اوږه د ښار دپاکولو په کار کې برخه واخستله .
— ————————————————————————————————-
کابل – اسد ۱۳۸۹
آزاد شعر
اتل
ګرانه کابله
ستا دټکنده غرمو په زړه کې
چې نړیدلې دیوالونه یې
د رخی په لمبو کې سوځې
څه نا وریدلې کیسې
سیند کې په څپو ګډ یږې
ما اوریدل چې
خونړی تاړاک د ژڼو
مټی وریبلی
او پل په پل د ګودرونو
مستی غاړی په
سجدو کې تللې ،
خو نه کابله
ژڼې شته چې
ستا په مینه
د تنکې ورغوې زړه کې
لپه لپه د سپیرو تڼاکو
کلې کرې
څو کلېوال
لارو کوڅو کې د لمانځه لپاره
سر په ځمکه ولګوې ،
ما انګیرل چې
شمله ورځوانان له مخې
ادیرو خوړلې
څوک په لمنه پاتی نه دې
چې دیره کې
بیا ورې ورې نرګس وکرې
او څانګه څانګه
یې په څڼو
مستی پیغلی
له پیکې لاندی
ګودرته یو سې ،
د بلاګانو
له اټنه پس خو
چا په دا ارتولارو
ټول دبویونو بزغلې ټومبلی
چې لیونې پاچایان ټول تری
بډوهلې په پایڅه تیریږې
لکه چې ټولو غبرګی سترګې
ډیرانه کې
په شاخۍ منډلې ،
خو همدا نن مې
ستا د کلې ور کې ولیده چې
دلیونې مین
له تڼدې نه
دانه دانه خوله
په ځمکه و څڅیده
مټی یې ونغاړلی
کابل اشر ته لیونې میړونه
کور ته غواړې
چې پخه مسته
لیونې مینه
په زړه کې لرې ،
لکه چې تشی هسی
باټي نه دې ؟
د اوتوبوتو
سړې نه چې
سپینو لیچو
او بڼکو په پاسته سرلویږدې
کټ باندی
خوبونه کوې ،
کابل له تیږو کلک
میړونه غواړې
چې دواړه مټې یې
د اوسپنو خبری کوې ،
هغه ده ستا په مینه
مست لیونې
بابر د غرونو شانه راغې
چې ګلونه یې په لاس ریبلې
څیری لمنه کې
په مټو ډیرانونه له کوڅو چلوې
کابله نور نارینه غره ته تلی
جګی پسخی اتل میړونه غواړې !
لنډه کیسه
په کابل کی د یوی ریښتینې پیښی انځور
ویاړونه
په ښارکې د میشتو وګړو ګڼه ګوڼه خو اوس دومره په ښارونوکې زیاته او له چتې وتلی ده چې یوازی د ښاروالیود تنظیف د عملی له واکه د کثافاتو د راټولیدو په ځانې ډول پوره نه دی تر څو د ښارلاری کوڅی له کثافاتو پاکې کړې ، له دی کبله اړینه ده چې ښارې وګړې هریوپه ځانې ډول د ښار په پاکې او صفایې کې برخه واخلې .
د اوړې د ورځو په مازیګریو کې خو دتل پشان د ښارواټونه له ازدهامه دومره ډک وې چې فکر او انداز یې نه کیږې ،ځکه په دی وخت کې مامورین او کاریګران له ورځنیو چارو په رخصتیدو او د هغو له رخصتیدو سره سم د موټرو دزیات ترافیک له وجی د ښار په سړکونو اولارو د دود اوخاورو لخوړی د ورځی د بل وخت په پرتله له حده ډیر زیات وې .
دښاروالۍ د تنظیف د کاریګرانو په یو ټولنځی کی چی کا ګران هلته دسهاراو مازیګر له مخی د حاضری له پاره راټولیږې پوره ګڼه ګوڼه جوړه وه ، د تنظیف دعملی نارنجی رنګه یونفورم ، په ا وږو دکار بیلونه او ورسره توری موزی د تنظیفاتو داداری د سړک دمخه د هغوی سهارنې او مازیګرنۍ ګڼه ګوڼی د ښار دنورو سیمو په پرتله سیمه بل شان ښودله ، د کارګرانو د لا نوری ټولیدنی بهیر د تنظیفاتو په ټرک موټروکې د ښار له نورو برخو یو په بل پسی ډله ډله د ښارله بیلابیلو سیمو له کاره وروسته ټولنځی ته را روان و .
اخوا د کاریګرو ټولنځی ته ورڅیرمه مې د سړک په غاړه یو تور لندکروزر زره موتر چې په تورو هیندارو سمبال اوپه غیرمعمولی ډول د سړک پرغاړه ولاړو پاملرنه ځان ته اړوله، په دغه ډول موټرو کې معمولا لوړپوړی دولتې چارواکې او یا هم سیمه ایز زورواکی تګ راتګ کوې چې دا ډول ځایونوکې ډیرلږ د سړک پرسرکراردریدلې لیدل شوی دی ، ځکه چې چارواکې په هغو کې داسی په بیړه او درب او یاهم شاید له ویری تګ راتګ کوې چی د موټر د ټیرونو د ګردونو او خټو له مردارو اوبو یې چې په سړک له راټولو شو اوبو د تیز رفتار په وجه د سړک دغاړی پلې خلک په مردارواو ناولو اوبو تل ککړ او لړل شوې دې لیدل کیږې .
د موټرغیرمعمولې دریدومې پام ځانته راواړوه ، شیبه لا نه وه تیره ، لیده می چې دګارګرانو له منځه یو تنکې ځوان چې لوړه ونه یې درلوده بیل په اوږه په داسی حال کی چې ټنډه یې له خولو ډکه او له ورځنې کاره له ورایه ستړې ښکاریده د موټر په لور روان و. هغه لا موټر ته سم نه و ورنژدی شوی چې د تور زره لند کروزرموټرد شا دواړه دروازی جوړه د موټردواړو خواووته خلاصی شوی ، له یو پلوه یې یو جګ دریشې کړی پوخ سړی چې له ظاهرې بڼی یو لوپوړې چارواکې مالومیده راکوز اوله بل پلوه یې یوه پخه ځوانه میرمن چې له کړو وړو او جامو ړوناندی او مدرن ښکاریده راکوزه شوه ، د ځوان په لیدو میرمنې د کاریګر ځوان په لور ورمنډه کړه او په خاورو ککړ پکړ کارګر یې ټینګ په غیږ کې و نیوه ، څوځلې یې په مخ اخوا دیخوا ښکل او بیا یې د هغه د لاسونو تڼاکې څوڅو ځلې په مخ ومښلی ، ورپسی له میرمنی سره هغه نارینه ملګرې سړې هم ځوان اخوا دیخوا په مخ ښکل اوځلمې یې د ښې لاس په څپیړه څو ځلې په شا وټپاوه ، د سړک د غاړی خلګ او نور کاریګرد میرمنی دی کړنو ته هک پک هیران پاتی و چې زلمی یې د ټولو مخکې خپلې سینې ته ټینګ نیولې و او اخوا دیخوا یې په مخ ښکلاوه ، ورسره د میرمنی دسترګو په جامونوکې ډنډ ډنډ اوښکې هم اخوا دیخوا تاویدلی او ځار کربان یې څه له ځانه سره هلک ته ویلې ، د لنډه کې پوړنې په څنډه یې د زلمې له مخه د ستړېا خو ویاړلې کار خوله وچه کړه او یو ځل بیا یې په تندی په ټوله مینه ښکل اوهغه یې له همغه کاریګری یونفورم اود کارله بیلچی سره تور لیموزین موټر ته وخیژاوه چې په رپ کې له سترګو پناه شول .
هک پک په ځاې لکه ستن په چرت کې لاړم چې دا ټول څرنګه پیښ شول او څرنګه امکان لرې ؟ داسی تورموټرخو د هیواد د ساده وګړو د خولواو وینو په بیعه په ښار کې ډیرچلیږې چې وګړی یې له لیدو په ویره کې ولیږې ، په پلو او سپرو داسی ورځې چې هغوې لکه میږتانه هم ورته نه ښکاری او په شپو یې فول څراغونه خلګ ړندوې ، څرنګه امکان لرې چې یو ساده زیارکښ کارګردی چې د سړک واټونه جاروکوې له ځانه سره موټرته وخیژوې ؟
زه لا په دی چرت کې لاهو وم چې اخوا مې د دوه نورو کارګرانو خبرو چې له ځوان سره د ورځی له خوا په کار کې ملګری و پام ځانته راواړاوه چې هغوی داسی یې یو بل ته ویل :
– آفرین په داسی مور او پلار
– آفرین په داسی زوی
– لکه چې پلار یې په حکومت کې ښه لوی سړی ده ؟
– همداسی خو مالومیده
– خو دا هلک هیڅ هم د هغه په هکله مونږ ته څه ونه ویل ؟
– کوریې په اروپا کې ده ، دی مور او پلار لیدو ته په رخصتې راغلی و
– هغه ماته په خپله وویل چې دا یې لومړیی ځل ده چې هیواد ته راغلې ده
– شل کاله پخوا یې کورنې له هیواده د خپل منځې جګړو په وخت مهاجره شوی وه
– هلک له هیواده بهر په مهاجرت کې ځیږیدلې او اوس هم هلته ژوند کوې
– یاره چې مور او پلار اولاد ته سمه لاراو د هیواد مینه ښیی نو همداسی دی وې
– څنګه ښه په مینه یې له مونږ سره په ګډه کارکاوه ، لاسونه یې سپیره تڼاکې شول
– په مایې دا خپل کا ر ګران که
– هو ولا په رښتیا چې ښه په هیواد مین او غیرتې هلک و
ګاریګر په داسی حال کې چې بیرته د خپل ټولنځې په لور روان شول د ځوان د هوډ او میړانې په ستاینه کې لکه پاس خبری په خبروبوخت و .
د کور په لور رهې وم ، لیدلی حال اودهغه په اړوند مې اوریدلو خبرو ذهن ټول مازیګر اوماښام مشغول کړی و، کور ته په رسیدو مې دکورغړې بیل بیل له کیسی خبر کړل خو زړه مې له خبرو نه تشیده اوفکر مې له موضوع بلی خواته نه تلو ، له ځانه سره دی پایلی ته رسیدم چې که ښاری وګړې هریو لکه دغه زلمې دښارد پاکې په وړاندي همداسی چلند ولرې نو هرو مرو به د ښارد مردارو او بوینو لارو کوڅو پرځای لکه نور پرمخ تللې هیوادونه مونږهم یو پاک اوسپیڅلې چاپیریا ل ولرو.
د ماښام له ډوډی وروسته مې د تلویزون د پردی پرمخ د ځوان مرکه ولیده او بشپړ ډول په کیسه پوه شوم چې دا دیوې ړوناندی جلاوطني کورنۍ تنکې زلمې بچې و چې له هیواده بهر په پردیسې کې ځیږیدلې او دلومړی ځل لپاره د ښونځیو په اوړنیوو رخصتیو کې د خپل مور او پلار دلیدو لپاره هیواد ته راغلې و ، هغه په ښار کې د مرداری او د ښار په لمنه کې دناولتیا د پاکې لپاره له ځان سره پریکړه کړی وه چې په خپله خوښه کار اوږه په اوږه د ښاروالۍ دتنظیف له عملی سره یوه اونۍ د ښار په پاکۍ او صفایې کې برخه واخلې .
ځوان په ټوله مینه همداسی وکړل او همدا یې په وس پوره و ، خبل تنکې لاسونه یې هیواد سره دمینې لپاره په سپیرو تڼاکو وپوښل چې لکه ملغلری به د تل لپاره په یادونو کې خوندې پاتی وې .
حبیب زی
کابل – اسد ۱۳۸۹