اب درکوزه و من تشنه لبان میګردم یار در خانه و من ګرد جهان میګردم
د دویمی برخی په تړاو .
د افغانستان کانونه :
په ټولیز ډول دافغانستان دځمکی دوه پر دری برخه دلوړو غرنی زنځیرونو ( سلسلو ) ښاخونو پوښلی ده . پاته برخه یی هوار دښتونه ، ریګیستانونه او غونډی ډوله لوړی ژوری دی . ددی ځمکی هری برخی ځانته دخپلو جیولوجیکی ځانګړتیاوو او امکاناتو سره سم طبعی شتمنی زیږولی او له خزانو ډکه لمن یی خپلو اوسیدونکو ته د سوغات دپاره ساتلی ده او داشرط یی هم ایښی دی چی دا سوغاتی جایزی به هغه چاته ورکوی چی وړتیا یی ولری . البته دا وړتیا د اوسیدونکو په کمال پوری اړه لری چی څومره کولای شی داشتمنی پیدا او دراسپړلو دپاره یی سوله ایز چاپیریال رامنځته کړی ، داځکه چی طبعی شتمنی د چاپیریالی ناخوالوڅخه بد وړی ، مخ تری اړوی او ورنه تیښتی . لکه څنګه چی یاده شوه ددی خاوری لاندی جیولوجیکی جوړښت د مندلیف د دوره ای جدول دټولو عناصرو د رازیږولو جوګه دی چی نژدی ددغو ټولو آثار اونمونی پیداشوی او دموقعیت ځایونه یی دافغانستان د کانو د نقشی پر مخ ښودل شویدی . ځینی د نوموړی عناصرو څخه په لویه پیمانه شتون لری او د یو شمیر زیرمی یی دمعدن تر کجی پوری محاسبه او ارزولی شوی چی اقتصادی ارزښت یی هم د پام وړ ګڼل شودیدی . ځینی نور یی لاتر اوسه ( د اتیایمو کلنو د پیل تر وخت ) په علمی ډول دمعدن پنامه یادولای نشو ځکه چی یا دهغوی ذخیری محاسبه شوی نه وی او یا یی اقتصادی ارزښت د پام وړ ګڼل شوی نه وو . دپام وړ ده چی د یوه کان اقتصادی ارزښت یوازی د ذخیرو په کمیت پوړی اړه نلری بلکه د راسپړلو د وخت تخنیکی امکانات او مارکیټنګ هم دلته پدی اړوند لوی رول لوبوی .
د افعفنستان کانونه کولای سو دوی ته د اړتیاوو له مخی په لاندی ګروپونو وویشو او په لنډ معلومات سره یی لوستونکو ته ور وپیژنو :
اول – قیمتی او نیمه قیمتی ډبری :
د قیمتی ډبرو له ډلی نه یاقوت ، زمرد او کونسیت او د نیمه قیمتی له ډلی څخه د لاجوردو کانونه دیادونی وړ دی : الف – یاقوت : دکابل لودیز ته د جګدلک په سیمه کی د یاقوتو معدن پروت دی چی نسبتا پراخه سیمه یی نیولی . دمعدن څخه په فنی توګه ګټه اخیستل لا تراوسه پیل شوی ندی ، خو دودیز سپړل یی په یوه یا بل شکل د ډیرو کلنو را پدی خوا تر سترګو کیږی . دا یاقوت سور اناری ښکلی رنګ لری ، په اکثرو کرستالو کی یی د شفافیت درجه لوړه ده چی دایی دښه کیفیت ښکارندویی کوی . ویل کیده چی داشغال په کلونو کی وسله والو ډلو تری نه په وحشانه ډول کار اخیست . ب – زمرد : ددی قیمتی ډبری ستر معدن د پنجشیر ولایت په یوه غرنۍ برخه کی پروت چی د ۱۶ کیلومترو په اوږدوالی او درو کیلومترو په پسور یی پراخه سیمه نیولی ده . کرستالونه یی اوږده چی کله ناکله تر دری څلورو سانتی مترو پوری او یا لدی نه هم زیات رسیږی چی د اوښو پشان زرغونه رنګ سره لوړ کیفیت او د زیوری ستندرد سره بشپړ سمون لری . دا معدن د۱۹۸۱ کال راهیسی د جګړه مارو پلاس کی وو چی په وحشیانه ډول یی ورنه ګټه اخیستل . تر هغه ځایه چی ما ارویدلی دی لا اوس هم دا معدن دولت ته په بشپړه توګه سپارل شوی ندی . ج – کونسیت : ددی ډبری معدن د نورستان غرنۍ سیمه ده چی یوه ټاکلی ساحه نلری بلکه په سره پاشلی ډول یی کرستالونه یو ځای بل ځای تر سترګو کیږی . د نوموړی منرال شفاف بادنجنی او ګلابی رنګونه زیوری ارزښت لری او د قیمتی ډبرو په ډله راځی . پاته رنګونه یی دا کیفیت او ارزښت نلری . د – لاجورد : دا یوه نیمه قیمتی ډبره ده چی په افغانستان کی یی پنځه معدنه شته او دا ټول د بدخشان په سرسنګ کی پراته دی . ددی معدنو څخه لاجورد د ډیرو پخوا زمانو راهیسی ترلاسه کیږی ، حتی مارکوپولو پدی سیمه کی د خپل سفر په یاداښتونو کی د دی ښکلی ډبری یادونه کړی ده . افغانستان دنړۍ د لاجوردو په بازار کی د نوموړی ډبری د کمیت او کیفیت له مخی لومړۍ ځای لری او رانیونکی یی هم کم ندی . دا معدن هم د ۱۹۸۱ کال را پدی خوا د جګړه مارانو پلاس کی او په وحشانه ډول یی چپاول روان وو . ارویدلی می دی چی معدن اوس دولت ته یوازی په فورمالیټی ډول سپارل شوی ، داستخراج لګښتونه یی د دولت پر غاړه دی خو ګټه یی هم هغه مافیا ترلاسه کوی . د لاجوردو تیز اسمانی شین رنګ تر ټولو غوره دی او چی کله د پایرایټ ( طلایی رنګه ژړ منرال ) واړه کریستالونه ورسره وی نو صیقل شوی سطح یی داسی ښکاری لکه په شنه اسمان کی چی روښانه ستوری ځلیږی او داحالت یی دشاعرانو دتخیل رګونه ور تخنولای شی . لاجورد هم په زیوری او هم په تزیینی چارو کی کارول کیږی . په مارکیټ کی لاجورد د سرت بندی له مخی خرڅیږی چی هر سرت یی ځانته جدا قیمت لری او سرت بندی یی په ترکیب کی د بیګانه موادو دشتون دزیاتوالی او کموالی پر بنسټ د فنی کسانو لخوا تر سره کیږی .
دویم – نجیبه فلزات : لدی ډلی نه په افغانستان کی سره زر ( طلا ) او سپین زر ( نقره ) یادولای شو . سپین زر لا تر اوسه د معدن په کچه موندل شوی ندی . ولی په ضمنی توګه د نورو معدنو تر څنګ په خال خال تر سترګو کیږی . د بیلګی په توګه د عینک دمسو په کان کی می ددی فلز وړی دانی زیاتی لیدلی دی. په افغانستان کی د سرو زرو دری نسبتا واړه معدنونه شته لکه دتخار د سمتی معدن ، د غزنی د زرکشان معدن او د پکتیا د میرزکه معدن . داسی څرګندونی شته چی د زرکشان له معدن نه ان د سلطان محمودغزنوی په پادشاهی کی کار اخیست کیده او خپل جنګی لګښتونه یی پری پوره کول . دامعدنونه په رسوبی توګه سره را ټول شوی او ترلاسه کول ( استحصال ) یی عنعنوی شکل لری چی د زر شویی پنامه یی یادوی . فنی استخراج یی لا تر اوسه پیل شوی ندی .
دریم – پولی میتال معدنونه : ددی ډلی نه سرب ، جست او یو شمیر نور دی چی معدنونه یی واړه خو اقتصادی ارزښت لری . په غور او کندهار کی ددی موادو معدنونه پیدا شویدی .
څلورم – محروقاتی ( دسوزیدو وړ ) او انرژیتیکی مواد : پدی ډله کی د ډبرو سکاره ، تورف ، نفت او ګاز راځی چی معدنونه یی دهیواد په شمال کی پراته دی : الف – د ډبرو سکاره : دکر کر ، دود کښ ، اشپشتی ، دره صوف ، شباشک او دهرات د ډبرین سکارو معدنونه د هیواد اړتیاوی د لویه لاسه پوره کولای شی چی ځینی یی لکه دشباشک سکاره د کوکس کیدلو قابلیت هم لری . ب – تورف : دا مواد نارسیدلی اومه سکاره دی چی انګار یی زیات پایښت نلری او د تودوخی کچه یی هم کمه ده . لوی معدن یی دغزنی په ناور او یو شمیر واړه نورمعدنونه یی هم د هیواد په بیلابیلو سیمو کی شته . ج – د نفتو او ګازو معدنونه : تر ۱۹۸۰ کال پوری د کشف شوو نفتو ذخیری وړی وی چی داشغال په کلونو کی هم نور نوی معدنونه کشف نه شول . د ګازو زیرمی بیا ستری او دهیواد تر اړتیاوو زیاتی دی چی دننه په کور یی ډیره د اړتیا وړ برخه د کیمیاوی سری په جوړولو کی کاریده او دتسخین او تنویر په چارو کی یی لګښت ډیر لږ دی ځکه چی دهیواد په ښارونو کی لا تر اوسه د ګازیفیکیشن سیسټم شتون نلری . څو ورځی وړاندی می په انترنیتی رسنیو کی تر سترګو شوه چی د دی اخیری وروستنیو کلونو د څیړنو له مخی د نفتو زیرمی د پخوانیو په پرتله نژدی یوولس برابره او د ګازو زیرمی نژدی شپږ برابره زیاتی سنجولی شویدی چی دا د خوښۍ یو زیرۍ دی . پنځم – درانده مواد : داهغه مواد دی چی د خپل مخصوص وزن له مخی یی دروندوالی زیات دی لکه په غوربند او هرات کی د باریټو معدنونه او همدارنګه د سیلستین معدن . دا ډول مواد په ځانګړو ژرندو کی پوډر کوی او په ژورو برمه کاریو کی تری نه کار اخلی . شپږم – د مالګی معدنونه : د هیواد په شمال اندخوی کی د خوړلو د مالګی او صنعتی مالګی ډیر ستر معنونه شته چی د ګاوندی هیوادونو اړتیاوی لا هم پوره کولای شی . له بده مرغه ددی معدنو و ساتنی ته پوره پاملرنه نده شوی او هر کال په رزګونو ټنه مالګه د باران د اوبو سره ځی چی پدی توګه هم مالګه ضایع کیږی او هم کرهڼیزو ځمکو ته ضرر رسوی . بل مشکل دادی چی لا تر اوسه وطنی مالګه په صحی ډول د اړین عنصر ایوډین په ګډولو سره بازارته نه وړاندی کیږی ، ځکه نو دایران او نورو ګاونډیانو په مالګه د هیواد مارکیټونه ډک دی . اووم – ستراتیژیکی مواد : دهلمند ولایت په جنوبی سیمه خانشین کی د یورانیمو یو معدن شته چی ځانګړتیاوی یی موږ هغه وخت دمحرمو اسنادو په توګه پټی ساتلی . اتم – ساختمانی مواد : دا هغه مواد دی چی ددوی د فزیکی ځانګړتیاوو ستندرد د اړوند نورم سره سمون ولری او په ساختمانی چارو کی تری نه کار واخیستلی شی لکه تیږی ، جغل ، ریګ او نور . دهیواد په هرګوټ کی دداسی موادو پراخی زیرمی پرتی دی .
اتم – د توری او رنګه میتالورژۍ مواد : ددی ډول موادو له ډلی نه اوسپنه او مس په افغاستان کی تر ټولو وتلی دی : الف – د اوسپنی معدنونه : د اوسپنی څو معدنونه په افغانستان کی شته چی په بامیان کی د حاجیګک معدن نه یوازی دهیواد تر ټولو ستر معدن دی بلکه د ټولی نړۍ په کجه د لومړنیو خورا لویو معدنو په کتار کی ولاړ دی . ددی معدن ښه والۍ دادی چی له درو میلیاردو ټنو څخه زیاته اوسپنه نژدی د ځمکی پر مخ پرته ده او تر ځمکی لاندی ټونلونو ته ډیره اړتیا نه پیداکیږی چی دا کار یی اقتصادی ارزښت ور زیاتوی ، خو داچی په ډیره صعب العبوره غرنۍ سیمه کی پروت دی نو دا حالت یی بیا پر اقتصادی ارزښت باندی ډیر منفی اغیز ښندی ځکه چی تر مارکیټ پوری یی د ترانسپورټیشن اورسولو لګښتونه ( دتمام شد قیمت ) ور جګوی او د ګټی ونډه یی کموی . ویلای شم چی ددی سیمی د خلګو کورونه اصلا اوسپنیز دی ، ټول دیوالونه یی د اوسپنی له ډبرو نه پورته شوی دی . اوسپنه لرونکی منرالونه په دی معدن کی ماګنیتیت ، هماتیت او نور دی . تر ټولو نژدی لاره ومعدن ته د وردګ ولایت د لاری د اونۍ پر کوتل تیره شوی چی همدارنګه له دنګو غرونو سلسله ده خو د شیبر تر کوتل بیا لنډه او پکار ده چی په پام کی ونیوله شی . دابیخی اړینه ده چی تر معدن پوری باید پانګه اچونکۍ ددغی غرنی لاری نه د اور ګاډۍ دپاره د اوسپنی لیکه تیره کړی او دا کار سره لدی چی ډیر وخت او لوړو لګښتونوته اړتیا لری ، خوبیله دی نه دمعدن نه ګټه اخیستل پر ځای کار نه بریښی ځکه دلاریو موټرانو په مټ یی د کارخانی اکمالاتی چاری او د پخی اوسپنی نقلول یو خوشی او بی ګټی کار دی . د متالورژی کمبیتنات ( داوسپنی د استخراج تاسیسات او د ویلی کولو کارخانه ) جوړل یی همدارنګه په غرنۍ سیمه کی ډیر ستونزمن او پانګه خوړونکۍ چاری دی چی دمعدن پر اقتصادی ارزښت باندی ناوړه اغیز اچوی .
ب – مس : د عینک پشان دستر معدن تر څنګ د هیواد نورو واړه معدنونه ددی نړیوال پیژندل شوی معدن تر سیوری لاندی پیکه راځی او سره لدی چی نور معدنونه یی هم په هیواد کی لرو ، خو زه غواړم دا ګړۍ یوازی ددغه معدن په اړه په لږ تفصیل سره و ږغیږم او خپلی یو لړ ډیری جالبی خاطری ددی معدن دکشف په تړاو کی د لوستونکو سره شریکی کړم چی هرو مرو به ورته په زړه پوری وګرځی :
د دریمی برخی پای . نوربیا