په اسلام کي دالله مفکوره :
په اسلام کي دالله جل جلاله یوهراړخیزانځورپه سورة اخلاص یاقل هوالله کي وړاندي شوی :
قُلْ هُوَاللهُ اَحَدٌ. ووایه ! چي الله جل جلاله یودی .
یعني پرحق معبودیودی دوه نه دي لکه دمجوسیانوپه عقیده چي دخیرخدای یزدان اودشرخدای اهریمن دی .
درې هم نه دي لکه عیسویان چي وايي : پلار،زوی اوروح القدس درسره خدایان دي . اوله دروسروپه ګډه یو خدای جوړېږي . هندوان په دې عقیده دي چي الله،ماده اوروح دره سره ازلي اوابدي دي . دالله وجودپه میلونوهم نه دی لکه هندوان چي وايي بلکي هغه یوازي اویوازي یودی .
اَللهُ الصَّمدُیعني الله بې نیازه دی . صمدهغه ذات ته وايي چي په خپله هیچاته محتاج نه وي خونورټول مخلوق ده ته محتاج وي . په عربي کي دبې نیازلپاره دغني لفظ هم استعمالېږي دهغه ضدفقیردی غني هغه ذات دی چي بل چاته محتاج نه وي خودالفظ یوازي دمالي چاروپه بې نیازي کي استعمالېږي اودغني معنی ده شتمن . یعني لږترلږه دومره شتمن وي چي دژوندپه چاروکي بل ته محتاج نه وي . مګردصمدمعنی داده چي هغه ذات هیچاته په هیڅ شي کي محتاج نه وي اونورټول ده ته په هرڅه کي اړوي . مثلاالله خوراک څښاک ته اړتیانه لري اوله ارام وخوبه هم بې نیازه دی .هغه په خپل ژونداوبقاکي هم هیچاته اړنه دی خونورمخلوق په هرشي ژوند، صحت، رزق،اولاداوان خپله بقاکي الله ته اړدي هیڅ داسي شی نه شته چي مخلوق دي په هغه کي الله ته محتاج نه وي .
لَمْ یَلِدْوَلَمْ یُوْلَدْ . نه له ده څوک پیداشوی اونه دی له بل چاپیداشوی دی .
ځکه څوک چي پیداکېږي هغه پناکېږي هم اوڅوک چي پناکېږي هغه هیڅکله الله نه شی کېدای . بله وجه داده چي انسان له دې امله اولادته اړتیالري چي دده ترمرګ وروسته یې ځای ناستی شي اودده ترکه سنبال کړي،خو الله جل جلاله دې شیانوته هیڅ اړتیانه لري . هغه حي لایموت دی . پرهمدې مفکورې نصاراووعیسی علیه السلام اویهودانو عزیرعلیه السلام دالله جل جلاله زوی وبالی . اومشرکانوفرشتې دالله جل جلاله لوڼې وبللې . هندو،یوناني او مصري تمدن په میلونونومعبودان پیداکړل . هیڅ معبودداسي نه ووچي دوئ مېړه اومېرمن پکي نه ووفرض کړي . بیایې په هغوکي دنسبي لړۍ په تصورپه ملیاردومعبودان رامنځ ته کړل . په اسلام کي داسي ټول توهمات ردشول ان الله جل جلاله ته اولادثابتودومره لویه ګناه ده چي الله ته له ښکنځلوسره مترادفه ده .
وَلَمْ یَکُنْ لَّهُ کُفُواًاَحَدٌ. یعني دی هیڅ سیال نه لري . دکفومعنی ده په مرتبه اورتبه کي سره یواومقابله کول . دکفولفظ عمومادجګړې په میدان کي دسیال رابللوپروخت اودنکاح پرمهال یادېږي یعني فلانی سړی دفلاني سړي کفودی معنی ورسره برابراوسیال یې دی . په دې آیت کي ویل شوي چي په کائناتوکي هیڅ داسي شی نه شته چي له الله جل جلاله سره برابروي اوتاسوداسي وانګېری چي فلانی شی دالله جل جلاله په څېردی . همدا مضمون الله جل جلاله یوبل ځای په دې الفاظوبیان کړی دی : لَیْسَ کَمِثْلِهِ شَئٌ یعني دالله جل جلاله په څېرهیڅ شی نه شته . دالله جل جلاله دښه پېژندنې اودهغه په نوروخصوصیاتودځان پوهولولپاره په راتلونکي کي دربوبیت،الوهیت اواسماوصفاتوتوحیدبحث وګورئ .
یوڅوباطل عقائداونظریات :
دوحدة الوجودعقیده :
دوحدة الوجودعقیده داده چي دکائناتوهرشی الله دی اوالله جل جلاله خپل مستقل وجودنه لري . داعقیده په پارسي ژبه کي په همه اوست (یعني هرڅه دی دئ ) هم یادېږي . ددې عقیدې له مخي دپاکي وناپاکي،حلال وحرام،کفروایمان،توحیدوشرک،عابدومعبود،خالق ومخلوق لنډه داچي دهیڅ شي ترمنځ تناقض اوتوپیرنه شته ان دمرداریوپه انبار،کافرومشرک،مارولړم اوسپي وخنزیرکي هم الله موجوددی . (العیاذبالله)
داعقیده دقرآن کریم اونبوي صحیحواحادیثوله لارښوونوسره په څرګنده ټکرده اوهیڅ شعوردرلودوونکی مسلمان هغه نه شي منلای . خوبیاهم تش په نوم مسلمانوصوفیانولکه ابن عربي اونورودهغې په حق کي کتابونه ولیکل اوهغه یې مقبوله وګرزوله چي ترننه دصوفیانودیوې مشهورې عقیدې په ډول پېژندل کېږي . اوناپوه صوفیان چي نه په تصوف پوهېږي،نه یې په تاریخ،شرعي حیثیت اوحکم هغوئ سره له ناپوهۍ بیاهم په خپلو لیکنو،غونډواومجلسوکي دې عقیدې ته اشاره کوي اومني یې . ددوئ پرحال ډېرافسوس دی .
دوحدة الشهودعقیده :
وحدة الشهوددادی چي دکائناتوهرشی دالله جل جلاله سیوری دی یعني الله خوخپل مستقل وجودلري مګردا مخلوقات په حقیقت کي دده سیوری دی . که داعقیده ومنل شي نولامېږي چي په نړۍ کي بدلونونه اودشیانوفنا وزوال په حقیقت کي دالله جل جلاله زوال اوفنا ده . (العیاذبالله) ځکه سیوری تل دخپل اصل تابع وي . مګر حقیقت دادی چي په الله کي هیڅ رازبدلون نه دی راغلی له همدې امله کائنات دالله سیوری نه دی اوداعقیده باطله ده . پردې سربیره داعقیده په دې هم ردېږي چي په قرآن کریم،نبوي صحیحواحادیثو،صحابوواوتابعینوپه وخت کي یې هیڅ څرک نه شته . که داعقیده صحیح وای نوپه اسلافوکي به یې هرومرویوڅه څرک وای .
دحلول اواتحادعقیده :
دحلول اواتحادعقیده داده چي ځیني وختونه الله جل جلاله په انساني شکل کي راکښته کېږي اوبیادالله وانسان ترمنځ هیڅ توپیرنه وي . داهم دصوفیانوعقیده ده چي په اسلام کي هیڅ ځای نه لري . همداوجه ده چي کله یهودانوعزیرعلیه السلام اونصاراووعیسی علیه السلام دالله وجودوبالی نوالله جل جلاله نه یوازي هغه عقیده ردکړه بلکي کفریې وبلله لکه چي وايي :
لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُواْ إِنَّ اللّهَ هُوَ الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ (المائده : ۷۲)
ژباړه : هغه کسان کافران شول چي ویې ویل : همداالله عیسی بن مریم دی .
ددغوعقائدوداثبات لپاره یوباطل تاویل :
صوفیان چي دخپلوباطلوعقائدوداثبات لپاره کوم دلائل وړاندي کوي په هغوکي یوداهم دی چي الله جل جلاله وايي : وَمَایَزَالُ عَبْدِيْ یَتَقَرَّبُ اِلَیَّ بِالنَّوَافِلِ حَتی اُحِبُّهِ . زمابنده دفرضوتراداکولووروسته دنفلوپه کولو ماته دومره نژدې کېږي چي زه ورسره مینه کوم . کله چي زه ورسره مینه وکړم نوزه دده غوږشم چي پرې اوري،سترګې یې شم چي پرې ویني،لاس یې شم چي نیول پري کوي،پښې یې شم چي تګ پرې کوي که له مایوڅه غواړي ورکوم یې اوکه له یودښمن یاشیطان څخه له ماپناوغواړي زه یې خوندي کوم .
(بخاري ۶۵۰۲ کتاب الرقاق باب التواضع)
په دې حدیث کي په ناسم تاویل کولودحلول داثبات هڅه کېږي اوویل کېږي چي الله جل جلاله بذاته په انساني شکل کي راکښته کېږي .حال داچي ددې حدیث مطلب یوازي دادی چي کله بنده دالله په مینه کي ډوب شي نودهغه ظاهري اوباطني حواس ټول دشریعت تابع شي . دی په لاس،پښه،غوږاوسترګه یوازي هغه کارکوي چي دالله جل جلاله رضاپکي وي . پردې سربیره ددې حدیث وروستۍ برخه هم داعقیده ردوي ځکه په اخیرکي وايي چي بنده سوال کوي اوالله یې ورکوي . بنده پناغواړي اوالله یې خوندي کوي . که بنده الله ګرزېدلی وي نوبیاسوال اوپناله چاغواړي؟
ددې عقائدوڅوبنسټیزباطل روایات :
ددې باطلواوبې بنسټه عقائدوپه اثبات کي پرڅودروغجنواوله ځانه جوړوشویوروایاتوهم تکیه کېږي په هغوکي یې ځیني دادي :
(۱) کنت کنزامخفیافاحببت ان اعرف فخلقت خلقا. زه یوه پټه خزانه وم نوماوغوښتل چي وپېژندل شم نومي مخلوقات پیداکړل .
(۲) من عرف نفسه فقدعرف ربه . چاچي خپل ځان وپېژندی بې شکه چي خپل رب یې وپېژندی .
(۳) ماوسعني ارضی ولاسمائي ووسعني قلب عبدی المؤمن . یعني ماته نه خپلې ځمکې اونه اسمان پراخي راکړه دخپل مومن بنده زړه پراخي راکړه . معنی زه دخپل مومن بنده په زړه کي ځایدای شم .
دداډول نورودروغجنواوموضوعي روایاتودپېژندلولپاره داحادیثوپه اړه زموږسلسلة الاحادیث الضعفه ګټوره ده .