افغان ولسمشر حامد کرزي د افغان سوداګړو او هټيوالو څخه غوښته وکړه چي د روژې د مبارکي مياشتي په رارسېدو سره دي د توکو بيي دي نه لوړه وي . نوموړي پخپل يوه پيغام کي ويلي دا چي د روژې په مياشت کي خوراکي او نورو اړونده توکوته ډېر ضرورت پيښيږي او بې وزله کورنۍ نه سي کولاى چي خپلي ورځنۍ چاري پر مخ يوسي . پر سوداګرو او هټيوالو يې ږغ کړى چي د توکو بيي دي نه لوړوي .
د يادوني وړ ده چي په افغانستان کي هر کال د روژې د مبارکي مياشتي په رارسيدو سره خوراکي او نور اړوند توکي ګرانيږي چي دا کال هم پکښي د پام وړ بدلو ن راغلى .