د کابل ښار د دارالامان سيمي کي د کوچيانو او هزاره ګانو تر منځ نن ورځ نښته وسوه چي دواړه لوري پکښي يو بل ته د مرګ ژوبلي د اوښتلو ادعاوي کوي . امنيتي مسئولين وايي چي سيمه اوس ارامه ده او د اوښتي مرګ ژوبله په اړه کره معلومات نه لري . خو ځني موټر چلوونکي وايي چي دوى د يادي سيمي څخه پنځه تنه روغتونونو ته لېږدولي دي . نوموړې نښته نن سهار رامنځ ته سوه چي په اړه يې ويل کيږي چي يولړ کسانو پکښي وژل سوي او يو لړ نور پکښي ژوبل سوي دي . نوموړې نښته د مځکي پر سره رامنځ ته سوې . د يادي سيمي يو وکيل وايي چي په دې نښته کي د دوى اووه تنه ژوبل سوي نوموړى وايي چي ياده ځمکه د ولسمشر ، مرستيالانو او نور په امر و هديرې ته ورکول سوې خو سږ کال کوچيانو خپلي کډي پر اړولي . نوموړى وايي چي کوچيانو يې شپاړس کسه نور نيولي او په يوه خېمه کي بنديان کړي . خو بل لور ته کوچيان وايي چي سهار هزاره ګان راغله ، د دوى خيمو ته يې اور ورته کړ او پخپل سر يې د ګچو په وسيله ياده سيمه وېشل . چي د دوى د دې اقدام وروسته نښته رامنځ ته سوه او زموږ لس کسه يې ووژل .
د يادوني وړ ده چي تر دې مخکي هم څو څو ځله د کوچيانو او هزاره کانو تر منځ د مځکو پر سر نښتي رامنځ ته سوي .