ليکوال: د جامعه نظاميه مفتي ضياءالدين نقشبندي
ژباړن: سلېمان
روژه د مسلمانۍ له پنځو بناوو څخه دريم اساسي رکن دئ، چي د هجرت پر دوهم کال د شعبان المعظم يا خداى تعالى په مياشت کي پر حضرت محمد (ص) د بقرې د سورت د ١٨٣ ايت په نازلېدو سره پر مسلمانانو فرض سوې ده:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ –
ژباړه: اى هغه کسانو چي ايمان مو راوړى دئ، پر تاسي د روژې نيول داسي فرض دي، لکه تر تاسي دمخه پر نورو اقوامو، تر څو پرهېزګاران سئ.
د بقرې د سورت يو بل آيت:
شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآَنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ-
ژباړه: روژه هغه مياشت ده چي قرآن پکښي نازل سوئ دئ، کوم چي ټول بشريت ته ښه او بده لار ښيي. چي پر تاسي دا مياشت راورسېږي روژه ونيسئ. (البقره ١٨٤ سورت).
د اسلام د دين هر حکم د انسان دپاره د دنيا او آخرت ګټي لري.
د روژې ګټي:
روژه چي څنګه مسلمانانو ته د آخرت د اجر او ثواب باعث ګرځي، موږ تاسي ته ډېري ټولنيزي او طبي ګټي هم لري.
ټولنيزي ګټي:
د روژې د ټولنيزو ګټو له جملې څخه يوه دا ده، چي سرمايه داران روژه ونيسي، پر ځان باندي تنده او لوږه تېره کړي، نو له دې امله د غريب، بې وسه، او وږي له حاله خبرېږي، چي په نتيجه کي يې له غريب او ناداره سره د مرستي احساس پکښي پياوړى سي او دا چاره په ټولنه کي له يو بل سره د خواخوږۍ، مرستي، يووالي او ورور ولۍ سبب ګرځي.
طبي ګټي:
د طب له لحاظه روژه خورا ډېري ګټي لري. د روژې په نيولو سره د انسان روغتيا همېشه پر يوه حال پاتي وي، ډاکټران وايي د ډېر وخت دپاره له غذا څخه د معدې خالي ساتل د جسماني ناروغيو علاج دئ، او د لوږي له امله په معده کي موجود خطرناک تېزابونه او ميکروبونه له منځه ځي.
همدا راز روژه د ويني د فشار، د هاضمې سيسټم د خرابۍ، د شکري او ځينو نورو ناروغيو مخنيوى کوي.
خداى پاک (ج) دي موږ ټولو مسلمانانو ته د روژې د نيولو توفيق را په برخه کړي. آمين