له de week څخه ژباړه:
په سعودي عربستان کې يو هوټل د مکې معظمې تر څنګ جوړ شوې چې ساعت به يې شپږ ځله
د لندن له Big Ben بيګ بن څخه غټ وي او له اولس کيلومترو واټن ځخه به د ليدلو وړ وي.
د نوموړي هوټل برج هم د ٨١٧ مترو په لوړوالي سره په نړۍ کې دوهم برج دې، له خليفه برج څخه وروسته چې ٨٢٨ متره لوړوالې لري او په دوبۍ کې دې. د نوموړى برج يوه برخه د جون په مياشت
کې پرانستل شوي او ساعت به يي د رمضان د مياشتې په لومړۍ نيټه په ګرځيدلو پېل وکړي.
دغه ساعت به ٤٥ متره اوږدوالې او ٤٣ متره سور ولري او د نوموړى ودانۍ له اوو برجونو څخه به
تر ټولو لو ړ برج کې له ورايه ښکاري. نوموړې ساعت به د شپې له خوا د ١٧ کيلومترو په واټن او د ورځى له خوا د ١٢ کيلومترو په واټن د ليدلو وړ وي.
د دى هوټل مالک تصور کوي چې له دې وروسته به د نړې يونيم مليارد مسلمانان دانګلستان د ګرنويچ
معياري وخت پر ځاي د اسلامي معياري وخت څخه کار واخلي. همدارنګه اسلامي پوهانو او روحانيونو هم غږ کړى چې په سعودي عربستان کې د مکې معظمى وخت دې د ګرنويچ د وخت پر ځاى معياري وګڼل شي.
د يوه مسلمان جيولوجي پوه له نظره يو وخت انګليسانو لندن ته څيرمه د ګرينويچ ښارګوټې وخت، د نړۍ لپاره معيار ګرځولې خو اوس دا وخت رارسيدلې چې بدل شي او مکه به له مقناظيسي شمال سره په ډيره ښه کرښه موقعيت ولري.
په اسلامي نړۍ کې د زيات درناوي وړ روحاني شيخ يوسف القرداوي په دي نظر دي چې، عصري پوهنو هم ښودلى ده چې مکه د نړۍ رښتينې مرکز دې.