د پاکستان د هوا پوهني ادارې اعلان کړئ چي په دې هيواد کي يو ځل بيا د سختو سېلابونو د راتګ امکان سته.
په اسلام آبادکي مېشتي د هوا پوهني عمومي ادارې ويلي چي د دې سېلابونو زور به پر پنجاب او سند ايالتونو باندي وي.
بلي خوا ته ملګرو ملتونو د پښتونخوا او نورو سيمو له سېلاب ځپلو سره پر نړۍ والي ټولني د عاجلي مرستي ږغ کړئ دئ.
په پښتونخوا، سند، پنجاب او بلوچستان کي شاوخوا يو نيم زر کسان د تيرو پنځلسو ورځو راهيسي په سېلابونو وژل سوي او ٢٢ ميليونه خلګ بېځايه سوي دي.