كله چي امريكا ته د يولسم سپتمبر واقعه د يوي بهاني په شكل لاس ته ورغلله نو هماغه وو چي خونكار بوش نړي په دوه برخو وويشله او په زغرده يي وويل چي يا زمونږ سره او يا هم زمونږ د دښمن سره او په خپل مادي قوت مغرور بوش د مسلمانانو په خلاف په عمومي شكل او د افغانستان د مظلومو هيوادوالو خلاف په خصوصي شكل د صليبي جګړي اعلان وكړلو نو دهغه د غه د دهشت نه ډګي خبري وي او همدا شان يي غورځي پرځي او ويرول وه چي ټوله كفري نړئ يي تر شا ودريدله او حتى هاغه تش په نامه مسلمانان چي تر پرونه پوري يي د عمري خلافت چغي او ناري وهلي او ځانونو يي د صلاح الدين آيوبي په شان سر لښكران وړاندي كول هم تر شا ودريدل او په دي تيرو نه كلونو كي يي د دوي هر تور ته سپين او سپين ته تور ددوي په خوښه ويل او ددوي هر اواز ته يي نڅا كوله ، خو دادي هاغه وخت هم راورسيدلو چي د افغانانو مقاومت د بري په لوري په چټكي روان دي او ددي پيلامه الحمد لله د هالينډي ځواكونو په وتلو سره مخي ته راغله.
څو كلونه وړاندي د هالينډ ځواكونه د امريكا سره په دي نړيوال اشر كي شريك شول او دوي هم د بوش په خوږو او پستو وعدو غوليدلي وه او هم يي ډاركړي وه خو چي كله يي خپل عسكر زمونږ هيواد ته راوليږل نو دلته ورته معلومه شوله چي دا هاغه څه نه دي كوم چي بوش ويل او دا د سليختو ډنډ دي دلته راتګ اسانه وي خو مخګي تك وركي ناممكن دي نو دوي په لومړي سر كي يو څه وخت تيرولو په پلمه راغلي وه خو چي كله راګير شول نو بيا يي لا تير كال د وتلو اعلان وكړلو خو ناتو كوم چي د امريكا پدي اشر كي شريكه او غاړه غوټي ده هغوي ورته ډير منتونه او زاري وكړلي او دوي يي يو كال نور هم پاتي كړل نو نتيجه يي لومړي په خپل هيواد كي ايتلافي حكومت په ګونډو كړلو او دادي اوس يي د خپلو ځواګونه عملاَ وويستل او خپل ځاي يي د امريكا وحشي عسكرو ته پريښودلو دا كه يو طرف ته د هالينډ د حكومت ښه اقدام ګڼو نو بل اړخ ته د هغوي د ملګرو په هكله اوس هم همدا وايو چي د هالينډيانو خو څو كاله وروسته د سر تلفاتو او زخمونو تاب نه لرلو سره يي مغزو ته دا خبره پريوتله چي مونږ ولي د امريكا د ګټو په خاطر قرباني كيږو ايا په افغانستان كي اسلامي حكومت زمونږ د پاره كومه خطره ده نو له دي امله يي دا دي خپلي بستري په شا كړلي او د افغانستان څخه يي د تيښتي لاره ونيوله او په دي سره يي خپل عسكر د خپل كور او وطن په لور رهي كړل .
ان شاء الله هالينډي عسكر او فوځي مشران به يي بيا هيڅكله داسي تير وتنه ونه كړي چي د نورو په خاطر او د نورو د ګټو لپاره په خپلو ځانونو ميندي بوري كړي او دوي به تر مرګه هغه ترخي شپي او ترخي خاطري هيري نه كړي كومي چي دوي په افغانستان د شاه زلمو په ټاټوبي كي ليدلي وي او دوي ته به اوس يوځل د هماغه پخواني برطانويانو او روسانو قصي په ياد ورغلي وي چي افغانانو څنګه استقبال كړي وو او دوي به هم خپلو بچيو ته د افغاني اتلانو ريښتوني کيسې كوي او په خپلو هاغه مشرانو به لعنت وايي چي دوي دداسي شاه زلميانو سره په جكړه كړي وه ، دا ددوي خوشبختي وه چي څه خو يي ژوندي ووتل.
په داسي حال كي چي ددوي په شان ډيري عسكر د مختلفو ملكونو په دي سوچ اوفكر كي دي چي دوي ولي دلته د خپلوهيوادونو ښځو ميړونو او بچيو ميندو او پلرونو څخه لري په دي دشتو او ميرو كي پراته دي او دا د ځانونو سره زمزمه كوي چي ددي هيواد بچي بچي مو په ځاي د دي چي زمونږ استقبال وكړي مونږ ته ښه راغلاست ووايي مونږ په ګاڼو ولي او د هيواد هره سيمه غر دي او كه سمه زمونږ دپاره يو شانته دشمن ګرځيدلي دي په هيڅ ځاي كي مو ارام نه شته دي ، خو د بده مرغه د هيوادونو واګداران يي يا بي واكه دي او يا د امريكا د غلامي په مزي تړلي دي او يا هم ځانونه د امريكا له دشمني څخه لري ساتي خپل عسكر وژني خپلي ميندي بوري وي او خپلي ښځي ګونډي كوي خو د امريكا سره خپل روابط او اړيكي ورسره نه خرابوي ، دا په هيڅ حالت كي د عقل پوهي او تجربي سره اړخ نه لګوي چي سړي دي خپل هيوادوال د نورو د ګټو څخه قربان كړي .
دغه هيوادونه په دي غريب هيواد كي هيڅ خپلي ګټي نه لري كه ګټه وي نو د امريكايانو به وي چي لومړي يي د اسلام د نوم سره تضاد دي او د اسلام د وركولو پسي يي ملاتړلي ده او ان شاء الله دا ارده به يي په هيڅ شكل كي پوره نه شي ، او ورپسي د مينځني اسيا د پټو زيرمو پسي ليوني ليوني دي ترڅو وكولي شي د مينځني اسيا زيرمي د خپلي مري تيري كړي، خو مونږ افغانان په ډير وياړ سره دا ووايو چي اوس ورڅخه دا ارمان افغاني شاه زلميو د ياده ايستلي دي لكه څنګه يي چي پرون د روسانو څخه د ګرمو اوبو ارمان هير كړي وو ، دادي اوس ټول اشر كړي لګيا دي د ځانو د پاره د اوړو يوه پوزه جوړوي او ددي هيواد څخه ووځي خو هوښياران په كي هغه خلك دي چي مخګي له مخګي پښي سپكي كړي لكه د هالينډيان ځكه كيدلي شي يو وخت په دوي داسي هم راشي چي بيا يي داسي د وتلو چانس هم نه وي او ټول دلته په دي د سليختو ډنډ كي نښتي وي او د وتلو لاره يي هم نه وي لكه د تيرو اشغالګرو برتانويانو چي يواځي ډاكټر برايډن يي په زخمي حالت كي وتلي وو چي تر څو خپلو مشرانو د خپل ماتي احوال وروړي.