د قبايلي طالبانو يوه وياند ږغ کړى چي د پښتونخوا ايالتي او د پاکستان مرکزي حکومت دي د لوېديځو هيوادونو هغه مرستي نه اخلي چي د سېلاب ځپلو سيمو له خلګو سره يې کوي.
د قبايلي طالبانو وياند ويلي چي دوى تيار دي چي له دې خلګو سره په دې شرط د ٢٠ ميليونه ډالره مرسته وکړي چي حکومت د لوېديځو هيوادونو اعلان سوي مرستي بيرته رد کړي.
قبايلي طالبانو ويلي چي لوېديځ هيوادونه د حکومت او خلګو له مجبورۍ څخه ګټه اخلي او د دې پيسو د ورکولو پر وخت راز راز شرايط پر ايږدي.