کور / شعر / غزل

غزل

يارځکه دشونډودشکروماته ســــــــــــــــــــــــــــــــــت کوي
مال چي ورکوې دخداي په لارکي برکـــــــــــــــــــت کوي
کاڼي ته چي لاس کړم نودپاسه دا اوازراســـــــــــــــــــــي
څله ئې دخداي له ذکره باسې عبادت کـــــــــــــــــــــــــــوي
زړه که ورسپارې نوبېرته روغ په ګوتونه درځـــــــــــي
ښکلي همېشه په امانت کي خيانت کـــــــــــــــــــــــــــــــوي
چاتوره اخيستې ده په دې دنياخپل حق غــــــــــــــواړي
څوک ودې ته ناسته دي چي حساب په قيامـــت کوي
زه دشک په سترګه دلستوڼي مارته وګــــــــــــــــــــــورم
دوي وائي دروېش خوله دوستانوهم نفــــــــــرت کوي